Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

د غزني د جاغوري سوداګرې ښځې: دندې راباندې ودرېدې، په روانې ناروغیو اخته یو

0
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د ښځو لاسي صنایع، کوچني سوداګریز کارونه، دولتي دندې او د ګټې وټې نورې لارې په ټپه درېدلې دي.


دغه ښځې وايي، د طالبانو له راتګ سره دلته د ښځو اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی، ښوونځي او دفترونه تړل شوي او معاشونه هم نه ورکول کېږي.


د ۳ بچیانو مور ۳۵ کلنه فرزانه زیاتوي:"ما وړاندې په جاغوري ولسوالۍ کې لاسي صنایع درلوده، په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له راتلو سره زما کار زما له لاسه ووت، که زما لپاره د کار زمېنه برابره نه شي، زه به له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شم."


فرزانه د طالبانو له حکومته غواړي چې د پخواني حکومت په څېر د کار زمېنه ورته برابره کړي.


د طالبانو له راتګ وړاندې په جاغوري ولسوالۍ کې ډېری ښځې په خپلو سوداګریزو کارونو، کورني محصولاتو برابرولو او دولتي دندو بوختې وې چې ډېری یې اوس بې کاره شوي دي.


راضیه ناصري یوه دولتي کارکوونکې ده وايي، د طالبانو د حکومت له راتلو سره اوس کار ته نه ځي، معاش یې هم نه دی اخیستی، خاوند یې هم بې کاره شوی دی، پنځه تنه کورنۍ ورپسې ده.


راضیه زیاتوي: "موږ به ډېرې بختورې یو، که د پخوا په څېر بېرته خپلو دندو، کارونو او لاسي صنایعو ته ور وګرځو.له طالبانو غواړو چې ښوونځي دې بېرته خلاص کړي، نه یوازې ښوونځي، بلکې تمام دولتي ادارې دې خلاصې کړي، ټول هغه ځایونو چې ښځو په کې کار کاوه، باید ښځو ته بېرته په کې برخه ورکړي."


د غزني جاغوري ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي تعلیم یافته او ښځې یې په دولتي، غیر دولتي دفترونو موسسو او نورو ځایونو کې کار کوي، ترڅنګ یې لاسې صنایع او سوداګریز کارونه هم پر مخ وړي، خو د دغه مېرمنو په خبره چې اوس یې ټول کارونه په ټپه درېدلي دي.




د ښځو د حقونو فعاله صابره سلطاني وايي، پخوا ډېری ښځې په کارونو بوختې وې، د خپلو کورنیو لپاره یې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوله، خو اوس یې ډېری برخه له کاره لوېدلې دي.


د دې په باور د کمزوري اقتصادي حالت امله ځینې مېرمنې له رواني حالت سره مخ دي.


صابره سلطاني وايي: "یوازې اقتصاد نه دی چې دلته د ښځو خراب شوی دی، بلکې دغه اقتصادي کمزورۍ د ښځو په روان هم بده اغېره کړې ده، ډېری ښځو ستونزې لیدلې دي، دغه حالت تقریباً د ټولو ښځو د ناروغیو لامل شوی دی."


دغه مېرمنې د طالبانو له حکومته غواړي چې بېرته دغه خلکو ته کاري اجازه او د تېرو میاشتو معاشونه ورکړي، څو دوی په خپلو کارونو، سوداګریزو فعالیتونو او دندو لاس پورې کړي.


دوی دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د شنبې په ورځ په غزني کې دولتي کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه حواله شول.


د والي ویاند حافظ عمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، له دې وروسته به بیا هم دغه کارکوونکو ته خپل معاشونه پر وخت وکول کېږي.




ښاغلی عمر زیاتوي: "موږ خپلو هېوادوالو، همدا رنګه دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکوو چې څنګه مو دا د دوو میاشتو معاشونه په منظم او شفاف ډول تر لاسه کړل، په راتلونکي کې به همدارنګه په منظم او شفاف ډول تاسو ته معاشونه درکول کېږي، تاسو هېڅ تشویش مه کوئ."


که څه هم چې حافظ عمر ښځو ته د کاري زمینې برابرولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت مشرانو او د وزراتونو سرپرستانو ډېری وخت په خپلو خبرپاڼو او خبري کانفرنسونو کې خلکو ته د کار او سهولتونو د برابرولو او ښځو ته د حقونو د ورکړې ژمنې کړي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России