د ظاهر شاه د دوهمې لور پر مړینه بېلابېلو شخصیتونو خواخوږي ښوولې
![د ظاهر شاه د دوهمې لور پر مړینه بېلابېلو شخصیتونو خواخوږي ښوولې](https://gdb.rferl.org/1bcf0000-0aff-0242-f0de-08d9c860911b_cx0_cy26_cw65_w800_h450.jpg)
د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دوهمې لور شهزادګۍ مریم نعیم پر مړینه بېلابېلو شخصیتونو خواخوږي ښوولې ده.
شهزادګۍ مریم نعیم چې د محمد ظاهر شاه دوهمه لور وه، پرون یې په کابل کې د پنځه اتیا کلونو په عمر ساه ورکړه.
د شهزادګۍ مریم زوی سردار نادر نعیم په خپل ټویټر کې د خپلې مور مننه کړې چې مینه او تواضع یې ور ښوولې ده.
ویل کېږي، د پخواني پاچا لور شهزادګۍ مریم له اوږدې مودې راهیسې ناروغه وه.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په ټویټر کې د هغې له کورنۍ سره خواخوږي ښوولې ده.