Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 26.01.2022

په امریکا کې د تېر حکومت د ډیپلوماتانو بانکي حسابونه تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د افغانستان د پخواني حکومت ځینو دیپلوماتانو ویلي چې رسمي بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.  د امریکا غږ انګلیسي څانګې پر خپله وېب پاڼه د دوو دیپلوماتانو په حواله ویلي چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او امریکا کې د افغانستان د دوو قونسلګریو حسابونه بند شوي دي.  امریکا غږ سره دغو ډیپلوماتانو د نوم نه ښودو په شرط خبرې کړې دي.  یوه ډيپلومات ویلي، دوی د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.  دې ډيپلوماتانو دا هم ویلي چې امریکا ورڅخه د چوپتیا غوښتنه کړې ده. Читать дальше...

د کرملېن سر سخت منتقد الکسي ناوالني او ملګري یې د ترهګرو په لیست کې شامل شول

Pa.azadiradio.com 

روسیې د کرملین زنداني منتقد الکسي ناوالني او د هغه یو شمېر متحدین یې په خپل تروریستي او افراطي لیست کې شامل کړي دي. د ناوالني او د هغه د یولسو همکارانو، لیوبوف سوبل، ویاچیسلاف ګیمادي، ګورګي البوروف، روسلان شاویدینوف، پاول زیلینسکي، لیلیا چانیشیوا، زاخر ساراپولوف، کسنیا فادیوا، ایګور بوتاکوف، وادیم اوستانین او اندري فاتییف نومونه د سې شنبې په ورځ د روسفین مانیتور په نوم په هغه لیست او ردیف کې راڅرګند شول چې په هغه کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې په څېر د ترهګریزو سازمانونو نومونه درج کېږي.  دغه... Читать дальше...

طالبانو د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د خبرې کنفرانس مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو فدراسیون وایي طالب چارواکو ورته ویلي چې د دوی له هدایت پرته د خبري ناستو د جوړولو اجازه نه لري. د دغه فدراسیون غړي میرعلي اصغر اکبرزاده په یو ویډیویي پیغام کې چې رسنیو ته یې استولې ویلي، ټاکل شوې وه چې نن په کابل کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د وضعیت د څرنګوالي په اړه یوه خبري ناسته جوړه شي خو طالبانو د دغې ناستې د جوړېدو مخه نیولې ده. ښاغلی اکبرزاده د طالبانو د حکومت له چارواکو غواړي چې د دا شان ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره خپل طرزالعمل له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي. Читать дальше...



د طالبانو له واکمنېدو وروسته همجنس بازان له څه ډول امنیتي ستونزو سره مخ دي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو هم‌جنس باز نجیب فیضي چې اوس جرمني کې اوسېږي وايي، هغه مهال چې افغانستان کې اوسېدو له بد برخلیک سره مخ و. نوموړی وايي، د نورو ځوانانو بر عکس د متفاوتي جنسي لېوالتیا او دا چې خوښېدل یې د ښځو په څېر سینګار وکړي او لباس واغوندي، تل تر ګواښ او توهین لاندې و. نجیب فیضي ازادي راډیو ته وویل:" زه د خلکو په څېر نه وم، توپیر مې لاره، غوښتل مې درګ کوین واوسم او ښځینه جامې واغوندم. غوښتل مې سینګار وکړم. البته د تل لپاره نه، بلکې یو څه وخت لپاره. زما کړنو توپیر لاره، ښوونځي کې به شکنجه کېدم او ښکنځلې به راته کېدې. Читать дальше...

تصدي:کابل او ځینې ولایتونو کې بیا ملي بسونه فعاله شوي، نن یې کار پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملي بس تصدي وايي، په  پلازمېنه کابل کې یې سل او په هرات، بلخ، ننګرهار، لغمان، پروان او پکتیا کې یې ۳۲ ملي بسونه فعاله کړي چې له نن یې کار پیل کړی دی. د دې ادارې د تخنیکي چارو مسول رومان الله امان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په رغول شوېو بسونو زیاتې پیسې نه دي لګول شوي که لګول شوي هم وي ټاير، بطرۍ، د روغنیاتو برخه، ځینې پرزې چې ورته اړتیا وې هغه ورته اخیستل شوي چې دومره پېسې نه کېږي. خو هغه ۶۲۱ بسونه چې خراب دي هغه اساسي جوړولو ته اړتیا لري او زیاتې پېسې ورته پکاریږي چې تراوسه موږ په دې برخه... Читать дальше...

لویدیځ ډپلوماټانو اوسلو غونډه له طالب پلاوي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

لویدیځ ډپلوماټان وایي، دوی د ناروې په کنفرانس کې له افغانستان سره بشري مرستې د بشري حقونو د وضعیت په ښه والي پورې وتړلې.  دغو ډپلوماټانو پرون د غونډې په وروستۍ ورځ د بندو دروازو ترشا په اوسلو کې د طالبانو له پنځلس کسیز پلاوي سره وکتل.  د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هنریک تونې ( Henrik Thune ) تر دې غونډې مخکې وویل، لویدیځ ډپلوماتان به له طالبانو د پام وړ غوښتنې وکړي او وروسته به یې تعقیب هم کړي چې طالبان یې عملي کوي او که نه؟  معلومه نه ده چې دغو ډپلوماټانو له طالبانو څه غوښتنې کړې، خو ناروې د... Читать дальше...

فایزر او بایو ان ټیک د یوه نوي واکسین کلینیکي ارزونه پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

امریکایي شرکت فایزر او جرمني شرکت بایو ان ټیک د یوه نوي واکسین کلینیکي ارزونه پيل کړې چې د کرونا د نوې بڼې اومېکرون پرضد جوړ شوی دی.  دوی ویلي چې امریکا کې یې څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته دا واکسین ورکړی چې اوس یې دوی د بدن د خوندیتوب کچه او نور اغیز څيړي.  دغو شرکتونو د روانې میلادي میاشتې په سر کې اعلان وکړ چې د اومېکرون ضد واکسین تولید یې پيل کړی دی.  دغو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا لپاره اصلي جوړ شوی واکسین یې د اومېکرون پر وړاندې په بشپړ ډول د خلکو ساتنه نه شي کولای.

د سیدالشهدا پر ښوونځي برید؛ګوترېش:د جنګي جرمونو په اړه شوې ادعاوې دې وڅېړل شي

Pa.azadiradio.com 

قادر دانش نومی سړی چې کابل په دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا پر ښوونځي په شوي برید کې د وژل شوې ۱۸ کلنې زرغونې تره دی وايي، پر ښوونځي برید جنګي جنایت دی او باید مجرمان یې ونیول شي او عدالت پلی شي. ښاغلی دانش زیاتوي: "موږ خپل یوزاینۍ عزیزه له لاسه ورکړه. له دولت مو غوښتنه دا ده چې باید دا پېښه وڅېړل شي. عامل یې پیدا شي او د کورنیو لاسنیوی یې وشي. دا د ټولو قربانیانو د کورنیو غوښتنه ده." د کابل په لویدیځ کې پر سیداشهدا ښوونځي د غويي د اتلسمې نېټې برید هغه مهال په کور دننه او بهر تند غبرګونونه راپارول، وغندل شو او د دغې پېښې د څېړنې غوښتنه وشوه.



د امریکا او قطر مشران به پر افغانستان هم وغږیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی پر نورو مسالو سربیره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي.  ټاکل شوې چې دا دواړه مشران نن چهارشنبه(د سلواغې ۶مه) سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.  د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي چې د دوی خبرې به د منځني ختیځ پر امنیت، د نړۍ د انرژۍ د تدارکاتو د ثبات پر ساتنه او د افغانستان پر وضعیت ور ټولې وي.  په افغانستان کې بشري وضعیت وروسته تر هغه ډېر کړکیچن شوی چې د تېرکال د اګسټ په ۱۵مه پخوانی حکومت ړنګ او طالبان واک ته ورسېدل.  د امریکا او قطر مشران... Читать дальше...

د افغانستان بانک: نغدې بشري مرستې د افغانیو پر ارزښت اغېز لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره نغدې بشري مرستې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې نېغ په نېغه اغېز لري.   د دې بانک ویاند صابر مومند نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې د بشري مرستو له پیله تراوسه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.   د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي دادګل هم دا مساله تائیدوي او وايي، له اړمنو سره شوې نغدې مرستې کله چې په بازار کې تبادله کېږي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو مستقیم تاثیر کوي.   دا څرګندونې داسې... Читать дальше...

هرات کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.  د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل، په روان لمریز کال کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو کروندو د تېرکال پرتله کم محصول درلود.  ښاغلی غوثي وايي، په روان لمریز کال کې ۱۵ټنه زعفران تولید شوي دي، په داسې حال کې چې دا رقم تېرکال ۲۰ ټنه و.  خو نوموړی زیاتوي چې د تېر کال پرتله د زعفرانو بیې لوړې شوې دي.  ښاغلی غوثي وايي، تېرکال یو کیلو زعفران له ۲۵ تر ۳۰ زرو... Читать дальше...

په هلمند کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار ۷مه حوزه صافیانو سیمه کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی چې وروسته یې جسد موندل شوی دی. یوه سرچینه چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي ازادي راډيو ته وویل، وژل شوی کس اسدالله نومیږي چې د خپل کور څخه نا معلومه کسانو وړی و او بیا یې وژلي دی. د هلمند چارواکي هم مني چې یاد کس په مرموز ډول وژل شوی دی. د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست د یویې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د وژل شوي کس جسد د طالبانو له خوا د ګرشک د سامنار دښت سیمه کې موندل شوی. اعلامیه زیاتوي یاده وژنه جنايي اړخ لري، خو تر اوسه یې دقیق معلومات نشته. Читать дальше...

له تعلیمه بې برخې شوې کونړ مېشتې نجونې: ۶ میاشتې وشوې خو لاهم ښوونځي تړلي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو ښځينه زده کوونکې وايي، شپږ میاشتې په پوره کېدو دي چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي او اوسني چارواکي که څه هم د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو ژمنې کوي، خو لا هم یادې ژمنې نه دي عملي شوي. له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وايي، د ښوونځیو تړل کېدو سره يې ټولې هیلې په نه‌هیلۍ بدلې شوي دي. د یوولسم ټولګي زده کوونکې ښکلا وویل:"شپږ میاشتې کېږي چې زموږ ښوونځي تړل شوي، ما هیله درلوده چې راتلونکې کې د کانکور ازموینه ورکړم او ښه پوهنځي ته بریالۍ شم. هیله مو دا ده چې موږ ته د تعلیم او تحصیل کولو اجازه راکړل شي. Читать дальше...

د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ټپیان کړي.  د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د ماڼوګي په اړونده مټین سېمه کې د ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه. حنیف زیاته کړه: "د محمد علي په نوم د مټين اوسېدونکی دی. هغه ته چا د کوهې خوا کې ماین ایښی و چې دی برسېرن ټپي دی او ورسره درې ماشومان دي چې لمسيان یې دي، هغوی هم ورسره ټپیان شوي. ټول روغتون ته رسول شوي خو حالت يي ښه دی."  خو د اسعداباد... Читать дальше...

د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین د روسیې له احتمالي یرغل سره مرسته وکړي نو قاطع ځواب به وویني. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، بېلاروس ته په ډاګه ویل شوي چې که پر اوکراین د یرغل لپاره له خپل قلمرو څخه د کار اخیستو اجازه ورکړي، نو د امریکا او د متحدانو له چټک او قاطع غبرګون سره به مخامخ شي. پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د لویدیځ اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې مسکو د خپل دې ګاونډي... Читать дальше...

ازبیکستان: افغانستان ته برېښنا د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلې

Pa.azadiradio.com 

د ازبیکستان د انرژۍ وزارت وايي چې افغانستان ته له دې هېواده د برېښنا صدور د انرژۍ په سیسټم کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلی دی.  د انرژۍ وزارت د رسنیو د څانګې مشرې ایلمیرا بیک مرادووا تاس خبري اژانس ته وویل، افغانستان ته د برېښنا صدور پرون سې شنبې (د سلواغې ۵مه) وروسته له هغه وځنډېد چې جنرېتورونو کار پرېښوده. نوموړې زیاته کړه چې ګاونډي افغانستان ته د برېښنا د صادرولو بهیر به د سیسټم له فعالولو وروسته بیا پیل شي.  په عین حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا د وصلېدو خبر ورکړی. Читать дальше...

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره د کرکټ لوبډله سریلانکا سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله په نړیوال جام کې سبا د کوارټر فاینل لوبه وکړي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې ښه چمتوالی نیولی دی:"د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډله سبا د نړیوال جام د سیالیو په کوارټر فاینل کې له سریلانکا سره لوبه کوي. افغان نولس کلنه لوبډله د دغو سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري او که خدای کول پایله به یې هم د افغانستان لپاره مثبته وي." د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په وېسټ انډیز کې د جنوري... Читать дальше...

د خوړو او کرنې موسسې پر افغان بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې  پرون خبر ورکړ چې په افغانستان کې یې تر یو میلیون په ډېرو بزګرانو د غنمو  اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د برخې استازي ریچارډ ترینچارډ اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "موږ توانیدلي یوو چې کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سره ورسوو. له دې سره به دا ډاډ ترلاسه کړو چې دوی خواړه لري. دا ډاډ به هم ترلاسه کړو چې په بازار کې غنم شته. دا ډاډ هم مهم دی چې دوی د غنمو د ډېر ښه کیفیت تخمونه د راتلونکو فصلونو لپاره لري." په افغانستان... Читать дальше...

طالبان: د کابل-جلال اباد لویه لار د موټرو پرمخ پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د موټرو پرمخ  د کابل- جلال اباد د لویې لارې د پرانېستو خبر ورکړ. پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) مازدېګر د څلورو بجو خواته د سروبي ولسوالۍ په برخه کې له غره کاڼي ښوئیدلي وو چې لاره ورسره بنده شوې وه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې له څلورو ساعته هڅو وروسته دا لویه لار د شپې د اتو بجو خواته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه. تردې مخکې د طالبانو فواید عامه وزارت له خلکو غوښتي و چې د دوی تر راتلونکې خبرتیا دې پر دې لاره سفر نه کوي. تېره اوونۍ د وریښم تنګي په برخه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Вячеслав Бутусов

Маликов – до 75 тысяч, Бутусов – бесплатно: цены на концерты звезд в дни экономического форума в Петербурге





Rss.plus
Сергей Лазарев

Сергей Лазарев рекомендовал Казань для отпуска выходного дня




По «московским ценам» предлагают арендовать квартиры в Тынде в дни юбилея БАМа

На фестивале «Рыбная неделя» в Москве продут соревнования по сап-поло

Первая партия зеленого угля произведена в России из отходов деревообработки

Иркутск одержал победу в конкурсе «Торговля России 2024»




د برېښنا شرکت: له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا ونښلول شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا د وصلېدو خبر ورکړ. تردې مخکې افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا کمه شوې وه. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په ټویټر کې تېره شپه په یوه پیغام کې وویل، له منځنۍ اسیا څخه د وارداتي برېښنا د کمېدو له امله افغانستان د برېښنا له ستونزو سره مخامخ شوی دی. نوموړي لیکلي: "زموږ د تخینکي برخې همکارانو هڅې وکړې چې د ترکمنستان برېښنا له کابل سره وصل کړي. له ښه مرغه اوس موږ توانیدلي یوو چې د یوه وخت لپاره خپلو وطنوالو ته دلته د ترکمنستان برق... Читать дальше...

فرانسه او جرمني: که روسیه پر اوکراین برید وکړي بدې پایلې به ولري

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او جرمني روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې پر اوکراین به برید بدې پایلې ولري. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره په برلین کې خبري غونډې ته وویل، پاریس او برلین هېڅکله له خبرو سره مخالفت نه دی کړی، خو که روسیه پر اوکراین برید وکړي مسکو ته به ډېره ګرانه تمامه شي. ښاغلي شولڅ بیا دې خبري غونډې ته وویل، پردې فکر کوي که روسیې برید وکړ څرنګه ځواب ورکړي. د ده په وینا دې برخه کې یې نظر سره ورته دی چې د روسیې نظامي تحرکاتو ته به جدي ځواب ورکړل شي. تمه ده چې ولسمشر... Читать дальше...

ایران کې یو فرانسوی ګرځندوی د جاسوسۍ په تور په بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یوې محکمې یو فرانسوی ګرځندوی د جاسوسۍ او د اسلامي نظام پرضد د تبلیغ په تور په اته کاله او اته میاشتې بند محکوم کړ. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) وویل چې د بنیامین بریر محاکمه د منلو نه ده. بریر د دوه زره شلم کال د مې په میاشت کې د ترکمنستان- ایران له پولي سره نیول شوی و. د شپږ دیرش کلن بریر کورنۍ ټینګار کوي چې هغه بې ګناه دی او د بشري حقونو ډلو ایران تورن کړی دی چې له لویدیځ سره د خبرو پر مهال د امتیاز ترلاسه کولو په خاطر له بندیانو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي یا هم پیسې پرې ترلاسه کوي. Читать дальше...

نیویارک ټایمز: د تېرنظام افغان کومانډو  متحده عرب اماراتو کې بې برخلیکه پاتي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز   له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د هغو پخوانیو کومانډو پوځیانو د برخلیک په باب لیکنه خپره کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې «CIA» له خوا یې ملاتړ کېده.  ورځپاڼه د خپل پروني مطلب په پیل کې لیکي، د کومانډو دغه پخواني پوځیان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره په همکارۍ کې کلیدي رول لوبولی و، په متحده عرب اماراتو کې د امریکا ویزو ته انتظار دي.   لیکوال په اګست میاشت کې د تخلیې یا له افغانستانه د خلکو د را ایستلو عملیاتو ته اشاره کړې چې پر مهال... Читать дальше...

د اسیا پراختیایي بانک افغانانو سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اسیا پراختیایي بانک له افغانانو سره د څلور سوه پنځه میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ. د دې بانک په وینا دا مرستې به د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له لوري ولګول شي. د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د اسیا د پراختیایي بانک مرکزي دفتر پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا مرستې به د خوراکي موادو په رسولو، د روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو او پوهنې ولګېږي. د ملګروملتونو له اټکل سره سم نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو مصونیت نه لري. د اسیا د پراختیایي بانک له اعلان شوې مرستې... Читать дальше...

هویتفیلډ د اوسلو غونډې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن چهاشنبه (د سلواغې ۶مه) په نیویارک کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي. د اغلې هویتفیلډ هېواد له تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه و. دا لومړی ځل و چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته لویدیځ ډپلوماټانو له طالبانو سره په رسمي غونډه کې برخه واخېسته. د طالبانو پلاوی د یکشنبې په ورځ ناروې ته ولاړ په لومړۍ ورځ یې د افغانانو د مدني... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

В Москве выбрали лучших педагогов в рамках городского конкурса — Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Deep Purple

Deep Purple. You Keep On Moving




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Ролан Гаррос

Белорусские теннисистки проведут стартовые встречи открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России