ډېبرا لاینز افغانانو سره د امریکا د مرستو وروستی اقدام ستایلی
![ډېبرا لاینز افغانانو سره د امریکا د مرستو وروستی اقدام ستایلی](https://gdb.rferl.org/2a15553d-3ccc-4aad-a0df-a8b097241603_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز له افغانانو سره د بشري مرستو په هدف د امریکا د حکومت وروستی اقدام ستایلی دی.
د امریکا د خزانې وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتېدو لپاره تازه یو شمېر جوازونه او کړن لارې اعلان کړي.
په دې اړه د امریکا د حکومت له خوا جوړه شوې مسوده هم بېګا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې تصویب شوه.
ډېبرا لاینز زیاته کړې چې اوس به د ملګرو ملتونو سازمان او بشرپاله متحدین یې له هغو سره چې اړمن دي په پراخه کچه د مرستو د ترسره کولو جوګه وګرځي.
لاینز امریکا ته د وروستي اقدام شاباسی ورکړی.
د امریکا د خزانې وزارت د وروستي اقدام په اړه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم ټوېټ کړی.
هغه ویلي چې د خزانې وزارت په افغانستان کې د بشري کړکېچ د هواري لپاره ۳ نوي عمومي جوازونه ورکړل.
د ده په خبره دغه جوازونه به اوسنیو صلاحیتونو کې پراختیا راولي چې نړیوال او ځواب ورکوونکي سازمانونه وتوانیږي چې د ژوند-ژغورنې د مرستو او نور ملاتړ پراخې بڼې (لکه روزنې، غیرسوداګریزې پرمختیا) برابرې کړي.