Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 19.01.2022

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله نن پاکستان سره مخ کیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله به نن پنجشنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پاکستان پر وړاندې د مسابقې میدان ته راووځي.  دا په وېسټ انډیز کې د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام کې د افغانستان دوهمه سیالي ده.  وړمه ورځ (سې شنبې) افغان لوبډلې پاپونیوګینې ته په ۱۳۳ منډو ماتې ورکړه.  د افغانستان او پاکستان د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو سیالي به د افغانستان په وخت د مازدیګر په ۵ بجې د وېسټ انډیز په تاروبا لوبغالي کې پیل شي.    تر نړیوال جام مخکې د پاکستان تر نولسو کلونو کشرې... Читать дальше...

کابل کې د ایران سفیر له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا له مخکیني مشر عبدالله عبدالله سره په تهران کې د ایراني چارواکو او طالبانو د وروستۍ کتنې په اړه خبرې وکړې.  ښاغلي عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه کښلي چې د ایران له سفیر سره یې په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ایراني چارواکو ترمنځ د تېرې اوونۍ د کتنې په اړه خبرې وکړې.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ماښام له یوه پلاوي سره تهران ته لاړ او د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان... Читать дальше...

کونړ کې د یوه طالب قوماندان په ګډون۴ تنه ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې پرون چهارشنبې(د مرغومي ۲۹مه) د طالبانو د یوه قوماندان په شمول ۴ تنه ووژل شول.  د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي نجیب الله د جرمني خبري اژانس ته وویل، په نرنګ ولسوالۍ کې پر یوه موټر چې د طالبانو یو قوماندان او ملکیان په کې سپاره وو، د یوه سړي په ډزو د ۴ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۹ تنه نور ژوبل شول.  طالبان وايي چې حمله کوونکی د سیمې یوه کور ته پناه یووړه او کله چې د کور خاوند د قاتل له ورسپارلو ډډه وکړه، هغه ووژل شو او حمله کوونکی ونیول شو.  طالب چارواکي وايي چې له حمله کوونکي څخه تحقیقات روان دي. Читать дальше...



ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو بې روزګاري ۱۶ سلنه زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د کار نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغان مېرمنو بې روزګاري په سلو کې ۱۶ زیاته شوې ده.  د دې ادارې پر اساس، اټکل کېږي چې په روان ۲۰۲۲ کې د افغان ښځو بې روزګاري ۲۲ سلنې ته زیاته شي.  د کار د نړیوالې ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې نژدې ۵ سوه زره کاري فرصتونه له لاسه وتلي او اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې به ۹ لکه نور کاري فرصتونه له منځه لاړ شي.  د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې له کاره... Читать дальше...

امریکايي پولیسو یو دوه تابعیته د بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو پولیسو یو دوه تابعیته ایرانی – امریکايي د ایران پرضد د امریکا د بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی دی.  د متحدو ایالاتونو د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ۴۴ کلن کامبیزعطار کاشاني د جنورۍ په ۱۴مه د ایران مرکزي بانک ته د وسایلو او ټکنالوژۍ د لېږلو له هڅې وروسته په شیکاګو ښار کې ونیول شو.  امریکا د ایران د مرکزي بانک په شمول د دغه هېواد پر یو شمېر دولتي ادارو د وسایلو او خدماتو پلور په دې خاطر منع اعلان کړی چې د تروریستي ډلو لپاره کار کوي.  که کامبیز کاشاني محکوم شي،... Читать дальше...

د روسیې ولسمشر له خپل ایراني ساري سره په مسکو کې ولیدل

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاریخي اټمي موافقې د احیا لپاره خبرې روانې دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبې(دمرغومي ۲۹مه) له خپل ایراني ساري ابراهیم رييسي سره په مسکو کې ولیدل.  محافظه کار ملا ابراهیم رييسي چې تېر کال د ایران ولسمشر شو، ویلي چې د دوو راتلونکو لسیزو لپاره د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د اسنادو طرحه یې مسکو ته وړاندې کړې ده.  ريیسې ویلي چې ایران له روسیې سره د اړیکو د پراختیا لپاره هېڅ محدودیت نه لري.  پوتین د سوریې د بحران په شمول... Читать дальше...

د امریکا ۲ مخابراتي شرکتونه هوايي ډګرونو ته نږدې د '۵G' انټرنیټ ځنډوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دوو سترو مخابراتي شرکتونو 'اې. ټي.اېنډ. ټي' او 'ورایزن' موافقه وکړه چې د الوتکو په پروازونو کې د خنډ د نه پېښېدو په خاطر به هوايي ډګرونو ته نژدې د انټرنیټ د پنځم نسل یا فایف جي کارول وځنډوي.  دغو دوو کمپنیو د موبایل ټېلیفونونو لپاره فایف جي انټرنیټي خدمات چمتو کړي چې د لسګونو میلیونو خلکو لپاره د انټرنیټ سرعت د پام وړ لوړوي.  د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا اقدام د مسافرو په سفر کې د خنډ مخه نیسي او په عین حال کې دا امکان برابروي چې څه باندې ۹۰ سلنه بې سیمه انتنونه له پروګرام سره سم کار ته دوام ورکړي. Читать дальше...

د بادغیس زلزله ځپلي: لا هم مرستو ته په تمه یو

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس زلزله ځپلي وايي چې لا هم مرستو ته انتظار دي. ددې ولایت یو شمېر زلزله ځپلې نن درېیمه ده چې شپه تر اسمان لاندې او یو شمېر هم په خیمو کې سبا کوي.  د امریکا د جیولوجیکي سروې د اټکل پر اساس، د افغانستان په بادغیس ولایت کې د دوشنبې د ورځې د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۹ او د دوهمې ۵ اعشاریه ۳ و.  په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي او یو شمېر هم ټپیان شوي. د مرګ ژوبلو ترڅنګ دې زلزلې د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.  زلزله ځپلي مرسته غواړي.  نجیب الله... Читать дальше...



د روسیې پر وړاندې د امریکا اروپايي متحدان د څه ډول اقدام نیت لري؟  

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې د امریکا اروپايي متحدانو د روسیې د اقداماتو پر وړاندې یو بل ته لاسونه ورکړي، خو دا څرګنده نه ده چې هغوی د څه ډول اقدام نیت لري؟   د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن تر ډېره توانېدلی چې خپل اروپايي متحدان سره راټول کړي، څو پر اوکراین د روسي ځواکونو د برید په صورت کې د سختو اقداماتو ژمنه وکړي.  امریکا، ترکیې او بریتانیا له اوکراین سره د ټانک ضد راکټونو، بې پېلوټه الوتکو او پیسو د برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.  په داسې حال کې چې له اوکراین سره... Читать дальше...

د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې ماین چاودنه؛ یو کس مړ او بل ټپي دی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مرورې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو تن وژلی او یو يي ټپي کړی دی په کونړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبان سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف د پېښې په اړه تېر ماخوستن ازادۍ رادیو ته وویل، ماین په مرورې ولسوالۍ کې د سورلیو په یو سراچه موټر چاودېدلی او په کې ۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. حنیف وایي:" د مرورې ولسوالۍ کې د سورلۍ پر یو موټر ماین چاودلی دی،یو تن په کې مړ دی او بل په کې ټپي دی.تراوسه موږ دغه معلومات ترلاسه کړي دي." په کونړ کې دا دوهمه پېښه ده چې د نهو ساعتونو په... Читать дальше...

واشنګټن پوسټ: لوېدیځ ۲ کې حیرانه دی له طالبانو پرته افغانانو سره مرسته کولی شي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې د بشري بحران وېره ډېره زیاته ده او لوېدیځ په دوو کې حیرانه دی، له افغانانو سره داسې مرسته کولی شي چې طالبان په کې نه وي؟ ورځپاڼه لیکي چې مرستندویه موسسې خبرداری ورکوي چې پر طالبانو د لوېدیځ بندیزونه عامو افغانانو ته زیان اړوي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان تر نیمایي ډېرو استوګنو ته سږکال په دې ژمي کې سم خواړه نه رسېږي. وروسته تر دې چې طالبانو د اګست په ۱۵مه کابل ونیو د امریکا متحد ایالاتونو او اروپایي تولنې د نږدې ۱۰ میلیارډه... Читать дальше...

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول

Pa.azadiradio.com 

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول.  د قزاقستان حکومت په الماتي کې له مرګونو مظاهرو وروسته له دغو سرتیرو غوښتي و چې د امنیت او نظم د ټینګښت لپاره ورشي.  دغلته د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو د لوړوالي پر ضد مظاهرې پيل شوې چې وروسته یې لمن ټول هېواد ته ورسېده او په تاوتریخوالي واوښتې.  په قزاقستان کې د  روسیې سفیر الکسي بورو دافکین او د ډله ییز امنیت سازمان یوه مسؤل ویلي، د سولې د ساتنې عملیات پای ته ورسېدل.  قزاقستان ته د روسیې، ارمنستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان سرتیري استول شوي وو.

د وژل شوې زینب کوژدن د خپلې مېرمنې د قاتل د قصاص غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د وژل شوې زینب کوژدن د خپلې مېرمنې د قاتل د قصاص غوښتنه کوي.  عبدالمجید بشریار ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د ده د کوژدنې کور ته د عذر په ډول پیسې وروړې دي خو دی وایي چې زموږ غوښتنه دا ده چې قاتل علني محاکمه شي او شریعت پرې تطبیق شي.  بشریار وایي:" دوی چې راغلل ویل یې دا تېروتنه د اسلامي امارت له لوري شوې ده د دیارلسمې حوزې له خوا، موږ له تاسو بخښنه غواړو. په معذرت غوښتو څه نه کېږي. موږ د کورنۍ یوه ځوانه، داسې څوک چې ډوډۍ یې کورنۍ ته ورکوله. د هغې ژوند مو تباه کړ بیا ترې بخښنه غواړې، دا بخښنه... Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اوکراین ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر نن کیف ته ورسېد. انتوني بلېنکن په داسې وخت کې اوکراین ته تللی دی چې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.  روسیې مخکې د  اوکراین له پولي سره پوځیان ځای پر ځای کړي وو او اوس یې د اوکراین یوه ګاونډي بلاروس ته هم ځواکونه استولي دي.  د اوکراین په پلازمېنه کیف کې به له ټاکلي مهالوېش سره سم انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او یو شمېر نورو اوکرایني چارواکو سره خبرې وکړي بیا سبا برلین ته ولاړ شي او هلته... Читать дальше...

ایراني رسنۍ وایي طالبانو د کمال خان بند اوبه را خوشې کړې؛ خو طالبان دا خبر ردوي

Pa.azadiradio.com 

ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشې کول د ایراني دولتي رسنیو تر ټولو مهم سرټکي ګرځېدلي. د سه‌شنبې په ورځ د جدي په ۲۸‌مه، د ایران دولتي رسنۍ صدا وسیما په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال حسن مرتضوي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړي دي. د صدا و سیما په خبر کې د حسن مرتضوي له خولې ویل شوي، د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو پرېکړه ایران ته د طالبانو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په وروستي سفر او هلته له ایراني چارواکو سره د هغه په مذاکراتو کې شوې ده. د ایران مرستیال... Читать дальше...

د بادغیس زلزله ځپلي مرستې غواړي

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس زلزله ځپلي وايي چې لا هم مرستو ته انتظار دي. ددې ولایت یو شمېر زلزله ځپلې نن درېیمه ده چې شپه تر اسمان لاندې او یو شمېر هم په خیمو کې سبا کوي. د امریکا د جیولوجیکي سروې د اټکل پر اساس، د افغانستان په بادغیس ولایت کې د دوشنبې د ورځې د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۹ او د دوهمې ۵ اعشاریه ۳ و. په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي او یو شمېر هم ټپیان شوي. د مرګ ژوبلو ترڅنګ دې زلزلې د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو له لوري د پوهنتونونو د پرانيستې دريځ ته د نجونو محصلانو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ښځو د حق غوښتنې له میاشتو میاشتو اعتراضونو او له نړیوالو فشارونو وروسته، طالبان د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتنونو د دروازو د پرانیستلو خبره کوي.  خو یو شمېر نجونې محصلانې او د ښځو د حقونو فعالانې د دولتي پوهنتونونو د خلاصون په اړه د طالبانو د حکومت له دې اعلان سره محتاطانه چلند کوي.  دوی ادعا کوي چې طالبان په دې پلمه د خپل حکومت د مشروعیت غوښتنې په لټه کې دې دي او وایي، د مناسبت فرصت په رارسېدو سره به ولیدل شي، چې طالبان خپلې دغې خبرې ته څومره ژمن پاتې کېږي.  د ښځو د حقونو... Читать дальше...

ميشل بشلې: امنیت شورا دې د افغان مېرمنو او بشري حقونو ناقضین وپوښتي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په تړاو د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د دې سازمان له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو  په شمول د بشري حقونو ناقضین وپوښتي.  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشره مېشل بشلي، د افغانستان د حکومت له ټولو برخو د ښځو او نجونو له حذف کېدو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې دا موضوع د یوې پایښتي سولې د تضمین لپاره چې ټول په کې برابره ونډه ولري، د مېرمنو ظرفیتونه په شدت سره کمزوري کوي. Читать дальше...

د روغتیا سازمان مشر:کرونا وبا د نړۍ په هېڅ ځای کې پای ته نږدې شوې نه ده

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس وایي،کرونا وبا د نړۍ په هېڅ ځای کې هم پای ته نږدې شوي نه ده.  نوموړي دا څرګندونې پرون په جینوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکز کې خبریالانو ته وکړې.  دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کرونا د نوې بڼې اومیکرون پېښې په بیړه د خپرېدو په حال کې دي او پرې د اخته کسانو شمېر بې ساری ښودل شوی دی.  ګبریسوس ویلي، اومیکرون د بستري کېدو او مړینې لامل کېدلی شي.


Музыкальные новости
Баста

60 сосисок и чёрный хлеб: раскрыт райдер рэпера Басты





Rss.plus
Philips

Новый монитор Philips Evnia 49M2C8900L подарит игровой опыт высочайшего уровня




Стало известно, какие ледоколы можно увидеть на фестивале в Петербурге

Эльбрус и Арвид Уильям Савитар: В ЗАГСе рассказали о самых необычных именах для новорождённых в Москве

Кавер-группа Blitz выступит на фуд-корте ТРЦ «Нора»

Лесной пожар потушили у поселка Свердловского




د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا له پاکستان سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه کوي.   دا لوبه د ویست انډیز په تاروبا لوبغالي کې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت ماښام پنځه بجې پېلیږي.   افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له پاپو نیو ګېني لوبډلې د ۱۳۵ منډو په توپیر وګټله او اوس د خپلې دویمې لوبې لپاره تیاری نیسي.  له پاکستان وروسته افغان لوبډله له زمبابوې سره لوبه کوي او که د خپل ګروپ مخکښه لوبډله شي، د نړیوال جام کواټر فاینل سیالیو ته لار کولای شي.

په یمن کې د عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي 

Pa.azadiradio.com 

د یمن په مرکز صنعا کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي بریدونو کې د ملکیانو په ګډون نږدې ۲۰ تنه وژل شوي دي.  دغه ایتلاف په یمن کې د حوثي وسله والې ډلې پر ضد جنګیږي.  د شلو تنو د وژلو خبره یوه جنرال، د حوثیانو اړوند یوې رسنۍ ، روغتیایي کارکوونکو او ځایي اوسیدونکو کړې ده.  حوثي وسله والو له دې وړاندې پر متحده عربي اماراتو چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف غړي دي، د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

کونړ کې د ۲ وسله والو په ډزو کې ۴ طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د دوو وسله والو کسانو په ډزو کې څلور طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي چې طالبان او عام وګړي په کې دي.  دا پیښه نن "چهارشنبه" په نرنګ ولسوالۍ کې شوې ده او د اسعداباد روغتون ازادي راډیو ته تایید کړې چې دوی ته همدومره مړي او ټپیان ور وړل شوي دي.  په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، بریدګرو "په دې نیت" په یوه موټر ډزې کړي چې ګواکې د هغوی شخصي دښمنان په کې ناست دي.  د ده په خبره، موټر کې ۱۳ کسان ناست و چې طالبان او ولسي وګړي وو. Читать дальше...

امریکا: تاجکستان او ازبیکستان کې د افغان پوځ الوتکې طالبانو ته نه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تاجکستان او ازبېکستان ته انتقال شوې پوځي هلیکوپټرې به د طالبانو په واک کې به ور نه کړل شي. د پنټاګون ویاند جان کربي د سې شنبې د شپې ناوخته (د جنورۍ په ۱۸نېټه) په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان اوس له تاجکستان او ازبېکستان څخه د هلیکوپټرو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دي، پنټاګون به په دې اړه څه پرېکړه وکړي؟ کربي وویل: "موږ لا هم د دې هلیکوپټرو د برخلیک د معلومولو په اړه کار کوو. Читать дальше...

رییس الوزرا: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندلو د بهرنۍ پانګونې مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان او د یو شمېر مرستندویه بنسټونو او خصوصي سکټور استازي د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته را بللي، څو د اوسني اقتصادي ناورین د مخنیوي لارې چارې ولټوي. دې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخُند مني چې افغانستان له بد اقتصادي حالت سره مخ دی، خو دی یې لامل پر دوی بندیزونه او د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمه بولي. د ښاغلي اخند په خبره، د دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې مخه نیولې او افغانان یې لا ډېر بې‌وزله کړي دي. Читать дальше...

چارواکي د کندهار مسوولینو ته: دې ولایت کې پانګه وال پانګونې ته وهڅوئ

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کندهار کې د خونې له مسوولینو غوښتي چې پانګه وال وهڅوي څو په دې ولایت کې پانګونه وکړي.   په هغه خبرپاڼه کې چې تېر ماښام د دې خونې له خوا خپره شوې ده، راغلي دي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند دا غوښتنه د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د رئیس د معرفي کولو پر مهال وکړه.  ښاغلي مومند د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه د جنوبي حوزې او ان د سیمې په اقتصادي وده کې مهم او ګټوره وبلله او وېې ویل چې د سوداګرو ستونزې باید حل شي چې د هغوی لپاره... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Денис Мацуев

В Уфе продолжается музыкальный фестиваль "Денис Мацуев представляет: Диалог поколений"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Ролан Гаррос

Парижские сюжеты: Медведев играл в кошки-мышки, Котов творил историю, Калинская заставляла нервничать Синнера



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Восход», Тинькофф Банк и Альфа объявили о совместном pre-IPO фонде в секторе tech на 4 млрд рублей



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России