Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې او اقدامات غبرګونونو سره مخ شوي

0
د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې او اقدامات غبرګونونو سره مخ شوي

د بشر حقونو یو شمېر افغان فعالانو او سیاسونو یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړی.

دوی ادعا کوي، د پاکستان موقف تېرو ۴ میاشتو کې د طالبانو او افغانستان او د طالبانو په اړه د دې هېواد د چارواکو څرګندونې دا ښيي چې دغه هېواد د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه کوي.

پاکستان په تېره یوه میاشت کې د دوه سترو ناستو کې کوربتوب وکړ چې په هغې کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو ګډون درلود.

د پاکستان ډېر ټینګار په دې ناستو کې دا و چې نړۍ دې له طالبانو سره تعامل ته وکړي.

له دې ور هاخوا له هغه مهاله چې طالبان د دوهم ځل لپاره واک ته ورسېدل د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ځلي له نړېوالو غوښتنه وکړه چې طالبان په رسمیت وپېژني، ان تردې چې هغه د تلې په میاشت کې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندلو په صورت کې د ځینې نه مننوکو پایلو ګواښ هم وکړ.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په غونډه کې د عمران خان تازه څرګندونې چې د افغانستان د فرهنګ په اړه یې کړې وي هغه هم په دننه افغانستان کې د ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.

د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، د افغانستان د تېر نظام د جمهور رییس لومړی مرستیال امرالله صالح او د تېر حکومت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهزاد اکبر هغه څېرې وې چې د پاکستان لومړي وزیر ورستیو څرګندونو ته یې غبرګونونو وښودل .

دوی او یو شمېر خلکو د عمران خان خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه یاده کړه او وې ویل چې دا په یوې نړېوالې ناسته کې د افغانستان د خلکو لپاره سپکاوی دی.

ښځنیه فعاله راضیه بارکزی وايي، پاکستان په نړیوالو غونډو کې تل د طالبانو په ګټه خپل دریځ بیان کړی.

دا یو له هغه د ګوتو په شمار مېرمنو څخه ده چې د طالبانو د حکومت د سیوري لاندې د ښځو د دفاع لپاره غږ پورته کوي.

اغلې راضیې د (آو آی سي) له ناستې وړاندې دا چې پاکستان د دې ناسته کوربه وو دغه سازمان ته یو لیک هم استولی و.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستان حکومت اوسني رویه چې غواړي وښايي له افغانستان یو زړه سواند او ښه ګاونډی دی داسې نه ده بلکې هغه غواړي د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او ځان د افغانستان ټولې جغرافیې مالک وښيي، زما او د ټولو له نظره دا د افغانستان په تاریخ، فرهنګ، جغرافیا باندې تېری دی او باید بې ځوابه پاتې نه شي."

خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د (آو آي سي ) ناستې څخه وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د عمران خان خبرې د افغانانو لپاره سپکاوی ونه بللې.

هغه له دې ناستې نه وروسته په کابل کې رسنیو ته وویل، هر څوک د خپلو خبرو مسوول دی او دا لازمه نه ده چې یوې مثبتې ناستې ته دې منفي اړخ ورکړل شي.

هغه وویل، اړتیا نه لیدل کېږي چې د حکومت له خوا دې خبرو ته غبرګون وښودل شي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د طالبانو د حکومت رسیمت پيژندلو لپاره او همدا راز دوی ته د مشورو په هدف زیاتې هڅې کړي.

ښاغلي قریشي په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت او لړ نور مسایلو په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي او زلمی خلیلزاد سره لیدنې هم وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د لړم په ۲۰مه نېټه د ترویکا په ناسته کې چې په اسلام اباد کې و له نړېوالو وغوښتل څو د طالبانو له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

هغه دغه شان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د میزان میاشتې په ۲۹مه نېټه کابل ته سفر وکړ او طالبانو له رییس الوزرا سره یې ولیدل.

ښاغلي قریشي کابل ته له سفر یو ورځ وروسته وویل چې دوی طالبانو ته مشوره وکړه چې څه ډول یې حکومت په رسمیت وپیژندل شي.

د بشري حقونو فعال خان ولي عادل وايي، پاکستان هېڅ وخت د افغانستان ریښتنی ملګري نه شي کیدای.

د هغه په خبره، د پاکستان وروستی دریځ له نړۍ د امتیاز اخیستلو په معنی دی، څو وښيي چې پاکستان په طالبانو نفوذ لري.

ښاغلي عادل زیاته کړه: "هر کله چې د ټولې نړۍ لپاره د افغانستان ملت مهم ادرس شو نو په هغې صورت کې افغانستان به د یو نظام خاوند کېږي او دغه نظام به بیا هېڅکله هم نور چاته زیان نه رسوي."

د پاکستان د پارلمان او د پښتون ژوغورنې مخکښ غړی محسن داوړ اود دغه هېواد سناتور افراسیاب ختګ د جوزا میاشتې په ورستیو کې له یو شمېر رسنیو سره ویلي و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستي دریځونه د طالبانو په استازيتوب دي.

خو د کابل ښار اوسیدونکی میوند د پاکستاني چارواکو وروستي دریځونه د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه او تېروتنه یادوي: "د پاکستان لوړ پوړي چارواکي وروستي دریځونه په نړېوالو ناستو کې په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده او دا ښيي چې طالبان له نړېوالو سره د یو حکومت په توګه تعامل نه شي کولی."

فیض حمید هم د طالبانو د کابینه له اعلان، څو ورځې مخکې کابل ته راغلی و.نوموړی هغه مهال د پا کستان د 'ISI' مشر و.

هغه مهال داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو هغه افغانستان ته بللی وی او د سفر هدف یې د رهبرۍ پر سر د طالبانو د خپلمنځیو ستونزو د حل مساله و هغه ادعا چې طالبانو بیا رد کړه.

په ورته مهال د طالبانو د حکومت له چارواکو او د ادارو له مسولینو په ځانګړي ډول د بهرنیو او مالیې وزارتونو سرپرستانو سره په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پرله پسې لیدو کتو پر ټولنیزو شبکو د ډېرو خلکو نیوکې او غبرګونونه راپارولي دي.

ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د شته ادعاګانو په تړاو د طالبانو نظر هم واخلي، خو ویاندویانو ددې راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره یې په خبرو کې ویلي و چې د پاکستان د سیاست اصول او بنسټ د اسلام استازیتوب نه کوي.

ښاغلي مجاهد ویلي و چې پاکستان کې داسې کس حاکم دی چې ۲۰ کاله یې برخلیک د هغوی په لاس کې و او د پاکستان د حاکم لپاره دین نه بالکې مالي مسایل مهم دي.

مجاهد زیاته کړه: "زموږ دین پاکستان پورې تړلی نه دی او نه هم له پاکستانه الهام اخلو، د خلکو مسلماني جلا موضوع ده او د نظام جوړښت جلا."

بل خوا یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو او د افغانستان لپاره د پاکستاني چارواکو دې وروستیو څو میاشتو هلې ځلې له نړۍ نه د خپل هېواد په ګټه د امتیاز غوښتنه بولي.

سیاسي کارپوه طارق فرهادي وايي: "پاکستانیان خپله د ډپلوماسۍ یوه ډېره پیاوړې دستګاه لري له کلونو راپه دېخوا یې انګلیسي ژبې یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ځای پرځای دي، خو له بده مرغه د افغانستان هغو کسانو چې باید غږ یې اوچت کړی وی، وتښتېدل او دې تېښتې سره یې خپل محبوبیت هم له لاسه ورکړ او که کوم څه هم ووایي اوس یې څوک خبره نه اوري او د افغانانو پر وړاندې یې هم خپل محبوبیت له لاسه ورکړ."

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنو تورنېږي خو د دغه هېواد چارواکو هېڅ کله دا ادعاګانې نه دي منلي.

که څه هم ازادي راډیو هڅه وکړه چې په کابل کې د پاکستان سفارت د چارواکو نظر په دې اړه واخلي خو ونه توانېده.





Губернаторы России
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская





Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Пелагея разделила имущество с бывшим мужем




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси


Даниил Медведев

После поражения де Минору россиянин Медведев завершает выступление в престижном теннисном турнире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

В Архангельске подвели итоги III Всероссийского форума «Арктика. Лёд тронулся»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России