Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 15.01.2022

طالبان: لغمان کې یوه طالب ساتونکي په خطایي ډزو ۲ تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

لغمان کې طالب چارواکي د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه طالب ساتونکي په خطایي ډزو د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن شنبه د مرغومې په ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل: "نن ماسپښین د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه ساتونکي له خوا د خلکو د ګڼې ګوڼې د نظم کولو پر مهال خطایي ډزې شوي چې په ترڅ کې یې یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ لګېدلي او ټپیانې شوي دي." د والي د ویاند په خبره، دواړه ټپیانې روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.

چین بیا پر ایران د امریکا له بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړ  

Pa.azadiradio.com 

چین یو وار بیا پر ایران د امریکا د متحدو ایالاتونو له بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړ. پیکنګ په عین حال کې له تهران سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د همکاریو د ۲۵ کلنې موافقې د پیل خبر ورکړ. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، پرون په یوه کنفرانس کې د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو د هڅو ملاتړ وکړ. د وانګ يي او د هغه د ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان د کتنې په اړه جزییات نن د چین د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپاره شوي دي. Читать дальше...

عبدالسلام حنفي: د مالیې هره افغانۍ به  بېرته پر ولس ولګېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د مالیې هره افغانۍ به بېرته پر ولس لګول کېږي. عبدالسلام حنفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې له خلکو د مالیې هره افغانۍ به بېرته د خلکو د پیاوړتیا لپاره مصرفېږي. ښاغلي حنفي ادعا وکړه چې د تېر جمهوري حکومت پرمهال په کلني ډول نهه میلیارډه ډالر مالیات د ځینو اشخاصو شخصي جېبونو ته تلل او د پخواني نظام پرمهال شوي قراردادونه د ولس په زیان وو. ښاغلي حنفي، دا څرګندونې د شنبې په ورځ د مالیې اوونۍ د پیل په مراسمو کې وکړې. په داسې حال کې چې مخکې د تېر... Читать дальше...



فوټبال؛ اتلتیک بیلبئو اتلتیکو مادرېد ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال له نړۍ نه اتلتیک بیلبئو ـ اتلتیکو مادرېد ته ماتې ورکړه.  د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د اسپانیا د سوپرکپ د نیمه پای لوبې په دوهمه لوبه کې د اتلتیکو مادرېد لوبډلې د جمعې په شپه د ریاض فهد په لوبغالي کې د اتلتیکو بیلبو لوبډلې سره لوبه وکړه چې۲-۱یې ماتې وخوړه.  اتلتیکو مادرېد د لالیګا په تېر فصل کې اتل و، خو دا ځل د اسپانيا سوپرکپ سیالیو کې پای لوبې ته د رسېدو وړاندې له سوپرکپه بهر شو.

ننګرهار کې د والیبال سیالۍ د' لعل پورې' لوبډلې په بریا پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت د لعل پورې په ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې.  د طالبانو حکومت د ملي المپیک کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یادو سیالیو کې ۱۲ ټیمونو ګډون کړی وو او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.   د خبرځای په حواله، دغه سیالۍ چې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې پایلوبې ته یې د لعل پورې او ګردي غوث لوبډلو لاره موندلې وه چې د لعل پورې د والیبال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.   د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د خبرپاڼې له مخې د دې لوبو په پای کې یو شمېر لوبغاړو ته مډالونه هم ورکړل شول.   د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي.

کابل کې د سولې کپ په نوم د پاور لیفټنګ سیالۍ پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د سولې کپ په نوم د پاور لیفټنګ سیالۍ پرون پیل شوي.دي   د طالبانو د حکومت د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې یادې سیالۍ به د کابل، خوست، نیمروز، پروان او هرات ولایتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شي.  د دې ریاست د معلوماتو له مخې، دا لوبې د تنکيو ځوانانو، ځوانانو، مشرانو او تجربه لرونکي ورزشکاران په کټګوریو کې ترسره کېږي.  د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د خبر له مخې، دغه لوبې د دوو ورځو لپاره د بدني روزنې او ورزش رياست په ورزشي لوبغالي کې ترسره کېږي. Читать дальше...

د وژل شوې زینب کورنۍ: طالبانو زینب ووژله او د غم په ټغر یې کینولو

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لویدیځ کې د یوې ځوانې نجلۍ کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو هغه وژلې ده.  د دوی په خبره زینب کله چې د پنجشنبې په شپه نهه بجې له خپلې کورنۍ سره د خپل د همکار له واده ته راتلل، د کابل ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د طالبانو د چک پواینټ له لوري په ډزو کې ووژل شوه.  فاطمه د ۲۵ کلنې زینب خور ده وایي چې خور یې د پنجشنبې په شپه نهه بجې د کابل په لویدیځ کې «ګولایي» سیمه کې وژل شوې ده او ادعا کوي چې خور یې د طالبانو له لوري وژل شوې ده.  زینب د یو بانک کارکوونکې او خپلې کورنۍ ته ډودۍ ګټونکې وه.  فاطمه... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري.   د دې ادارې د اسیا پسفیک د څانګې مطبوعاتي مسوول پېیر پرسن نن په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې زیاتې میندې خپل خواړه هم خپلو ماشومانو ته ورکوي چې له لوږې وژغورل شي.   ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیمايي وګړي د بې وزلۍ له کبله له لوږې سره مخامخ دي، چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.



ارام سمندرګي کې پروت هېواد ټونګا د  سونامي توپان د راتلو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په ارام سمندرګي کې پروت هېواد ټونګا نن د سمندر په تل کې تر یوې اورشیندنې یا اتشفشان وروسته د سونامي توپان د راتلو خبرداری ورکړ. پر ټولنیزو شبکو په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې لویو څپو ساحلي سیمې لاندې کړی دی. د ټونګا د هوا پوهنې ادارې ویلي، په ټول هېواد کې د سونامي توپان د راتلو خبرداری خپور شوی دی. پرون تر دې مخکې د ټونګا خبري اژانسونو راپور ورکړی و چې ساینس پوهانو د اورشیندنې ساحې ته څېرمه لویې چاودنې، تالنده او برېښنا تثبیت کړي دي.

امریکا د روسیې د یوه اقدام هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو د روسیې د هغه اقدام هرکلی وکړ چې د هککرانو د یوې بدنامې ډلې د غړو د نیولو لپاره یې کړی دی. په دوی کې هغه کس هم شامل دی چې د امریکا د نللیکې پر عملیاتي برخې د تېرکال د باج اخیستنې په نیت په مشکوکه انټرنټي حمله تورن دی. د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل چې پر دغو ابتدايي اقداماتو خوشحاله شوي دي. هغه غوښتنه وکړه، هغه کسان چې د انټرنټي حملې شک ورباندې کېږي د روسیې له خوا مجازات شي. تردې څو ساعته مخکې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې اعلان وکړ چې د امریکا... Читать дальше...

په افغانستان کې د مالیاتو اوونۍ پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

نن شنبه د (د مرغومي ۲۵مه) په افغانستان کې د مالیاتو اوونۍ پیل شوه. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې اړه کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د مالیې ورکړه د هر افغان مسولیت دی. د ښاغلي مجاهد په خبره، افغانستان اوس له سخت حالته تیریدونکی دی او د مالیاتي نظام دودول کولی شي تر ډېره ستونزې راکمې کړي. د مالیاتو اوونۍ هر کال په افغانستان کې د مالیې د ورکړې فرهنګ، په دې برخه کې د عامه پوهاوي او دغه شان د مالیې د ورکړې د ارزښت په موخه نماځل کېږي. خو دا ځل یاده اوونۍ په افغانستان کې... Читать дальше...

افغانستان ته د پاکستانیانو لېږلو په اړه د عمران خان څرګندونو ته تُند غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې هېواد ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ، مالي او د حسابدارۍ په برخه کې روزل شوي کسان ولېږي، د دې بحران مخنیوی وشي. هغه دا خبرې د افغانستان په اړه د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو په ګډه کمېته کې چې ایپکس نومېږي کړي. خو لا یې له څرګندونو ساعت نه و تېر شوی چې افغانانو یې په اړه پراخ، سخت او تُند غبرګون وښود. افغانانو د پاکستان د صدراعظم دا خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان بربنډه لاس‌وهنه بللې. Читать дальше...

کونړ کې ځینو خلکو په اشر ځانته سړک راغځولی او ترمیموي یې هم

Pa.azadiradio.com 

د کونړ وټه پور ولسوالۍ اړوند د کور باغ اوسیدونکي وايي، خپلې سیمې ته يې په اشر سړک غځولی او اوس يې د ترمیم لپاره بیا خپله مټې را بډ وهلي، کوښښ کوي چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي. د کور باغ کلیوالي شورا غړی دلاور خان وايي: "پر کوم سړک چې موږ کار کوو، دا د وټه پور ولسوالۍ اړوند د ملکانې او قیر سړک څخه پیل شوی دی او د کورباغ تر پای کلي ګنډیل پورې، ۴۵کیلومتره اوږودوالی لري. نه موسسې مرسته کړې، نه تېر حکومت او نه هم طالبانو، په خپل ساړه سوکړک سل کسان کار کوو. پخواني حکومت کې مو هم د سړک رغولو کار کړی... Читать дальше...

انتوني بلېنکن: امریکا له افغانانو ملاتړ او ورسره مرستې ته ژمن دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماورر سره په افغانستان کې د انساني اړتیاوو او د بېړنیو مرستو د لېږد د تدارکاتي بهیر د چټکتیا په اړه غږېدلی.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لیدنه انلاین شوې.  ښاغلي بلېنکن له دې لیدنې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د امریکا خلک له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.  له مارټین ګرفېټس او پیټرماورر سره د انټوني بلېنکن د لیدنې د جزییاتو په اړه د امریکا د... Читать дальше...

ارزګان کې د سیمه‌ییزې موسیقۍ نامعلوم برخلیک؛ سندرغاړو ورته شا کړې

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې مېشت سيمه ييز سندغاړي وايي، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د يوه نامعلوم برخليک سره مخ شوي دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. په ارزګان کې مشهور سندرغاړی غلام جيلاني وصال وايي، له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، تراوسه پورې پروګرامونو ته نه دي بلل شوي او نه یې هم په خپله کوم ځای کې د موسیقۍ پروګرام جوړ کړی دی. دی وايي، نه پوهېږي چې طالبان به دوی ته د کار او فعاليت اجازه ورکړي او که نه؟: "يو شمېر د خوښۍ پروګرامونه به وو، موږ به يې بللو، خو په خپل دفتر کې بند پاتې يو. Читать дальше...

چین کې د اومېکرون ۷ پېښې ثبت شوې؛ ژوهای کې د بسونو تګ راتګ وځنډېد

Pa.azadiradio.com 

د چین په ژوهای ښار کې نن د عامه بسونو تګ راتګ وروسته تر هغه وځنډول شو چې د اومېکرون بڼې د کرونا د لږ تر لږه اووه مثبت پېښو راپور ورکړل شو.  په ژوهای ښار کې پرون هر لور ته په دې پسې د کرونا ټېسټونه پیل شول چې په ګاونډي ښار کې د اوونۍ په پيل کې د اومېکرون کرونا د یوې مثبتې پېښې خبر خپور شو.  د ژوهای له استوګنو غوښتل شوي دي چې له ښاره به نه وځي. د دوه اعشاریه څلور میلیونه وګړو په دې ښار کې د بسونو تر درېدو مخکې د سلمانیانو د دوکانونو او د سینماوو د بندېدو امر شوی و.  په چین کې راتلونکې میاشت د... Читать дальше...

پخواني چارواکي: له فاریاب وروسته د خلکو پاڅون نورو ولایتونو ته غځېدلی

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، دوی په ټول افغانستان واکمن دي، هېڅ ځای کې ناامنیو ته اجازه نه ورکوي او که څوک یې دښمن سره لاس یو کړي، یا هم د نظام پر وړاندې پاڅون وکړي له منځه به یوړل شي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبرې په فاریاب ولایت کې له وروستیو ناکراریو او د غځېدو په اړه یې نورو ولایتونو ته د مخیکني حکومت د ځینو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وکړې. مجاهد وویل: "موږ پر ټولو سیمو پوره تسلط لرو، هېڅ ځای کې موږ بې امنۍ لپاره اجازه نه ورکوو، زموږ ځواکونه په ولایتونو کې ډېر منظم... Читать дальше...

وېسټ انډیز کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې، افغان لوبډله ور رسیدلې

Pa.azadiradio.com 

له ۱۹ کالو د کم عمره لوبغاړو د کرکټ په نړیوال جام کې نن څلور لوبې ترسره کېږي. کاناډا له متحد عربي اماراتو سره، هند له جنوبي افریقا، ایرلنډ له یوګنډا او زیمبابوې له پاپوانیوګیني سره.  دا نړیوال جام پرون په وېسټ انډیز کې پیل شو او کوربه هېواد له اسټرالیا څخه خپله لومړۍ لوبه بایلوده.په بله مسابقه کې سریلانکا د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.  د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریک هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو دې نړیوال ته ښه چمتووالی نیولی: "مخکې له دې چې افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره... Читать дальше...

د چک جمهوریت: د غیرقانوني کډوالو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت پولیس وایي، پروسږکال دغه هېواد ته د غیرقانوني کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.  د چک پولیسو د جمعې په ورځ څرګنده که چې تېر کال یې تر ۱۱ زره ډېر کسان چک جمهوریت ته په ناقانونه توګه د ورتلو یا په کې د پاتېدو په خاطر نیولي دي.  د جرمني اژانس د راپور له مخې په همدې تور په ۲۰۲۰میلادي کال کې  چک پولیسو شااوخوا څلور زره کسان نیولي وو.  په راپور کې راغلې دي چې تېر کال تر ټولو ډېر خلک د اوکراین او ورپسې د مالدووا نیول شوي دي.  د  جرمني اژانس د راپور په استناد د چک جمهوریت... Читать дальше...


Музыкальные новости
Михаил Кутушов

Компания ICDMC приняла участие в торжественном открытии выставки “Тульское качество”





Rss.plus
Азербайджан

Всеармянский союз «Гардман-Ширван-Нахиджеван» осуждает лживое заявление президента Азербайджана Алиева




США "забыли" про швейцарский саммит и зовут Кремль на новые переговоры в присутствии союзников из БРИКС

Нарушения ПДД электросамокатчиками зафиксируют специальные видеокамеры

Размер небольшой, но хоть так: эту сумму зачислят всем до единого пенсионерам с 1 июня

Вагоны поезда сошли с рельсов на ЗабЖД




د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي: پاکستان دې زموږ غړي خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو پرون اعتراضي غونډه وکړه. د غونډې برخه والو د علي وزیر او د پاکستان له زندانونو  د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یو شمېر نورو غړیو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.  علي وزیر د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی د دوه زره شلم کال د ډسمبر په شپاړسمه په پېښور کې ونیول شو او کراچۍ ته واستول شو، هلته پر ده تور دی چې د حکومت پرضد یې خلک بغاوت ته پارولي دي.   علي وزیر او د پي ټي یم د غورځنګ نور مشران دا تور بې بنسټه بولي.

مجاهد: د ترکمنستان حکومتي چارواکو سره د طالب پلاوي خبرې ګټورې وې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ترکمنستان له حکومتي چارواکو سره د طالبانو د پلاوي خبرې ګټورې بولي.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون- جمعه د مرغومي په ۲۴مه ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له کابله عشق اباد ته تللي پلاوي د ترکمنستان چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو اقداماتو لپاره لاره اواره کړي. مجاهد زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي امارت ژمنه ښودلې چې په افغانستان کې د ترکمنستان د اقتصادي... Читать дальше...

پاکستان: د اغزن سیم د لګولو چارې به د طالبانو په موافقه بشپړه شي 

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د لګولو چارې به د طالبانو په موافقه بشپړې شي.  شېخ رشید احمد پرون په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د ډیورنډ پر ۲۶۰۰ کرښه کیلومتره اغزن تار لګول شوی او اوس یوازې ۲۱ کیلومتره ځای پاتې دی.  ښاغلي رشید احمد طالبان د پاکستان وروڼه وبلل او ویې ویل چې پاکستان به د اغزن تار د لګولو په برخه کې د طالبانو د حکومت موافقه واخلي.  اسلام اباد، د کابل له اعتراضونو او مخالفتونو سره-سره، د ډیورنډ پر کرښه چې د بریتانیا له استعماره پاتې وېش دی د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.

ازبیکستان ته د الوتکو په اړه د طالبانو خبرداری او د برېښنا کمبود

Pa.azadiradio.com 

لاس انجلس ټایمز لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د ملګروملتونو د سرمنشي خبره را سپړلې ده چې ویلي یې دي په میلیونونو افغانان د بشري ناورین له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي. انتونیو ګوتیرش له نړیوالې ټولنې هیله کړې ده چې د ملګرو ملتونو د پنځه میلیارډه ډالرو مرستو غوښتنه ومني، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، څو د دغه هېواد بانکي سیسټم د پیسو د ورکړې له لارې فعاله کړي او د اقتصادي – اجتماعي ناورین مخه ونیسي.  ورځپاڼه لیکي: د افغانستان اقتصاد چې تر ډېره په نړیوالو مرستو ولاړ و، د امریکایي او ناټو... Читать дальше...

په خېبرپښتونخوا کې د شوې حملې مسوولیت پاکستاني طالبانو ومانه

Pa.azadiradio.com 

په خېبرپښتونخوا کې د هغې حملې مسوولیت پاکستاني طالبانو ومانه چې یو سرتېری په کې ووژل شو.  د پاکستاني پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې دا برید پرون سهار وختي په بنو ولسوالۍ کې د پوځ پر یوه اډه شو. بیان زیاتوي چې د برید پر مهال پوځیانو هم ځوابي ډزې وکړې، خو وايي معلومه نه ده چې برید کوونکو ته به تلفات اوښتي وي او که نه؟  د پاکستاني طالبانو تحریک 'TTP' پر ټویټر په هغه بیان کې چې د دې برید پړه یې منلې، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.  د پاکستان پوځ په یوه جلا بیان کې په میرانشاه سیمه کې د افراطي... Читать дальше...

امریکا: روسیه د اوکراین د اشغال لپاره د یوې پلمې په لټه کې ده

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وايي، د استخباراتي چارواکو معلومات ښيي چې روسیه پر ټولنیزو رسنیو د غلطو معلوماتو د خپرولو د کمپاین له لارې پر اوکراین د حملې لپاره د مقدماتو د جوړولو په حال کې ده. د ورکړل شوېو استخباراتي اطلاعاتو له مخې په دې تبلیغاتي کمپاین کې داسې ښودل کېږي چې ګنې اوکراین په نژدې راتلونکي کې د دې هېواد په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو د ځواکونو پر ضد یرغل ته تیاری نیسي. مېرمن ساکي وویل، متحدایالات له دې کبله اندېښنه لري چې د روسیې حکومت پر اوکراین د داسې یوه یرغل لپاره چمتووالی... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ирина Серегина

Концерт студии "Жерминаль"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Ролан Гаррос

Парижские сюжеты: Медведев играл в кошки-мышки, Котов творил историю, Калинская заставляла нервничать Синнера



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


VIP

В исторических парках покажут любимые мультфильмы от СТС Kids ко Дню защиты детей



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России