د پېښور په یوه ښوونځي د خونړي برید اووم تلین دی
![د پېښور په یوه ښوونځي د خونړي برید اووم تلین دی](https://gdb.rferl.org/c0bdc65d-cfda-4991-9df7-4dd98dcfb109_w800_h450.jpg)
نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) د پېښور په یوه ښوونځي د خونړي برید اووم تلین دی.
د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې ویلي چې حکومت هېڅ حق او واک نه لري د بې ګناهو خلکو قاتلان وبښي.
د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډسمبر په شپاړسمه شپږو وسله والو بریدګرو چې د تحریک طالبان پاکستان غړي بلل کېدل په پېښور کې د ارمي پبلک سکول په نوم په یوه ښوونځي باندې برید وکړ.
دوی په دې برید سره ۱۴۸ کسان ووژل او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړل. د پېښې ډېر قربانیان د ښوونځي ماشومان وو.
تمه ده نن د دغو وژل شوېو ماشومانو میندې او پلرونه د خپلو بچیانو د یادښت په پار په پېښور کې سره غونډه وکړي.