قبایلي ضلعو کې بلدیاتي ټاکنو لپاره څه تیارۍ روانې دي؟
![قبایلي ضلعو کې بلدیاتي ټاکنو لپاره څه تیارۍ روانې دي؟](https://gdb.rferl.org/CD2CD2C9-B6F3-4E12-8EB5-120F7D8ABDCB_w800_h450.jpg)
د دېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د خیبر، مومند او باجوړ په ګډون په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي. دا به لومړی ځل وي چې په یادو ضلعو کې به ولس د خپلو رایو په وسیله په بلدیاتي ادارو کې خپل استازي ټاکي. په دغه اړه څه تیارۍ روانې دي؟ پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.