جرمني نن درې اټمي بټۍ مړې کوي
جرمني به نن درې اټمي بټۍ مړې کړي. دا د هغو هڅو یوه برخه ده چې دا هېواد یې کوي څو یو مخ له اټمي انرژي ځان خلاص کړي.
د چارواکو په وینا د برېښنا د تولید دا درې بټۍ په بروکدروف، ګروندي او د ګرندرمینګین (سي) مرکز کې دي چې د نوي کال په شپه بهیې فعالیت بند شي.
په دې ډول به په ۲۰۲۲ کال کې په جرمني کې د برېښنا د تولید درې نورې اټمي بټۍ پاتې شي چې هغه به بیا بل کال مړې شي او له دې سره به هغه پلان بشپړ شي چې په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني صدراعظمې انګلا مېرکل په وخت، د جاپان د فوکوشیما د اټمي بټۍ تر ناوړه پېښې وروسته پيل شوی و.
د دې سربېره به جرمني دوه اټمي بټۍ د سونګ موادو د صادراتو لپاره پرېږدي.