د ننګرهار ښاروالۍ د نفتي موادو لپاره نرخونه وټاګل
د ننګرها ولایت د ښاروالۍ چارواکو د نفتي موادو لپاره تازه نرخونه وټاکل.
د دې ولایت د ښاروالۍ مسؤلینو په یوې خبرپانه کې ویلي، له دې وروسته باید په دغه ولایت کې یو لیتر ډیزل ۶۹ افغانۍ، یو لیتر پطرول ۷۰ افغانۍ او یو کيلو ګاز په ۸۲ افغانۍ وپلورل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو په لوړېدو سره د نفتي او خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي.
د یادونې ده چې دا مهال په کابل کې یو کیلو ګرام ګاز په ۱۰۰ افغانۍ او یو لیتر پطرول په ۷۶ افغانیو پلورل کېږي.