طالبانو او قزاقستان د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
![طالبانو او قزاقستان د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ](https://gdb.rferl.org/de050000-0aff-0242-7f56-08d9c7b31c1c_w800_h450.jpg)
د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر د شنبې په ورځ (د مرغومې ۴مه) افغانستان ته د سفر پر مهال د افغانستان د صادراتي نندارتون نه د لیدو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر بخیب سلطان اوف دې خبري ناسته کې وویل، سره له دې چې دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ۲۷ سلنه کمې شوي، خو هغه هېواد د دغو اړیکو د بېرته پیاوړي کولو ته لېواله دی.
نوموړی وايي: "موږ عملاً چمتو یو چې هغه لازم توکي چې قزاقستان کولی شي افغانستان ته یې واستوي، د ډېرو توکو مجموعه شته چې موږ کولی شو افغانستان ته یې واستوو."
د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر وویل چې د افغانستان او قزاقستان سوداګریزې اړیکې په افغانستان کې ثبات او دوامداره سولې پورې تړلي دي.
هغه همدا راز افغانستان ته د خپل هېواد د مرستو رسولو خبره هم وکړه.
د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر که څه هم د دغو مرستو د اندازې او ارزښت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د مرستو لېږد به د ځمکني ټرانسپورټ له لارې ترسره شي.
هغه دغه شان وویل، قزاقستان د ازاد او خپلواک افغانستان پلوی دی، چې هم د افغانستان د خلکو او هم د سیمې د هېوادونو په ګټه وي.
له دې سره د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل ته د قزاقستان د بشري مرستو له رسېدو هرکلی وکړ.
ښاغلي عزیزي په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د هوایي دهلېزونو د پرانېستې، د سوداګریزو الوتنو، د پانګونې او د صادراتو او وارداتو پر زیاتېدو ټینګار وکړ.
دی وايي: "د سوداګریزو اړیکو د رغولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړېدو لپاره افغانستان چمتو دی، قزاقستان سره د سوداګریزې نښلولتیا په اړه ناستې او نندارتونونه جوړ کړي."
نوموړي په افغانستان کې د قزاقستان د یو معتبره بانک د استازولۍ د پرانیستلو وړاندیز هم وکړ.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر د قزاقستان د سوداګرۍ له وزیره وغوښتل چې هېواد یې په افغانستان کې د وروستیو اقتصادي ستونزو له امله د وارداتي اوړو او غنمو بیه راټيټه کړي.
د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو اړیکو د بېرته رغېدو په صورت کې به دواړه هېوادونه وکړای شي خپل سوداګریز توکي د جنوبي اسیا هېوادونو، چین، روسیې او اروپا هېوادونو پورې ورسوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په خبره، قزاقستان د افغانستان لپاره د وارداتي اهمیت له نظره څلورم او د صادراتو د اهمیت له اړخه ۱۷م هېواد دی.