د سرې میاشتې ټولنه له کابله زابل، کونړ او تخار ته مرستې لېږي
![د سرې میاشتې ټولنه له کابله زابل، کونړ او تخار ته مرستې لېږي](https://gdb.rferl.org/6C14A24D-0C97-42AA-AD4B-8002DC00F0E8_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي، له کابله زابل، کونړ او تخار ولایتونو ته ۲۴۰۰ بستې خوراکي او نور مواد لېږل کېږي.
د سرې میاشتې عمومي ریاست سرپرست مولوي مطیع الحق خالص نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "نن ۲۴۰۰ د خوراکي موادو بستې چې د قطر او کویټ د سرې میاشتو له خوا مرسته شوې وه او ۹۹۶ روغتیايي بستې زابل، کونړ او تخار ولایتونو ته لېږل کېږي."
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټېنګولو وروسته دغه هېواد کې د بشري بحران د پراخېدو په اړه بېلابېلو ادارو اندېښنې ښوولي دي.