Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

جو بایډن یو ځل بیا له افغانستان د خپلو پوځیانو د وتلو دفاع وکړه

0
جو بایډن یو ځل بیا له افغانستان د خپلو پوځیانو د وتلو دفاع وکړه

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو دفاع وکړه.

جو بایډن «CBS» خبري شبکې سره په خپله یوه تازه مرکه کې ټینګار وکړ چې له افغانستانه‌یې د پوځیانو ایستلو پرېکړه سمه وه.

بایډن وروسته له هغې په دې اړه ټینګار وکړ چې په دې وروستیو کې ځیني امریکایي چارواکو پر هغه له افغانستانه د دوی د ځواکونو په وتلو نیوکه کړې وه.

جو بایډن د ورستیو نیوکو په اړه وویل هر څوک وايي چې امریکا کولای شوای پرته له دې چې چا ته زیان ورسوي له افغانستانه ووځي، خو هېچا هم داسې ونه‌ویل چې دا څنګه ترسره کېدای شوی.

بایډن خپله مرکه کې وویل چې دی له لومړي سره په دغه هېواد کې د جګړې مخالف و او ادعا یې وکړه: "افغانستان. ښه، زه له پیله په افغانستان کې د دې جګړې مخالف وم، موږ په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې په اوونۍ کې ۳۰۰ ملیونه ډالر مصرفول. هر څوک وايي، تاسو کولای شوای پرته له دې چې چا ته زیان ورسوئ خارج شئ، خو هېچا هم داسې ونه‌ویل چې دا څنګه ترسره کېدای شوی."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مسؤل جنرال فرانک مک‌کنزي اندېښنه ښودلې وه چې القاعده شبکې وروسته تر دې په افغانستان کې یو ځل بیا لږ سر راپورته کړی دی چې امریکایي پوځیان له دغه هېواده وتلي دي.

دغه امریکایي پوځي چارواکي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي و چې له افغانستانه د اګسټ په میاشت کې د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته سخته شوې ده چې د القاعده بنسټ پاله ډله امریکا د افغانستان په دننه کې وڅاري.

جنرال مک‌کنزي وایي، داسې ښکاري چې د طالبانو دننه یو شمېر کسان له القاعده سره خواخوږي لري.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید د ۲۰۲۰ کال د فبروري د ۲۹مې نېټې له تړون سره سم د القاعده شبکې پر ضد لاس په کار شي.

خو د امریکا د دفاع وزارت جان کربي ویاند د جمعې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال دفاع وکړه او ویې‌ویل موږ تمه لرو چې طالبان به خپلې ژمنې پوره کړي، هغه ژمنې چې له دوی سره‌یې کړي چې القاعده ته به پناه نه‌ورکوي.

ښاغلي کربي وویل چې دوی په دې اړه روښانه نظر لري او که د داسې کوم څه نښې ولیدل شي چې "امریکا" او ګټو ته‌یې متوجې وي د ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره به اقدامات وکړي.

وړاندې څو ځلې طالب چارواکو او ویاندویانو هم په بېلابېلو ناستو کې د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له خاورې به د کوم بل هېواد پر ضد کارولو ته اجازه ورنه‌کړي؛ هغه ژمنه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې راغلې.

امریکا وروسته له هغې له القاعدې شبکې وېره لري او د ځپلو هڅه‌یې کوي چې دغې شبکې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر پر ۱۱مه په امریکا هوايي حملې وکړې چې له امله‌یې سلګونه کسان ووژل شول.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نن‌یې قطري چارواکو سره د افغانانو په اړه خبرې کړي.

د دغه وزارت د ویاند ند پرایس له له‌خوا یوې لنډې خبرپاڼه کې لیکل شوي "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو، قانوني دایمي اوسېدونکو او په خطر کې د افغانانو د خوندي ترانزیټ په برخه کې د قطر د دوامدار کار ستاینه وکړه. بلېنکن او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د وضعیت په اړه وروستي پرمختګونه هم وڅېړل او د ایران په ګډون‌یې په نورو دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو هم خبرې وکړې."

دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ له ۱۵مې وروسته پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره وخت نا وخت نړيوالو هم له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د پیاوړي کېدو او د داعش ډلې د غښتلي کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

ديبرا لاينز په افغانستان کې ملګري ملتونو ځانګړې استازې په خپل وروستي راپور کې وويل چې داعش اوس د افغانستان په ټولو ولايتونو کې حضور لري.

هغه څه چې طالبانو تل رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ وسله‌والې ډلې ته به په افغانستان کې د نفوس کولو اجازه ونه‌کړي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем





Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

В Бурчтии в театре кукол «Ульгэр» 14-16 июня пройдут «Волшебные выходные»! - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Людмила Самсонова

Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России