افغانستان ته ۱۹ میلیونه ډالره نغدې پیسې انتقال شوې
![افغانستان ته ۱۹ میلیونه ډالره نغدې پیسې انتقال شوې](https://gdb.rferl.org/a7210dcc-bd5a-4900-afa4-735fe0988cc3_w800_h450.jpg)
د بشري مرستو په دوام، څه باندې ۱۹ میلیونه ډالر نغدې پیسې افغانستان ته انتقال شوې.
د افغانستان بانک له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، پرون چهارشنبه ۱۹.۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک 'AIB' ته وسپارل شول.
د افغانستان بانک له لوري په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، یاد بانک هڅه کوي چې د هېواد په بانکي نظام کې د رامنځته شوېو ستونزو لپاره یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي.
د یادونې وړ ده چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام دا د نغدو پیسو د مرستې څلورمه کڅوړه ده چې د عقرب میاشتې له وروستۍ اوونۍ راپه دیخوا هره اوونۍ افغانستان ته انتقالېږي او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره به له دې وروسته او د ۲۰۲۲ میلادي کال تر مارچ میاشتې، هره اوونۍ نېږدې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر افغانستان ته انتقالوي.