د طالبانو حکومت وايي د وروستیو نیول کېدو، لادرکۍ او ربړونې پېښې تعقیبوي
د طالبانو حکومت وايي، د پخوانیو پوځي منسوبینو، قوماندانانو او نورو فعالانو د نیول کېدو، لادرکۍ او ربړونې پېښې د دوی لهخوا تعقیبېږي.
د طالبانو حکومت یوه ویاند احمد الله وثیق پرون ازادي راډیو ته وویل، طالبان د خپل مشر ملا هبتالله اخند د ټولبخښنې فرمان ته ژمن دي.
دی زیاتوي: "دغه موارد دومره ډېر نهدي چې په رسنیو کې یې یادونه کېږي. په کوم ځای کې چې خپلسري او سرغړونه شوې وي، هغه تعقیبوو."
تېره دوشنبه د ملي اردو د یوه کنډک د پخواني قوماندان ډګرمن رحمتالله قادري د وېډیو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې غوغا جوړه کړه.
هغه چې په کابل کې نیول شوی، د طالبانو لهخوا یې د شکنجې وېډیو خپره شوې ده.
تېره چهارشنبه هم په ټولنیزو شبکو کې هغه وېډیو لاس په لاس کېده چې یو ځوان پهکې د طالبانو لهخوا په فېسبوک کې د انتقادي لیکنو له کبله نیول شوی او شکنجه شوی دی.