Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

ملګرو ملتونو وروستۍ یوه میاشت کې له افغانستان سره ۱۰۲ ملیونه ډالره مرستې کړې

0
ملګرو ملتونو وروستۍ یوه میاشت کې له افغانستان سره ۱۰۲ ملیونه ډالره مرستې کړې

د افغانستان بانک وايي، ملګرو ملتونو په وروستۍ یوه میاشت کې له افغانستان سره د ۱۰۲ ملیونه ډالرو نقدي مرسته کړې ده.

دغه بانک زیاتوي چې دغه پیسې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوې دي.

هغه معلومات چې دغه بانک ازادي راډیو ته ورکړي دي، د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه له افغانستان سره ۵ جوپې نقدي مرستې کړې دي.

په دې مرستو کې د ډالرو دوه ۱۶ ملیوني، دوه ۱۹ ملیوني او یوه ۳۲ ملیوني جوپه شامله ده چې دغه سازمان په وروستۍ یوه میاشت کې افغانستان ته لېږلي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نورزي ازادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي د افغانستان د خلکو ستونزو ته د حل یوه مناسبه لار پیدا کړي.

نورزی وایي: "د افغانستان بانک هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو اوسنیو ستونزو ته د حل یوه مناسبه لار پیدا کړي. موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې ډېر ژر به د بانکونو په سیستم کې شته مشکلات حل شي."

مخکې تر دې د افغانستان بانک په خپله یوه اعلامیه کې ویلي و، ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره به د ۲۰۲۲ میلادي کال تر مارچ میاشتې يورې هر اوونۍ ۲۰ ملیونه امریکایي ډالر افغانستان ته انتقالوي.

خو د افغانستان نړیوال بانک د ملګرو ملتونو له لوري له افغانستان سره د مرستو شویو پیسو دقیق شمېر په اړه څه نه‌وايي.

د دغه بانک سرپرست اسدالله فیضي ازادي راډیو ته يوازې دومره وويل چې د ملګرو ملتونو له لوري رسېدلې دغه پیسې به په افغانستان کې اړمنو سره د بشري مرستو په هدف د ملګرو ملتونو سازمانو اړوندو مؤسسو بانکي حسابونو ته ولېږدوي.

فیضي وایي: "په افغانستان کې چې د يوناما په نوم د ملګرو ملتونو کوم دفتر دی، پیسې خپل حساب ته ترلاسه کوي او وروسته‌یې بیا خپلو نورو دفاترو ته په نقدي ډول لېږي."

د افغانستان نړیوال بانک یو چارواکی چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي، له نږدې درېیو اوونیو راهیسې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره دوه جوپې نقدي مرستې کړې دي او هره جوپه کې د مرستو شمېر توپیر لري.

خو پوښتنه دا ده چې بانکونه خو نور هم شته ولې دغه پیسې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوي؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا پرېکړه د نړیوالې ټولنې ده.

ښاغلی مجاهد وايي، نړیوالې ټولنې تصمیم نیولی چې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې د دولتي بانکونو پر ځای خصوصي بانکونو ته وسپاري، نو له همدې کبله د نړیوالې ټولنې مسؤلینو د خصوصي بانکونو له ډلې د افغانستان نړیوال بانک ټاکلی دی.

مجاهد په دې اړه ازادي رادیو ته وویل: "دا د هغوی اصول دي. هغوی غوښتل دغه پیسې ازادو بانکونو ته وسپاري، یعنې دولتي بانک ونه‌اوسي او هغوی دا پیسې د افغانستان نړیوال بانک ته ورکړې دي. موږ له هغوی غوښتي چې د پیسو ورکول باید تر یو بانک محدود نه‌وي او نورو بانکونو ته دې هم پیسې ورکړي، نو له همدې کبله احتمال لري چې نورې مرستې د افغانستان نورو بانکونو ته هم وسپارل شي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي، طالبان باید نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې خپلې مرسته شوې پیسې نورو بانکونو ته هم ورکړي.

اقتصاد پوه شبیر بشري ازادي راډیو ته وویل: "طالبان باید په یوې ښې ډیپلماسۍ سره د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړي، تر څو نور بانکونه چې وضعیت‌یې ښه نه‌دی هم ورسره همکاري وکړي، په دې سره به د دې بانکونو د ژغورل کېدو ترڅنګ خلکو ته خپلې پیسې هم ورسېږي."

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي، دغه سازمان به په افغانستان کې له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره راروان میلادي کال د ۴ نیم میلیارده ډالرو مالي مرستې غوښتنه وکړي.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال، مارتین ګریفیټس پرون په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې وویل دا به د بشري مرستو تر ټولو لوی اپیل وي.

د ده په وینا د ملګرو ملتونو پلان دا دی چې له څه باندې ۲۱ ملیون افغانانو سره چې د ژوندژغورنې مرستې ته اړتیا لري، بشري مرسته وشي.

ملګرو ملتونو روان کال هم په یوه غونډه کې له مرستندویو هېوادونو د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې بشري مرستو ته یو شمېر اړ افغانان غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دا مرستې په عادلانه ډول پر دوی ووېشل شي.

ځکه د دوی په خبره، خلک ډېر بې‌وزلي دي او په سختۍ سره د ژوند شپې ورځې تېروي.

امان‌الله نږدې څلور میاشتې کېږي چې د کابل خیرخانې سیمې د بې‌ځایه شویو په کمپ کې اوسېږي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، هیله‌مند دي چې له بشري مرستو برخه‌من شي.

امان‌الله وایي: "پیسې نه‌شته. ډوډۍ نه‌شته. بشري مرستې په عادلانه ډول نه‌وېشل کېږي، موږ غواړو زموږ ستونزې حل شي، کار هم نه‌شته."

د نقدي مرستو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو د خوړو او روغتیايي توکو په شمول په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري کړې ده.

افغانستان ته د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته، امریکا د افغانستان شااوخوا نهه‌نيم میلیارده ډالر پیسې کنګل کړې دي.

په دې سره د طالبانو حکومت او د افغانستان خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

طالبانو په وار وار له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې او د افغانستان خلکو ته دې وسپاري.

د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر هم څو ورځې مخکې وویل چې کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو حق دی او باید ورکړل شي.

خو امریکا هم په وار وار د دوی دا غوښتنه رد کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وروستی ځل په دې اړه د ښاغلي متقي د غوښتنې په ځواب کې ویلي و، یو شمېر دلایل شته چې ولې دا زېرمې د لاسرسي وړ نه‌دي.

د نوموړې په خبره دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او دوی په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په همغږۍ او هم‌فکرۍ په دې اړه بحث کوي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО





Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Гергиев с артистами Мариинского и Большого театров продолжат фестиваль «Гений места»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию


WTA

Ига Свёнтек одержала 40 побед над теннисистками из топ-10 рейтинга WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Блоги

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России