هرات کې د خوراکي توکو واردونکي د ګمرکي محصولاتو د کمولو غوښتنه کوي
په هرات ولایت کې د خوراکي توکو ځینې واردونکي د ګمرکي محصولاتو د کمولو غوښتنه کوي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات سوداګرو د دې خونې له مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي دي، تر هغه وخته چې افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې په خپلو پښو و نه درېږي، اړتیا ده چې دا توکي وارد شي.
دې سوداګرو د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولانو غوښتي چې د ګمرکي محصولاتو د کمولو په خاطر دې د طالبانو له حکومت سره په همغږي کار وکړي چې د یادې خونې له خوا هم د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
په هرات کې د خوراکي توکو واردونکي په داسې حال کې د ګمرکي محصولاتو د کمولو غوښتنه کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې له لوړېدلو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي.