د ۳ هېوادونو د لوبغاړو د موی تای سیالۍ؛ افغانستان لومړی مقام وګاټه
د افغانستان په نیمروز ولایت کې د افغان، ایراني او پاکستاني موی تای لوبغاړو ترمنځ سیالۍ کې افغانستان لومړی مقام خپل کړ.
د افغانستان د موی تای فدراسیون مسول مطیع الله نوري ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ د پنجشنبې په ورځ پیل او پرون ماښام پای ته ورسېدې: "دا مسابقات بین المللي وو، په نیمروز ولایت کې ترسره شول، ۱۹ فایټه و، پاکستان دوه مډاله وګټل او افغانستان ۱۷. افغانستان بریالی شوی دی."
په دې سیالیو کې چې د نیمروز د لوبغاړو په کوربه توب ترسره شوې، ایران دویم او پاکستان درېیم مقام ترلاسه کړ.