د اسرائیل صدراعظم د ایران د اټمي تړون اړوند مذاکرو سره بيا مخالفت وکړ
د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ د ایران د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون د بیا احیا لپاره له مذاکرو سره د خپل هېواد مخالفت بیا تکرار کړ.
هغه د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار، جک سولیوان سره د کتنې پر مهال په دې اړه خپل مخالفت څرګند کړ.
بېنېټ سولیوان ته وویل چې امریکا او اسرائیل په بېلابېلو امنیتي مسایلو کې په حساس پړاو کې دي او باید یوه ګډه تګلاره رامنځته کړي.
سولیوان په داسې حال کې اسرائیل ته سفر کوي چې راپورونه وايي د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اټمي تړون د بیا احیا لپاره د مرکچیانو مذاکرې پڅې روانې دي.
واشنګټن اندېښنه ښوولې چې ایران د اټمي وسلو تولید ته نور هم ورنږدې شوی دی.
ایران مخکې ویلي چې اټمي پروګرامیې سولهییز اهداف لري او د اټمي وسلو د تولید نیت نهلري.