'ډبلیو.اېچ.او': 'اومېکرون' او 'ډېلټا' به نړۍ له سونامي سره مخ کړي
ټېډروس ادهانوم ګیبریسسوس پرون چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) په جنیوا کې خبري غونډې ته وویل: "د اوس لپاره ډېلټا او اومېکرون دوه ګوني ګواښونه دي چې مثبتې پېښې ډېرې زیاتوي او یو ځل بیا د بسترېدو او مړینې شمېرې لوړوي. زه ډېر زیات اندېښمن یم، که اومېکرون چې ډېر ژر خپریږي، له ډېلټا سره یوځای په یوه وخت په خپرېدو وي، سونامي به رامنځته کړي."
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې د ډسمبر له ۲۲مې تر ۲۸مې پورې د اوو ورځو په ترڅ کې په نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې شپږ اعشاریه پنځه پنځوس میلیونو ته رسیدلې دي چې دا د کرونا وبا له پیله تر اوسه تر بل هر وخت زیاتې دي.
