فاریاب کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې
په فاریاب ولایت کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د المپیک ملي کمېټې د مطبوعاتي دفترغړي مجیب قاري زاده ازادي راډيوته وویل چې دا سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې پیل شوې چې۱۱ ورځې به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د دې سیالیو په لومړۍ ورځ درې لوبې وشوې چې په لومړۍ لوبه کې ترکستان لوبډلې د فوټسالېست لوبډلې ۲-۱ ماته ورکړه.
په دوهمه لوبه کې چې د ستاره ګان او منطقه سبز لوبډلو ترمنځ وشوه، ستاره ګان د ۱۶-۲ په توپیر وګټله او درېیمه لوبه د تاشلیک ګذر او تمدن لوبډلو ترمنځ وشوه چې تاشلیک ۵ـ۰ وګټله.