Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

افغان ښځینه ډاکټرانې له تازه لاسته راوړنو سره

0
افغان ښځینه ډاکټرانې له تازه لاسته راوړنو سره

افغان ډاکټره او څېړونکې رابعه جلالزۍ په امریکا کې د هغو څېړونکو په ډله کې ده چې   د  HIV، ایډز ناروغۍ د درملنې لپاره یې د زرقي درملو د جوړولو په برخه کې څېړنه کړې.

اغلې جلالزۍ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دوی دې څېړنې کلونه وخت ونیوه، خو بالاخره دا څېړنه د امریکا د درملو او خوراکي موادو د څارنې ادارې له خوا تایید شوه.

نوموړې وویل: "هغه څېړنې کې چې ما هم برخه درلوده، د پرېوېنشن یا وقایې په برخه کې وه چې دې سره څنګه کېدای شي هغه کسان چې دHIV ناروغۍ پر وړاندې له لوړ ګواښ سره مخ دي، دوی ته داسې درمل جوړ شي چې پردوی یې بوج کم وي، مخکې هغه کسان چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې لوړ ګواښ سره به مخ وه، دوی اړ وه چې په ورځ کې دوه، درې او په ځینو هېوادونو کې چې اسانتیاوې کمې دي ان تر څلورو ګولۍ وخوري، نو موږ ساینس پوهان په دې بوخت و چې داسې درملو رامنځته کړو چې نور دا خلک مجبوره نه وي چې دومره ډېر ټابلیت وخوري."

نوموړې وايي، دا زرقي درمل په هر دوو میاشتو یو ځل په HIV، ایډز اخته کس ته تزریق کېږي.

اغلې جلالزۍ د جان هاپکس نړیوال پوهنتون څخه فارغه ده او د نړۍ په کچه د طبابت له مهمو څېړونکو څخه ده.

په ورته وخت کې بلې افغان بهر مېشتې ډاکټرې شکردخت جعفري خپله دوهمه اختراع  اروپایي ټولنې سره ثبت کړې چې په خبره یې د سرطانونو د وړانګو د سنجولو لپاره یې جوړه کړې ده.

شکردخت جعفري ازادي راډیو ته د خپلې دغې اختراع په اړه وویل: "دا هغه درې بعدي ډوز متري سیستم دی چې د هغو ناروغانو په بدن کې دننه چې راډیو تراپي ورته کېږي ځای پرځای کېږي، اوس مهال له لسو تر ۲۵سلنه هغه ناروغان چې راډیو تراپي یې کېږي له بده مرغه درملنه یې بریالۍ نه وي او د دې یو لامل دوی ته د هغې اشعه یي ډوز ورکړه ده چې راډیو تراپي پرمهال ورکول کېږي."

مېرمن جعفري وایي، دی هیله منه ده چې د دغي نوي 3D ډوز په جوړولو چې خورا دقیقه اله ده، دا ستونزه تر هواره شي.

نوموړې وايي، دوهمه اختراع یې هم د لومړۍ هغې په دوام ده.

د مېرمن جعفري دغې څېړنې او بالاخره اختراع درې کاله وخت نیولی دی چې د دې په خبره، تازه د پنجشنبې په ورځ په اروپایي ټولنه کې ثبت شوه.

د دغو دوو افغان مېرمنو دا لاسته راوړنې په داسې حال کې دي چې دا مهال په افغانستان دننه اکثره ښځې له کار او تعلیمه بې برخې ګرځول شوي دي.

اغلۍ جلالزۍ په دې اړه خپل اندېښنه ازادي راډیو سره داسې شریکه کړه: "دا اوسنی حالت زما لپاره ډېر خواشینونکی دی، کله چې زه ګورم زما او تر ما ښې او لایقې مېرمنې او استعدادونه په افغانستان کې شته خو دوی اوس له پرمختګه منع شوي دي."

مېرمن جعفري هم ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال ورته اندېښنه څرګنده کړه: "له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې له نورو افکارو دې لاس په سر شي او افغان ښځو او نجونو ته دې د تعلیم پرمختګ او کار اجازه ورکړي چې ټول په ګډه د خپل هېواد د جوړولو لپاره کار وکړي، څو به دوی نورو هېوادونو ته د سوال لاس نیولی وي؟"

په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیایي کار کوونکو او بنسټونو ټولنه د دغو دوو افغان ښځینه ډاکټرانو لاستې راوړنې د افغانستان او په ټوله کې د بشریت لپاره ستر ویاړ بولي.

د دغې ټولنې د دارالانشا مشر خسرو یوسفزي وویل: "د دوی دا لاسته راوړنې افغانستان ته ستر ویاړ دی چې موږ داسې خویندې لرو، خو له بده مرغه د نورو افغان متفکرو شخصیتونو تر څنګ د روغتیا په برخې کې هم لایقه خلک له هېواده وځي، اسلامي امارت دې د دغه شان شخصیتونو د بېرته جذب او رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي."

طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د جمعې په ورځ د طالبانو د ویاند مرستیال بلالا کریمي، ازادي راډیو سره په خبرو کې ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې هېواد کې د امن ژوند زمینه ورته برابروي او دوی دې بېرته دې هېواد ته ورستانه شي.

مخکې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ښځو د کار او دندو په اړه ویلي و چې دوی به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته د کار زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د رابعې جلالزۍ او شکردخت جعفري په شان په افغانستان کې دننه هم شته داسې ښځینه ډاکټرانې چې په تېرو شلو کلونو کې یې د روغتیا برخه کې بېلابېلې لاسته راوړنې درلودې.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Дима Билан

Билан заявил, что согласен стать отцом ребенка от Лолиты Милявской




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Андрей Рублёв

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Зачем Марина Александрова уехала из Москвы в сибирскую глушь



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России