طالبان د بودجې سند پرکابینه تصویبوي؛ انتقاد کوونکي: دا سند نه، د معاشاتو لېست دی
![طالبان د بودجې سند پرکابینه تصویبوي؛ انتقاد کوونکي: دا سند نه، د معاشاتو لېست دی](https://gdb.rferl.org/c16c5123-a003-4dc0-b837-9271a8f761cb_cx5_cy12_cw87_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت د ماليې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د ټاکل شوې بودجې جزئیات نه ورکوي، خو وايي چې روانه اوونۍ کې به د بودجې سند د تصویب لپاره د کابینې غونډې ته واستول شي.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ازادي راډيو ته وویل، سږکال د بودجې د تصویب صلاحیت کابینې ته ورکړل شوی دی: "د ۱۴۰۱ مالي کابل بودجه د مالي وزارت له لوري بشپړه شوې ده، روانه اوونۍ به د تصویب لپاره کابینې ته واستول شي، سږکال پرېکړه شوې ده چې د بودجې د تصویب صلاحیت د وزیرانو شورا لري، د دوی له تصویب وروسته به د بودجې سند امیرالمومین ته استول کېږي او د هغې له تایید وروسته به عملي بڼه ولري."
خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر حکومت د ملي شورا یو شمېر غړي انتقاد کوي او وايي چې د بودجې د جوړېدو لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا ده.
د ولسي جرګې پخواني غړي یارباز حمیدي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د بودجې سند ته یوازې د معاشاتو لېست ویل کېدای شي.
دی وايي: "د یو هېواد ملي بودجه یو ملي بحث او مسلکي او تخنیکي کسانو ته اړتیا لري، دا یوازې یو سند نه دی چې څو کسان يې له مالیې وزارت راکاپي کړي او د ملي بودجې نوم پرې کېږدي، موږ نه شو کولی داسې یو سند چې په هغه کې یوازې د راتلونکي کال د مامورینو د معاشاتو یادونه شوې وي او هېڅ انکشافي برخه په کې نه وي، د ملي بودجې نوم ورکړو، دې ته یوازې د معاشاتو یو لیست ویلی شو."
له دې وړاندې د ملي بودجې سند هرکال د مالیې وزارت له لوري د تېر مالي کال لګښتونو او د راتلونکي مالي کال اړتیاوو ته په کتو برابرېده او د وزارتونو له لوري له کتنې وروسته د کابینې غونډې ته استول کېده، څو هر وزارت د خپلو راتلونکو پلانونو او د بودجې د لګښت په اړه ورته وضاحت ورکړي.
بیا د بودجې سند ملي شورا ته استول کېده او پنځلس ورځې وخت ورکول کېده چې مشرانو جرګه او ولسي جرګه پر دې سند بحث وکړي او تصویب یې کړي او بیا د توشیح لپاره جمهور رییس ته تر استولو وروسته وزارتونو او لویو ریاستونو ته د عملي کېدو لپاره وړاندې کېده.
په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي پوهان هم وايي، د بودجې جوړول یو تخنیکي او مسلکي موضوع ده باید د مسلکي کسانو له لوري جوړه شي.
له ډلې يې اظهار الحق فضلي ازادي راډيو ته وویل: "د بودجې د سند د جوړېدو مساله نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې مسلکي او تخنیکي ده، نو د دې لپاره چې یو ټول شموله بودجه ولرو او د ټولو خلکو بنسټیزو اړتیاو ته په کې رسېدنه شوې وي اړتیا ده چې دا مسلکي بحث مسلکي کسان پر مخ یوسي او دا د یوې دوه ورځو مساله نه ده."
د ښاغلي فضلي په خبره په تېرنظام کې هم د بودجې په برخه کې ستونزې موجودې وې خو دی هیله لري چې طالبان به د خلکو اړتیاوو ته په کتو بودجه تصویب کړي.
خو طالبانو د مالیې وزارت ویلي، د ۱۴۰۱ مالي بودجه په بېړنو حالاتو کې له بهرنیو مالي مرستو پرته جوړه شوې چې ډېره برخه کې عادي او کمه برخه يې انکشافي برخې ته ځانګړې شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ وه چې ۳۱۱ میلیارده يې عادي او ۱۶۱ يې انکشافي برخې ته ځانګړې شوې وه.