سوډان کې زرګونه کسانو د وروستۍ پوځي کودتا پرضد مظاهره وکړه
![سوډان کې زرګونه کسانو د وروستۍ پوځي کودتا پرضد مظاهره وکړه](https://gdb.rferl.org/6ec10000-0aff-0242-87e3-08d9a6c60be0_w800_h450.jpg)
د سوډان په پلازمېنه خرطوم او نورو ښارونو کې زرګونه کسانو نن د وروستۍ پوځي کودتا پر ضد مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو یوه ملکي حکومت ته د قدرت د انتقال غوښتنه کوله.
په خرطوم کې مظاهره د ښار له څو سیمو پيل چې بیا مظاهره کوونکي د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور وخوځېدل.
د دې مظاهرو کلک امنیت نیول شوی و، خو پر مهال یې انټرنیټي اړیکې ټکنۍ شوې وې.
د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي والکر پیرټیس 'Volker Perthes' له امنیتي ځواکونو غوښتي وو چې د مظاهرو امنیت ونیسي او څوک توقیف نه کړي.
په سوډان کې د اکتوبر میاشتې له کودتا راهیسې لسګونه مظاهره چیان وژل شوي دي.