طالبانو په فراه کې یو کاناډايي وګړی نیولی
د طالبانو ځینو سرچینو تائید کړې ده چې په فراه ولایت کې یې یو کاناډايي وګړی نیولی دی. یو ځايي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا بهرنی له هراته فراه ته روان و چې د طالبانو د استخباراتي مامورینو له خوا د فراه رود په سیمه کې نیول شوی دی. د دې سرچینې په وینا یاد کس د هویت تر تثبت وروسته دا مهال د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره د استخباراتو د ریاست په توقیف کې دی. په سیمه کې ځايي طالب چارواکو په څرګنده د دې موضوع په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ازادي راډیو ته په یو... Читать дальше...