۱۵۰۰ شرکتونه: افغان دولت دې زموږ مالي ستونزې راحل کړي
په افغانستان کې یو شمېر ودانیزو، لوژستیکي، صنعتي او سوداګزیر شرکتونه له تمویلونکو ادارو او د افغان دولت له وزارتونو څخه غواړي چې ددوی مالي ستونزې ورحل کړي.
دوی نن په دې اړه په کابل کې یوه ناسته هم کړې وه.
د وطن ساز ټولنې مسوول عبدالواحد نن د سې شنبه (د لېندۍ ۳۰مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه شرکتونه چې شمېر یې ۱۵۰۰ شرکتونو ته رسېږي، له تمویلونکو بهرنیو ادارو، نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک څخه د خپلو پیسو د ورکړې غوښتنه کوي.
دی وایي چې وړاندې له دې نړیوال بانک، بهرنیو مالي ملاتړ کوونکو ادارو او بېلابېلو دولتي ادارو ورسره ژمنه کړې وه چې د پروژو په بشپړېدو سره به یې د تړونونو پیسې ورکړل شي.
د عبدالواحد په خبره، یادو شرکتونو د سړکونو او دولتي ودانیو جوړولو په برخه کې پروژې مخته وړي او د ځینو هغوی کار لا پخوا بشپړ شوی، خو لا تر اوسه هېڅ یوې ادارې د دوی پیسې نه دي ورکړي.
د دغو شرکتونو د معلوماتو پر بنسټ، یو اندازه پر حکومت او نور یې پر مرسته کوونکو بهرنیو ادارو او نړیوال بانک پاتې دي.