Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

د جمهوري نظام د سقوط د لاملونو په اړه د محمد اشرف غني تازه څرګندونې

0
د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني له یوه اوږدمهاله چوپتیا او د افغانستان له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره د نظام د سقوط په اړه خبرې وکړې.


ښاغلي غني «بي‌بي‌سي ۴» راډيو سره په تازه مرکه کې د هغې ورځې په اړه وویل چې په ماسپښین‌یې دی له هېواد څخه ووت.


ښاغلي غني د جمهوريت د سقوط د عواملو په اړه خپل ليدلوری څرګند کړ او د اګسټ پر ۱۵مه‌يې له افغانستان څخه د خپلې ناڅاپي وتنې دفاع وکړه.


د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني وایي د کابل د سقوط پر مهال خبر نه‌و چې چېرې ځي، خو د الوتکې له پورته کېدو وروسته پوه شو چې افغانستان پرېږدي.


دی زياتوي: "د هغې ورځې په سهار مې دا هېڅ ذهن کې هم نه‌راتلل چې ماسپښین به له هېواد څخه ووځم. موږ ته‌یې خبر راکړی و چې د حقاني ډلې ژمنه کړې چې کابل ته به نه‌ننوځي، خو دوه ساعته وروسته داسې نه‌و. له ما وغوښتل شول چې همکارانو ته مې د ملي امنیت د سلاکار په شمول اجازه ورکړم چې له هېواد ووځي. زه منتظر وم څو چې د دفاع وزیر بسم‌الله خان راته زنګ ووهه او ویې‌ویل هر څه ړنګ شوي دي. دا هغه وخت و چې غوښتل مې دفاع وزارت ته ولاړ شم. ۲۵ دقیقې منتظر وم، خو موټر رانه‌غلل."




د ښاغلي غني په وینا د ملي امنیت سلاکار ډاکتر محب او د ولسمشر د امنیت ځانګړي ځواک (پي‌پي‌اېس) قوماندان ورغلل او ورته‌یې وویل چې (پي‌پي‌اېس) ځواک سقوط کړی او که په کابل کې پر پاتې کېدو ټینګار وکړي دا ټول وژل کېږي.


ښاغلي غني وویل چې حمدالله محب سخت وارخطا شوی و او له دوه دقیقو ډېر وخت‌يې نه‌و ورکړی.


د ښاغلي غني په وینا د هغه وړاندیز دا و چې خوست ته ولاړ شي، خو ښاغلي محب ورته وویل چې خوست او جلال‌اباد هم سقوط شوي.


ښاغلي غني دې مرکه کې وويل، هر څه ناڅاپه وشول او کله چې الوتکه پورته شوه ایله هغه وخت پوه شو چې له افغانستان ووځي.


د محمد اشرف غني په رسمي فېس‌بوک پاڼه کې چې بي‌‌بي‌سي سره د هغه د مرکې بشپړ جزئیات خپاره شوي راغلي چې هغه له افغانستانه ځکه وتلی چې د کابل له وراني مخنیوی وکړي.




د نوموړي پر فېس‌بوک پاڼه کې لیکل شوي چې د طالبانو د دوه مختلفو ډلو ترمنځ د جګړې احتمال موجود و چې په پایله کې یې د کابل پنځه ملیوني ښار خاورې کېده.


په دې مرکه کې نوموړي یو لړ هغه تورونه رد کړي چې له افغانستان څخه‌یې تر وتلو وروسته پرې لګول شوي دي.


ښاغلي غني هغه تورونه رد کړل چې ګوندې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال‌یې له ځان سره مليونونه ډالر وړي دي.


د غني په باور په بهرنیانو د هغه پوره باور د نظام د سقوط لامل شو.


محمد اشرف غني په دې مرکه کې همداراز ویلي، د افغان سولې بهیر او د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې افغان حکومت په بشپړ ډول له صحنې ایستل شوی و.


تر دې مخکې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ازادي راډیو ته ویلي و چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې په تړون کې پخواني افغان حکومت نه‌شاملول د دې سبب شول چې د افغانستان جمهوري دولت سقوط شي.




ښاغلي محب په هغه مرکه کې منلې وه چې ولسمشر غني د ده په ټینګار له کابل ووت.


ولسمشر غني له بي‌بي‌سي سره په دې مرکه کې همدارنګه ادعا کړې چې د تېر نظام د ځینو جنرالانو او امنیتي چارواکو سره مخکې له مخکې ژمنه شوې وه چې بهر ته به انتقال شي او د ملي امنیت ډېری کارکوونکي له سقوط وړاندې له افغانستان ویستل شوي وو. هغه وایي د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط یو لامل د لوژیستیکي امکاناتو نشتوالی و.


خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو بیا د سقوط پړه تر ډېره د ولسمشر اشرف غني پر ناسم مدیریت اچولې.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سي‌بي‌اېس خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي و چې اشرف غني ورته له افغانستان څخه د نه‌وتلو ډاډ ورکړی و او د افغانستان څخه وتلو یې د یو ټول‌شموله حکومت د جوړولو فرصت له‌منځه یووړ.




د اشرف غني پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل فېس‌بوک ظاهراً د ولسمشر غني وروستۍ مرکې ته په عکس‌العل لیکلي، "د دښمن لوی ښودل او نوستالژیک مرکې د هواري لاره نه‌ده". ښاغلي صالح یو ځل بیا پر مقاومت ټینګار کړی، طالبان‌یې د پاکستان نیابتي جنګیالي بللي او په وینا یې پاکستان به ونه‌توانېږي چې افغانستان له ستوني تېر کړي.


له کابله تر وتلو وروسته پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني یوازې پر خپل شخصي فېس‌بوک څو لنډې بیانیې خپرې کړې او دا یې لومړی ځل دی چې د یوې نړیوالې رسنۍ له لارې د کابل د سقوط په اړه خبرې کوي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России