رینا امیري: د افغانانو د ژوند د بهبود لپاره به په خپل ټول توان هڅه وکړم
اغلې امیري دا خبره پرون پر خپل ټویټر له هغې څو ساعته وروسته وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نوموړې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وټاکله.
دې افغان ټبرې امریکايۍ ویلي ویاړي چې ورته د افغانستان د ښځو، نجونو او خلکو د ملاتړ فرصت برابر شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي د ښځو او نجونو په چارو کې د دې وزارت د ځانګړې سلاکارې په توګه سټیفاني فوسټر به له اغلې امیري سره د دې وزارت د افغانانو د ځای پر ځای کولو د هڅو له همغږه کوونکي ټیم سره همکاري کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دې پرېکړې هرکلی کړی او وایي چې د اغلې امیري له تجربو او تخصصه به ګټه پورته کړي.
