Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 02.01.2022

د مکروریانونو اوسېدونکي: مرکز ګرميانې نه‌دي فعاله شوي، ټاکلې بیه یې لوړه ده

Pa.azadiradio.com 

ضیاالدین چې د کابل ښار د مکروریانونو اوسېدونکی د یوې اته کسیزې کورنۍ مشر دی وایي، ترکاڼ دی، دا مهال یې کاراوبار ښه نه دی او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. ضیاالدین زیاتوي، سږ کال ورته ویل شوي، که غواړئ د ژمي موسم تر پایه مرکز ګرمي استفاده کړئ، ۴۵ زره افغانۍ به تحویلوئ، هغه بیه چې دوی یې د پرې کولو توان نه لري. دی وايي: "په مکروریانو کې اوسېږم، ۴۵ زره افغانۍ یوازې له موږه د مرکز ګرمیو لپاره غواړي، موږ یې له کومه کړو؟ معاش نشته، غریبي نشته، کاراوبار نشته، د توکو بیې هم لوړې ختلي." صمیم هم... Читать дальше...

ګڼو هندو عبادت کوونکو له هند څخه پاکستان ته سفر کړی

Pa.azadiradio.com 

ګڼو هندو عبادت کوونکو له هند څخه پاکستان ته سفر کړی چې دا د پاکستان په ۷۴ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مذهبي تورېزم پیل ګڼل کېږي.   د پاکستان د هندو شورا مشر رمېش کمار وانکواني د ازادي راډیو ځايي څانګې ته ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۵۹ هندو عبادت کوونکي له هند څخه پاکستان ته تللي. دغو کسانو څلور ورځې پاکستان ته سفر کړی چې دا د حکومت په ملاتړ د مذهبي سیلانیانو زیاتولو د هڅو برخه ده.   دا کسان د پاکستان په کرک سیمه کې هغه ځای ته تللي چې د ۲۰۲۰م  کال په ډسمبر کې قهرجنو کسانو د هندوانو پر یوه زیارت حمله کړې وه. Читать дальше...

"۲۰۲۱م د افغانستان د اقتصادي رکود کال وو”

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مدیره پلاوي غړی اذرخش حافظي وايي، ۲۰۲۱م کال د افغانستان لپاره د اقتصادي رکود کال وو. له ملالۍ بشیر سره په دې مرکه کې ښاغلي حافظي د ۲۰۲۱م کال پر مهال اقتصادي ستونزې او ننګونې ارزولې دي او همداراز يې هغو اقتصادي تحولاتو ته کتلي چې ښايي په ۲۰۲۲م کال کې رامنځته شي.



افغانستان سره د وارداتي برېښنا موافقه یو کال نوره هم تمدید شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، له هغو هېوادونو سره چې افغانستان ته برېښنا صادروي، د وارداتي برېښنا موافقه یو کال نوره هم تمدید شوه.   د دې شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي: "له ازبیکستان، ترکمنستان، ایران او تاجکستان سره چې موږ ورڅخه وارداتي برېښنا واردوو، د ۲۰۲۲م  زیږدیز کال تر پایه پورې د وارداتي برېښنا موافقه لاسلیک شوې ده."   د ښاغلي میوندي په وینا د لاسلیک شوېو تړونونو ټول ارزښت ۲۶۰ میلیونه ډالره دی او د دغو موافقو په نتیجه کې ترلاسه شوې برېښنا به پر ۲۶ ولایتونو ووېشل شي.   د برېښنا شرکت اوس مهال د طالبانو په واک کې دی. Читать дальше...

کندز کې د وزلوبې سیالۍ؛ د بغلان شبیر پهلوان د دې سیالۍ اتل شو

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.  د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مطبوعاتو د دفتر غړي مجیب قاري زاده نن د یکشنبې په ورځ(د مرغومي ۱۲مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې د کندز د ولسوالیو د لوبغاړو ترڅنګ د بلخ، بغلان او تخار ولایتونو ۳۰ چاپ اندازانو هم ګډون کړی وو.  قاري زاده زیاتوي چې دا سیالۍ د کرښې او بیرغ په ډول وشوې چې په پای کې د بغلان ولایت لوبغاړی شبیر پهلوان د دې سیالیو اتل شو.  د دې سیالو د جوړولو هدف د لوبغاړو د مهارتونو لوړول او ملي سیالیو ته د هغوی تیاری ښودل شوی.

طلوع منګور لوبډله د غزني د فوټبال الف لیګ اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

طلوع منګور لوبډله د غزني د فوټبال الف لیګ اتله شوه.  د غزني د فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مرستیال داوود خاکسار نن یکشنبه (د مرغومي ۱۲مه) ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ چې دوه میاشتې مخکې د غزني ولایت د ټولو کلبونو د الف ډلې لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نن د طلوع منګور لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسېدې.  ښاغلی خاکسار د دې سیالیو د جوړولو هدف په غزني کې د فوټبال لوبې وده بولي.  په دې سیالیو کې افتخار لوبډلې دوهم مقابل خپل کړ او د سیالیو د اخلاقو جام متحد لوبډلې ته ورکړل شو.

کابل کې لاریون کوونکي: نړیوال دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن یکشنبه(د مرغومي ۱۲مه) یو ځل بیا لسګونه خلکو لاریون وکړ. دا ځل لاریون کوونکو له امریکا د افغانانو د کنګل شوېو پیسو د خلاصون ترڅنګ له نړیوالو وغوښتل چې د طالبانو حکومت هم په رسمیت وپېژني. د لاریون ګډونوال ځلاند وویل: "د ننني لاریون په ترڅ کې افغانانو غوښتل چې هغه حقه حقوق چې زموږ حق دی، زموږ شتمنۍ ده هغه باید نړېوال موږ ته ازاده کړي او دغه پېسې دې ژر تر ژره خلاصې شي، د دې لپاره چې افغانان په سږني ژمي کې سخت له کړاونو سره مل دي." د لاریون بل ګډونوال ملک وویل: "زموږ له نړیوالو غوښتنه... Читать дальше...

امریکا د کابل هوايي ډګر ابي دروازه کې د ځانمرګي بریدګر هویت مشخص کړ

Pa.azadiradio.com 

د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په ابي‌ګیټ کې له ځانمرګي برید د څه د پاڅه څلور میاشتو تېرېدو وروسته، د امریکا استخباراتي چارواکو د برید کوونکي په اړه مشخصات راټول کړي. برید کوونکی عبدالرحمن اللوګری نومېده او د امریکايي چارواکو په خبره، هغه د انجینرۍ پوهنځي مخکنی محصل و. امریکايي رسنۍ د متحده ایالاتو د استخباراتي او پوځي چارواکو له قوله لیکي، عبدالرحمن له برید ۱۱ ورځې مخکې هغه مهال چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیوه، د بګرام زندان له ماتېدو وروسته، له ډېرو نورو بندیانو سره خوشې شو. د کابل... Читать дальше...



د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی. اور وژونکو څو ساعته وخت واخېست چې اور کنټرول کړي.    د فواید عامې او زیربنا وزیرې پیټریشیا ډی لیل خبریالانو ته وویل چې اور د ملي شورا خونې ته زیان رسولی دی.  د ټپیانو په اړه سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.  لومړني معلومات ښيي چې اور په یوه دفتر کې لګېدلی، خو لامل نه دی په ډاګه شوی.

اسرائیلي جنګي الوتکو په غزه کې د یاغیانو مرکزونه په نښه کړل

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیلو جنګي الوتکو تېره ورځ په غزه تړانګه کې د یاغیانو مرکزونه په نښه کړل. پوځي او امنیتي سرچینو ویلي، دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې له غزې څو راکټونه وتوغول شول. د اسرائیلو پوځ نن په یوه ټویټ کې ویلي چې وروسته له هغه د حماس تر کنټرول لاندې‌ سیمه د سخت درېځو پر هدفونو هوایي بریدونه وشول چې وسله والو له غزې تړانګې دوه راکټونه وتوغول. په ټویټ کې زیاته شوې چې دا راکټونه د تل ابیب له سواحلو ورهاخوا د مدیترانې په سمندر کې ولګېدل. د غزې تړانګه د فلسطیني ډلې حماس تر کنټرول لاندې ده. د... Читать дальше...

له بدلون وروسته افغاني غالۍ د هوايي دهلیز له لارې نه‌دي صادر شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنه وايي، په دغه هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته غالۍ د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته نه دي صادرې  شوي.  د دې ټولنې مشر نور احمد نوري نن ازادي راډيو ته وویل، په دې موده کې افغاني غالۍ یوازې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي چې افغان صادرونکو ته یې چنداني ګټه نه ده کړې.  نوموړی وايي، که څه هم د بې کارۍ له وجې ډېرو خلکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده او د پخوا پرتله د غالیو تولید ۲۰ سلنه زیات شوی خو په خبره یې، د هوايي دهلېزونو له لارې نه صادرېږي. Читать дальше...

هرات کې موټرپلورونکي د ګمرکي تعرفو له لوړوالي سر ټکوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د موټر پلورونکو ټولنې مسولان او غړي د ګمرکي تعرفو له لوړوالي او دغه شان په بانکونو کې د خپل پیسو له بلاکېدو شکایت کوي.  دوی پرون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسولانو سره په خبرو کې ویلي دي چې د ګمرکي تعرفو لوړوالی لامل شوی چې د سوداګریزو توکو ډېره برخه یې په ګمرکونو او سرحدونو کې بنده پاتې شي او همدا ډول په بانکونو کې د پیسو بلاکېدل یې لامل شوي چې ګمرکونو ته د خپل موټرو محصول ور نه کړي.  د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي، د هرات د موټر پلورنکو... Читать дальше...

کابل کې لاریون کوونکي: امريکا دې کنګل شوې شتمني خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

لسګونو کسانو نن یکشنبه (د مرغومي ۱۲مه) په کابل کې لاریون وکړ او له امریکا یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي.  لاریون کوونکو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او پر واشنګټن فشار راوړي چې د افغانستان پیسې ورکړي.   خو نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.  امریکا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په بهر کې د افغانستان ۹،۵ میلیارده ډالره اسعاري زېرمه کنګل کړې ده.   د یادولو وړ ده چې تر ننني لاریون مخکې افغان... Читать дальше...

په خوست کې بې وزله کورنۍ خوراکي او غیر خوراکي مرستې غواړي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې بې وزله ښځې او نارینه د طالبانو له حکومت همدارنګه له مرستندویه ټولنو او بنسټونو غواړي چې دوی سره دې په روان ژمي کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي. دوی وايي، ژوند له يې کړاونو سره مخامخ دی او که ورسره مرستې ونه شي، نو دوی د ګذارې کومه بله چاره نه لري. د خوست اوسیدونکې سلامه وايي، زوی يې په نشه يي توکو روږدی دی او اوس ورته د لمسیو سرپرستي ورترغاړې ده. خیال یو بل بې وزله کس دی چې وايي، د کار او مزدورۍ په لټه کې دی، خو په وینا یې نه ورته پیدا کېږي او کورنۍ يې خوراک او پوښاک غواړي. Читать дальше...

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر: د ښځو پر وړاندې زور زیاتی خدای ته توهین دی

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، د نوي میلادي کال په مناسبت په خپله وینا کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي غوښتنه وکړه. پاپ فرانسیس پرون په واتیکان کې د وینا پر مهال د ښځو پر وړاندې زور زیاتی، خدای ته توهین وباله. هغه زیاته کړه، د ښځو ځورول د خدای له توهین سره برابر عمل کړی، ځکه بشر له یوې ښځې پیدا شوی. پاپ فرانسیس وویل: "هغه څه چې میندې یې کوي، دا دي چې دوی پوهېږي پر خنډونو او شخړو څنګه برلاسي شي. دوی پوهېږي چې سوله څنګه په ذهنونو کې وټوکوي، ځکه دوی کولی شي ستونزې د بیا زېږون لپاره په... Читать дальше...

والسټریټ ژورنال: افغان جګړه کې خصوصي قرادادیانو ډېره ګټه وکړه

Pa.azadiradio.com 

والسټریټ ژورنال له امریکا خپریدونکې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی"افغانستان کې چا ګټه وکړه؟ " د لیکوال په باور د افغانستان له جګړې خصوصي قرادادیانو ډیره ګټه پورته کړه. په لیکنه کې وړاندې راغلي، هغه کسانو کې چې افغانستان ته یې د امریکا د دولت د پیسو د بهېر له ورماتېدو ګټه وټه ترلاسه کړه، د وسلو له لویو تولیدونکو نېولی تر سوداګرو پورې کسان شامل وو. والسټریټ ژورنال لیکلي: د کلفورنیا یو سوداګر چې په قرغزستان کې یوه میخانه لري، د سونګ د موادو د کاروبار له درکه یې میلیاردونه ډالر عواید ترلاسه کړي. Читать дальше...

د سالنګ لویه لار د ټیلري موټرونو پرمخ تړل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې اداره وايي، دغه لار له جمعې ناوخته د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه. د دې ادارې مشر، عبدالله عبید پرون ازادي راډیو ته وویل، دغه لار ممکن د څو ورځو لپاره د ټېلري موټرو پرمخ تړلې وي. دا مهال یوازې مسافر وړونکي او نور موټرونه د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ کولی شي. ښاغلي عبید پر دې لار له تلونکو کسانو غوښتنه وکړه چې د تګ راتګ په وخت کې پوره احتیاط وکړي.

طالبان: ننګرهار کې ۱۹۴ تنه د جنايي جرمونو په شک نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ننګرهار کې ۱۹۴ تنه د جنايي جرمونو په شک نیول شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون په ټویټر کې لیکلي چې دغه کسان د یوې میاشتې په موده کې له وسلو، مهماتو، وسایطو او جعلي پېژندپاڼو سره نیول شوي دي. له کله چې د اګسټ په نیمايي کې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او لوږې سطحه لوړه شوې ده چې ورسره د جرمونو اندازه هم زیاته شوې ده.

د ملالې یوسفزۍ پلار: سږ به د افغانو نجونو د زده کړو وکالت کوم 

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وایي، په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې به یې هوډ په افغانستان کې د نجونود منځنیو زده کړو وکالت وي. ښاغلي یوسفزي پرون په ټویټر کې هیله ښوولې چې طالبان به بېرته په افغانستان کې نجونو ته اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته هم خپل تعلیم وکړي. نن ۱۰۷مه ورځ ده چې طالبانو د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم کولو اجازه نه ده ورکړې. طالبانو ویلي وو دوی پر یوه طرازالعمل کار کوي چې له مخې به یې ټولو نجونو ته د تعلیم... Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Концерты оркестра Бутмана посмотрели более 50 миллионов китайцев





Rss.plus
Сергей Собянин

Сергей Собянин. Главное за день




Юные волгодонские пловцы успешно выступили на турнире «Жемчужина Черного моря»

Подмосковные росгвардейцы поздравили школьников с наступающим Днем защиты детей

В Зачатской башне Нижегородского кремля открылась выставка «Кремли России – взгляд художника»

Врач Подмосковья призвал не заниматься самолечением при подозрении на туберкулез




په هلمند ولایت کې د ماهیانو د روزنې ۳۶۰ فارمونه جوړ شوي 

Pa.azadiradio.com 

په هلمند ولایت کې د ماهیانو د روزنې ۳۶۰ فارمونه جوړ شوي چې هرکال په اوسط ډول ۱۳۵۰ ټنه کبان تولیدوي. د ملي راډیو ټلوېزیون د راپور له مخې، دغه فارمونه پر ۶۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوي دي. فارم لرونکو ویلي چې له نورو ولایتونو هم خلک د کبانو خوړلو د مېلې لپاره هلمند ته ورځي. د ازادي راډیو خبریال وايي، د هلمند په څنګلوري ولایت کندهار کې هم د کبانو د روزنې شااوخوا ۱۷۱۴ فارمونه جوړ شوي چې د کال شااوخوا شپږ زره اته سوه ټنه غوښه تولیدوي. په وروستیو کې پژواک خبري اژانس راپور ورکړی و چې د کندهار نیمايي فارمونه د بېلابېلو ستونزو له کبله تړل شوي دي.

د برېښنا شرکت: ۴ ګاونډیو هېوادونو سره د برېښنا تړونونه لاسلیک شول

Pa.azadiradio.com 

د برېښنا شرکت چارواکي وایي، په وروستیو میاشتو کې د وارداتي برېښنا ۴ تړونونه له ازبیکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان سره لاسلیک کړي دي. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ازادي راډیو ته وویل، د دې تړونونو مجموعي لګښت ۲۶۰ میلیونه ډالره دی. میوندي وایي: "موږ برېښنا شرکت له هغو هېوادونو سره چې برېښنا ترې را واردوو د ۲۰۲۲ زیږدیز کال تر پایه تړونونه وکړل چې هغه ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونه دي، مخکې مو هم ترې برېښنا راواردوله او بیا هم اوس ورسره هوکړې وشوې." ښاغلی میوندي وایي... Читать дальше...

هند او پاکستان په خپلو کې د سلګونو زندانیانو لېستونه سره تبادله کړل

Pa.azadiradio.com 

هند او پاکستان پرون شنبه (د مرغومي ۱۱مه) د هغو وګړو فهرستونه سره تبادله کړل چې په دواړو هېوادونو کې بندیان دي. د دواړو رقیبو هېوادونو پاکستان او هند د اعلامیو له مخې دوی، د خپلو اټمي شتمنیو او تاسیساتو لېست هم د هغې موافقې له مخې چې درې لسیزې مخکې یې لاسلیک کړې ده، له یو بل سره شریک کړل. په ۱۹۴۷م زیږدیز کال له بریتانیا د هند او پاکستان تر خپلواکۍ اخېستو وروسته د کشمیر لانجمنې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي دي. پاکستاني چارواکو پرون شنبه د ۶۲۸ هندي بندیانو فهرست په اسلام اباد کې د... Читать дальше...

سیګار: سپورټي او روغتیايي خدماتو ته د افغان مېرمنو لاسرسی محدود شوی

Pa.azadiradio.com 

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په حواله وايي، د افغانستان په اړه ځینې وروستي راپورونه د اندېښنې وړ دي. د سیګار په حواله دغو راپورونو کې د ښځو پر سپورټي فعالیتونو د طالبانو له خوا بندیز او روغتیايي خدماتو ته د ښځو محدود لاسرسی شامل دی، ځکه د طالبانو حکومت ښځو ته سپارښتنه کړې چې باید داسې مرکزونو ته له نارینه محرم پرته لاړې نه شي. سیګار پرون په ټویټر کې د طالبانو له خوا د ډزو په وسیله د ښځو د حقونو لپاره د لاریونونو ګډوډولو او... Читать дальше...

د امریکا په کولرادو ایالت کې اورلګیدنې نږدې زر کورونه ویجاړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کولرادو ایالت کې په ځنګلونو کې د اور د لګېدو له امله نژدې زر کورونه ویجاړ شوي او چارواکي په دې اړه څېړنه کوي چې د لګېدو علت یې معلوم کړي. پر دې سربېره د دې ایالت په څو ښارونو کې په سلګونو نورکورونه زیانمن شوي دي. تر اوسه د چا د مړه کېدو خبره نه ده تایید شوې خو درې تنه ترې تم دي.  دغه اور د ډسمبر په دیرشمه ولګېد چې په زرګونو کسان یې تېښتې ته اړ کړل.  د امریکا ولسمشر جو بایډن په سیمه کې لوی ناورین اعلان کړی او له ځپل شوېو خلکو سره یې د فدرالي مرستو امر کړی دی.

ځینې کونړ مېشتي: وچکالۍ او بد اقتصاد اړ کړو چې څاروي په نیمه بیه وپلورو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ختيځ کې پروت غرنی ولایت کونړ چې د کرنې وړ کمه ځمکه لري او زیاته يې غرونو نیولې ده، همدا لامل دی چې خلک يې د کرکېلې پرځای زیات څاروي ساتي او له همدې لارې خپل ژوند ته دوام ورکوي. خو په روان کال کې د روانو اقتصادي ستونزو او وچکالۍ له امله زیات مالداران اړ شوي چې خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو په خاطر څاروي وپلوري. د څوکۍ ولسوالۍ د مالدارانو ټولنې مشر محمد اکبر وايي: "موږ سره نه موسساتو مرسته کړې او نه هم دولت. د وچکالۍ او غریبۍ له امله خلکو زیات مالونه په ډېره ارزانه بیه وپلورل چې... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Пожарной охране Москвы исполнилось 220 лет — Сергей Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

KP: муж изменял Алсу последние 10 лет




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Сюзанн Ленглен

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

БЕЛТА: Лукашенко и Путин обсудили представительство России на параде в Минске



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России