پېښور کې د ارمي پبلک سکول برید کې د وژلیو اووم تلین ولمانځل شو
![پېښور کې د ارمي پبلک سکول برید کې د وژلیو اووم تلین ولمانځل شو](https://gdb.rferl.org/fb2e8c99-0e00-4b77-b7ab-71431ffd957d_tv_w800_h450.jpg)
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور د ارکایېوز کتابتون تالار ته د هغو زده کوونکي میندې او پلرونه ورغلي ول چې پر ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ز کال په وسله وال برید کې وژل شوي ول. غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون نور فعالان هم ورغلي ول. پښتین مشال راډیو ته وویل، د وژلیو زده کوونکو کورنۍ لا هم له انصافه بې برخې دي. د پاکستان حکومت وايي، په برید کې یې ککړ کسان د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي. د هغې پېښې قضیه په سپریم کورټ کې هم روانه ده. ویډیويي رپورټ.