اسټرالیا د انګلستان کرکټ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه
اسټرالیا د انګلستان کرکټ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې په بریا سره پیل کړه.
د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، اسټرالیا د ټېسټ په دوه ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته په لوړ توپير ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د اسټراليا په کوربتوب په ګابا ښار کې تېره ورځ پای ته ورسېده، د لوبې په پیل کې انګلستان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.
انګلستان لوبډله د ۵۷ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۴۷ منډې یې جوړې کړې چې اسټرالیا د انګلستان د ۱۴۷ منډو په ځواب کې ۱۰۴.۳ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې او ۴۲۵ منډې جوړې کړې چې په انګلستان لوبډلې ۲۷۸ منډې واړولې.
انګلستان بيا په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۳ اورونه ولوبول، ۲۹۷ منډې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۲۱ منډو هدف کېښود.
اسټرالیا بيا دغه د ۲۱ منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او انګلستان ته یې په لومړۍ لوبه کې ستره ماتې ورکړه.
ياده لوبلړۍ د اسټراليا په کوربتوب ترسره کېږي چې راتلونکې لوبه به يې د روانې ميلادي مياشتې په ۱۵ مه نېټه وي.