کابل کې چاودنې يو کس وژلی او دوه نور ټپيان کړل
![کابل کې چاودنې يو کس وژلی او دوه نور ټپيان کړل](https://gdb.rferl.org/65e00000-0aff-0242-486e-08d9a9ebefc0_cx5_cy19_cw55_w800_h450.jpg)
نن په کابل کې د یو ماین چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال عاقل ګل عزام وايي، دا ماین د ټانګ لوګر په سیمه کې د سړک د غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوی و.
تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت نهدی اخیستی.
د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې دوه جلا چاودنې شوې وې چې دوه ملکیان پهکې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.
د جمعې د ورځې د چاودنو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی و.