Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 14.01.2022

شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي ازمویلي

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا نن دوه بالستیک توغندي وازمویل. دا ازموینه دوه ورځې وروسته تر دې پیونګ یانګ وکړه چې واشنګتن پرې نوي بندیزونه ولګول.  په تېرو دوو اوونیو کې د شمالي کوریا له لوري دا د توغوندیو درېیمه ازموینه ده.  د جنوبي کوریا لوی درستیز وویل چې د لنډ واټن دوه بالستیک توغندي یې له شمالي پی یانګ ولایته د هېواد د لویدیځو سمندرغاړو په لوري توغولي دي.  د جاپان ساحلی ځواکونو هم راپور ورکړ چې شمالي کوریا توغندي توغولي دي چې ښایي بالستیک وي.  د شمالي کوریا دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت... Читать дальше...

د فاریاب په مرکز میمنه کې د طالبانو ځواکونه د ټانګونو ګزمه کوي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب په مرکز میمنه کې نن د طالبانو ځواکونه د ټانکونه ګزمه کوي. دا ځواکونه په دغه ښار کې له پرونیو شخړو وروسته راوتلي دي.  په دې ترڅ کې ځیني سرچینې نن په میمنه کې د شخړو پرمهال د دوو کسانو د وژلو خبر ورکوي، خو رسمي سرچینو دا خبر نه دی تائید کړی.  د طالبانو د قوماندان مخدوم عالم له نیولو وروسته پرون په میمنه کې اعتراضونه وشول او اعتراض کوونکو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.  مخدوم عالم د طالبانو قوماندان پرون په بلخ کې په خپله طالبانو ونیو.  د طالبانو مرستیال ویاند احمد اله وثیق ازادي... Читать дальше...

د اوکراین د حکومت پر یو شمېر وېب پاڼو پراخ سایبري بریدونه شوي 

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د حکومت پر یو شمېر وېب پاڼو پراخ سایبري بریدونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر کړکیچ زیات شوی دی.  روسیې د اوکراین له پولې سره نږدې یولک پوځیان او پوځي وسایل ځای پرځای کړې دي.  د اوکراین پوهنې وزارت نن سهار لومړی ځل دا خبر خپور کړ او په خپله فېسبوک پاڼه کې یې ولیکل چې د نړیوال سایبري برید له امله د جنوري د ۱۳مې او ۱۴مې شپې په ترڅ کې د پوهنې او ساینس وزارت وېب پاڼه په موقتي ډول بنده شوې ده. وروسته بیا کییف وویل چې له دې بریدونو سره د حکومتي... Читать дальше...



طالبان له واشنګتنه غواړي چې د ملګرو ملتو غوښتنه ومني

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له واشنګتنه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو غوښتنه ومني. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون له واشنګټنه هیله وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ورپرېږدي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن جمعه (د مرغومې په ۲۴مه) پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي له‌خوا له امریکا د افغانستان د پانګې د خلاصون غوښتنه ستایي. د مجاهد په وینا داسې دریځ نیول د ملګرو ملتونو بې‌پریتوب او د ملتونو د حقوقو په اړه د دغه مهم نړیوال سازمان پرستیژ ته ګټه رسوي. واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک... Читать дальше...

استرالیا د نړۍ د ټینس د اول نومره لوبغاړي نواک جوکوویچ ویزه لغوه کړه

Pa.azadiradio.com 

استرالیا د نړۍ د ټینس د اول نومره لوبغاړي نواک جوکوویچ ویزه لغوه کړه.  د استرالیا د کډوالو د چارو وزیر الکس هاوک نن په په یوه بیان کې وویل، دا کار یې د خلکو د روغتیا په پار وکړ.  جوکوویچ تر اوسه څه نه دې ویلي.  د استرالیا د قانون له مخې دی کولای شي چې استېناف ته مخه کړي.  ټاکل شوې وه چې ۳۴ کلن سربیایی ستوری، جو کوویچ راتلونکې دوشنبې په استرالیا کې د تینس لوبو په سیالیو کې برخه واخلي، دی د جنوري په شپږمه ملبورن ښار ته ورسېد.  ده د کرونا د واکسین له کولو انکار کړی او استرالیا ته د هر کس د داخلېدو لپاره د کرونا واکسین شرط دی.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب‌الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو. ښاغلي سکندر د سې شنبې په شپه د شپې د لس نیمو بجو خوا ته خپل کور ته روان و چې د ښار د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې ترمنځ تری تم شو. د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد په فېس‌بوک کې لیکلي چې نجیب‌الله سکندر خوشې شو او اختطاف کوونکي نیول شوي دي.

کروندګر: په کندهار کې د پنبې کښت ډېر خو د خرڅلاو بازار یې نه شته

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې سږکال د پنبې زیات کښتونه شوي خو مناسب بازار نه لري. په کندهار کې سږکال ډېره پنبه کرل شوې خو کروندګر د مناسب بازار د نشتونه شکایت کوي. د پنبې یو کروندګر عنایت الله پر خپله ځمکه له کلونو راهیسې پنبه کري. دی وايي تېر کال يې له خپلي ۱۳ جریبه ځمکې ۲۶ خرواره پنبه ټوله کړې او په ښه قیمت يې پېرلې ده خو سږکال يې په حاصل او بیه کې کموالی راغلی دی. عنایت الله وایي:" تقریباً دا ځمکه ۱۳ جریبه ده، پروسږکال يي ۲۶ خرواره پنبه وکړه خو سږکال به چې زیاته وکړي ۲۱ خرواره به شي، څه ناڅه مرضونه يي هم... Читать дальше...

کاناډا: په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره ژمن یو 

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي وایي، هېواد یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین د حل لپاره ژمن دی. اغلې جولي دا ژمنه پر ټویټر وروسته تر دې کړې چې دې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پر دې خبرې وکړې چې څرنګه دواړه هېوادونه د افغانانو ملاتړ کولای شي. د ملګرو ملتو د بشري چارو د ادارې په وینا، تر دوه ویشت ملیونه ډېر کسان په افغانستان کې د خوراک له کمښت او تر اته نیم ملیونه ډېر له لوږي سره مخامخ دي.



ګوترېش نړیوالې ټولنې او طالبانو ته: د افغانانو ستونزو ته پاملرنه وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو سرمنشي له نړیوالې ټولنې او طالبانو وغوښتل چې په دې سخت حالت کې دې د افغانانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.  انتوني ګوترېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل:" زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره وړاندې ګام واخلي. زه د طالبانو له مشرتابه په ورته ډول بیړنۍ غوښتنه کوم چې اساسي بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه وپېژني او ساتنه یې وکړي." د ملګرو ملتو سرمنشي په ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له دفترونو اېستل... Читать дальше...

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا پلاوی د ترکمنستان په بلنه هغه هېواد ته تللی دی.  په ټویټر کې ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به د ترکمنستان له چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ریل پټلۍ، ټاپي پروژې او تحصیلي بورسونو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان بانک: په بانکونو کې به ډېر ژر د 'ATM' ماشینونو د کارولو لړۍ پیل شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سوداګریزو خصوصي بانکونو د فعالیتونو د عادي کولو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان بانک د «ATM» ماشیونو له لوري د پیسو د ایستلو د بېرته فعالېدو خبره کوي. د افغانستان بانک که څه هم د دغو ماشینونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې خصوصي بانکونو هوکړه کړې چې دا ماشینونونه به په ځینو سیمو کې بېرته فعال کړي. د افغانستان بانک ویاند صابر مومند يه یو ویډیو پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي:" د افغانستان بانک د هغو پرله پسې ناستو په تعقیب چې د هېواد د بانکونو... Читать дальше...

بلېنکن: د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ غواړو اړمنو خلکو ته مرستې ورسوو

Pa.azadiradio.com 

امریکایي چارواکو یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي. ‎د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه «NBC» ټلوېزیون سره مرکه کې وویل چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي. ‎ښاغلي بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي. بلېنکن وویل:" زه د دې په اړه ژوره اندېښنه لرم که څه هم موږ غواړو چې طالبان خلکو سره د چلند په اړه، له تروریزم سره د مبارزې په اړه، د دې ډاډ ترلاسه کولو په اړه چې دوی د خلکو حقونه ساتي، ژمن... Читать дальше...

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز 'لغوه' کړی

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز پخواني کارکوونکي وايي، طالبانو  له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لغوه کړی دی. د دې مرکز کارکوونکی چې د امنیتي ستونزه له امله نه غواړي نوم يې واخیستل شي ازادۍ راډيو ته وويل، څو مياشتي کېږي چې معاش يې نه دي اخيستي او د دې مرکز په لغوه کولو سره له ناڅرګند برخليک سره مخ دي.  دی وایي:" د هغو ژمنو له مخې چې مخکېني نظام له نړۍ سره درلودې، موږ له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي محکمه درلوده، خو اوس د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې دا محکمه لغوه شوې ده.... Читать дальше...

کرکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله بېګا ویسټ انډیز ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله بېګا ویسټ انډیز ته ورسېدل. دوی به هلته په نړیوال جام کې ولوبېږي.  له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو څو ورځې په قطر کې د ویست انډیز د ویزو لپاره انتظار وایست او په ځنډ نړیوال جام ته ورسېدل.  د دوی له ډلې  یو وتلی لوبغاړی نوراحمدلکڼوال نن د کرکټ بورډ په فیسبوک باندې خپره شوې ویډیو کې ویلي:" ډېرو مشکلاتو نه بعد مو ویزې ترلاسه کړې. نړیوال جام کې ګډون کوو. له خپلو هېوادوالو غواړو چې دعاګانو کې مو یاد ساتئ" د نولس کلنو نه کم عمره افغان ملي ټیم به په نړیوال... Читать дальше...

بلېنکن: د امریکايي ډیپلوماټانو د مرموزې ناروغۍ په اړه مو له روسیې سره خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي د لسګونو امریکايي ډیپلوماټانو او د هغوی د کورنیو د غړیو د یوې مرموزې ناروغۍ په اړه یې له روسیې سره خبرې کړي. هغه ویلي په دې لټه کې دي چې د هاوانا سندروم په نوم د دې ناروغۍ رېښې پیدا کړي ځکه تر دوو سوو امریکايي ډیپلوماټان، چارواکي او د هغوی د کورنۍ غړي پرې اخته شوي. ښاغلي بلېنکن له 'ام اس ان بي سي' سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل چې امریکا دا مسئله له روسیې سره شریکه کړې، خو تراوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې چې څوک یې مسؤل دي. د امریکا... Читать дальше...

ارمنستان: تمه شته چې له ترکیې سره د خبرو له بریا وروسته سرحد پرانیستل شي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تمه لري د خبرو اترو په پایله کې له ترکیې سره ډپلوماټیکې اړیکې جوړې او د مذاکرو په پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد پرانیستل شي.  د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې نن ( د مرغومې په ۲۴مه) په مسکو کې پیلېږي.  دواړه هېوادونه له کلونو دښمنۍ وروسته د اړیکو د رغولو په لټه کې دي.  ټاکل شوې چې د خبرو لومړی پړاو د روسیې په منځګړیتوب د سیمه ییزې سولې د هڅو د یوې برخې په توګه پیل شي.  د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وان... Читать дальше...

په کندز کې ځینی کسان له نهرونو د جغل او شګې راویستو له لارې کورنۍ ته نفقه ګټي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې یو شمېر کسان له نهرونو د شګو او جغل راویستلو له لارې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي. دوی وایي هره ورځ سیاو یا سیاه اب نهر چې د کندز ښار شمال لوري ته د چرمګرۍ سیمې کې موقعیت لري ورځي او له ۴ تر ۵ سوو افغانیو ګټه کوي.  ۴۵ کلن عبدالستار چې لس کاله کېږي همدا کار کوي وایي، په نږدې  یو ساعت کې یوه کراچۍ شګه د نهر له اوبو راباسي، او هره کراچۍ شګه په ۷۰ افغانۍ پر خلکو پلوري. عبدالستار وایي:" دا دغلته اچوو،موټر چې راغلل نو بیا موږ یو موټر په ۳۰۰ افغانۍ خرڅوو او ۵۰ افغانۍ اجاره ورکوو. یو موټر... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام: نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د پیسو لېږد جاري وساتي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي.  مري اېلین مک ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان د اقتصادي سقوط پر مورګه ولاړ دی. ګرووارټي وویل:" ۲۰۲۲ کال لپاره کافي پیسې نه لرو. هیله لرم چې په جنوري میاشت کې به ۱۲ ملیونه کسانو ته مرستې ورسوو، خو دا بیاهم د هغو خلکو نیمايي برخه ده چې نن د غذايي مصؤنیت د نشتوالي له سخت حالت سره مخ دي." مېرمن مک ګرووارټي یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار... Читать дальше...

قمر جاوېد باجوه د امریکا سفارت له شارژدافېرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له شارژدافېرې سره په کتنه کې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي.  د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یو بیان کې ویلي چې جنرال قمر جاوېد باجوه پرون د مرغومي په ۲۳مه له انجېلا اګیلر سره د کتنې پرمهال د افغانستان په ګډون د سیمې پر امنیت او نورو مسایلو بحث وکړ.  بیان زیاتوي چې د پاکستان لوی درستیز او د امریکا د سفارت شارژدافېرې په افغانستان کې د روان بشري حالت په اړه هم خبرې وکړې.  لویدیځو هېوادونو له افغانستان سره د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Нюша

Стали известны подробности о разделе имущества Нюши после развода с Сивовым





Rss.plus
РПЛ

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ




Певица Ёлка поучаствовала в уличной фотосессии в деловом образе

В Москве задержали участника нападения банды Басаева на Буденновск

Суд оставил под стражей фигуранта дела о «Крокусе» Шарипзоду*

Интервью с китайским фотохудожником Алмондом Чу




د پاکستاني طالبانو ډلې د خپل پخواني ویاند خالد بلتې مړینه تائید کړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني طالبانو ډلې TTP د خپل پخواني ویاند خالد بلتې مړینه تائید کړه.  د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، بلتي چې د محمدخراساني په مستعار نوم یادېدو او پخوا د دې ډلې له مرکزي مشرانو څخه و، د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی.  د TTP اوسنی ویاند چې هغه هم محمد خراساني نومېږي د بلتې د وژل کېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې دوی به یې غچ واخلي.  د بلتي د وژلو مسؤلیت تراوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی. بلتي پخوا د TTP  له قوماندانانو... Читать дальше...

ترکیې او ارمنستان د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره خوشبیني څرګنده کړې 

Pa.azadiradio.com 

ترکیې او ارمنستان پرون د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو په درشل کې خوشبیني څرګنده کړې ده.  د ترکیې او ارمنستان ځانګړي استازي به د مستقیمو خبرو لومړی پړاو د جون په ۱۴مه په مسکو کې پیل کړي. دا مذاکرات د روسیې په منځګړیتوب په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.  ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په انقره کې د اروپايي ټولنې د سفیرانو غونډې ته وویل، ترکیې له ارمنستان سره د خپلو اړیکو د عادي کولو بهېر پیل کړی دی. هغه زیاته کړه، د ارمنستان لپاره دا مهمه ده چې له دې فرصته ګټه واخلي او له اذربایجان سره هم ښې اړیکې ټینګي کړي. Читать дальше...

هنګري؛ د ډاکټر له مشورې وروسته خلکو ته د کرونا ضد واکسین څلورم ډوز تطبیقوي

Pa.azadiradio.com 

د هنګري حکومت وايي، هغو خلکو ته به د کرونا ضد واکسین څلورم ډوز هم تطبیق کړي چې له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وغواړي.  د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان د دفتر رئیس ګیرګلي ګولیاس د حکومت دا پرېکړه پرون اعلان کړه.  له هنګري مخکې ډنمارک د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د واکسین څلورم ډوز به هغو خلکو ته چې کمزوري دي تطبیق کړي. همداراز اسراییلو او چیلي د کرونا ضد واکسین د څلورم ډوز تطبیق تر کار لاندې نیولی.  د هنګري د نږدې لس ملیون وګړو څه باندې شپږ ملیونه خلکو لږترلږه دوه ډوزه او په دوی کې شااوخوا ۳ ملیونه خلکو د واکسین درېیم ډوز لګولی دی. Читать дальше...

طالبانو په فاریاب کې هغه قوماندان خوشې کړ چې نیول کېدو یې اعتراضونه رامنځته کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي چې مخدوم عالم د ځینو راپورونو په اساس د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوی و. په فاریاب کې د طالبانو د دې ازبک ټبره قوماندان له نیول کېدو وروسته پرون د مرکز میمنې یو شمېر اوسېدونکي د لاریون لپاره لارو کوڅو ته راووتل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې په میمنه کې اوس کراري ده. وثیق وایي:" په فاریاب کې یو کس د استخباراتو له خوا بلل شوی و، تر څو د ځینو مواردو په اړه له هغه پوښتنې ګروېږنې وکړي. د دې کس د... Читать дальше...

ګوترېش: په افغانستان اقتصادي بندیرونه لېرې او کنګل شوي شتمنۍ یې ازاده کړئ

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په افغانستان کې د خلکو د ژوند او اقتصاد د ژغورنې لپاره د هغو مقرراتو د ځنډېدو غوښتنه کړې چې تطبیق یې په دې هېواد کې د اسعارو د کارولو مخه نیسي. ښاغلي ګوترېش پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شااوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه. ګوترېش وویل چې افغانستان ته باید د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي څو د ملکي ادارو د مامورینو معاشونه اجرا شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم په څېر ضروري خدمات وړاندې کړای شي. Читать дальше...

مسؤلین: په کونړ ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتیايي مرکز تړل شوی 

Pa.azadiradio.com 

په کونړ ولايت کې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د بستري کېدلو خدمات بند شوي دي. دا روغتيايي مرکز چې پخواني حکومت جوړ کړی ځيني مالي او تخنيکي لګښتونه يې د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا ورکول کېدل. د دې مرکز چارواکي وايي په وروستيو مياشتو کې د درملو او تخنيکي وسايلو په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او پنځه مياشتې کېږي چې کارکوونکو يې معاشونه هم نه دي اخيستي. په کونړ ولايت کې د معتادینو د درملنې شل بستريز مرکز مشر ډاکټر اجمل فضلي ازادۍ راډيو ته وويل چې د طالبانو حکومت او نړیواله... Читать дальше...



Москва

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил об окончании строительства городского вокзала «Кутузовская»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Долина, Бутман и его оркестр представили Россию на Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Андре Агасси

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

3 детские зубные щетки "Ревилайн" по цене 2 в магазине "Ирригатор.ру" ко Дню защиты детей



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России