Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 21.01.2022

۴۰ امریکايي سناتوران بایډن ته: د افغانستان د کنګلو پیسو عمده برخه خوشې کړئ

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناروین په تړاو اندېښنې د هرې ورځې په تیرېدو سره لاپسې ډیریږي. د کابل ښار اوسیدونکی احمد شهرام یو وړوکی کاروبار لري وایي، د کابل شهرنو کې یې نږدې پنځه لکه افغانۍ پانګونه کړې وه، خو د طالبانو په راتګ یې کاروبار په ټپه ودرېده او پانګه یې ختمه شوه. دی زیاتوي: "لکونه پیسې مې پر هوټل پانګونه وکړه او په شهرنو کې مه د انلاین خوړو د رسولو خدمات پیل کړي وو؛ د نظام په سقوط سره هم مې پیسې له لاسه لاړې او هم د هوټل پیسې مې په کور کې مصرف کړې. نه پوهېږمه چې څه وکړمه؛ یوه دنیا... Читать дальше...

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې عالیه عزیزي خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو د عالیې عزیزي په نوم د نیول شوې پخوانۍ چارواکې د بې قېد او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.   عالیه عزیزي چې په تېر حکومت کې د هرات د ښځینه زندان مشره وه، د ۲۰۲۱م زیږديز کال د اکتوبر میاشتې پر دوهمه نېټه کار ته پر لار ونیول شوه.   د بښنې نړیوال سازمان نن جمعه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره د عالیې عزیزي د نیول کېدو موضوع وڅېړي.   دغه سازمان له طالبانو وغوښتل چې مېرمن عزیزي ژر تر ژره به کوم شرط پرته له توقیفه خوشې کړي.   د طالبانو حکومت... Читать дальше...

د قزاقستان ولسمشر په دې هېواد کې د اعتراضونو لاملونه څرګند کړل

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر وايي، د شتمنو او بې وزلو ترمنځ 'د نه منلو خلا' په دغه هېواد کې د حکومت ضد خونړیو اعتراضونو سبب شوه.  قاسم ژومارت توقایف د مخکښو کار و بارونو له استازو سره نن په کتنه کې وویل، د ځینو معترضانو له خوا د ایجادو شوېو ستونزو د حل لپاره، واقعي اصلاحاتو او په ټولنیزو جوړښتونو کې ژور بدلون ته اړتیا لیدل کېږي.   په قزاقستان کې د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله اعتراضونه پیل شول چې وروسته د لوی ښار الماتې په ګډون نورو ښارونو ته پراخ شول.   چارواکي وايي، د اعتراضونو پرمهال... Читать дальше...



ناروې طالب استازو ته بلنه ورکړې ده  

Pa.azadiradio.com 

ناروې د طالبانو استازو ته د ناروې له چارواکو، د نړۍ د مدني ټولنې او افغانانو له استازو سره د خبرو بلنه ورکړې ده.  د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اوسلو کې به دغه خبرې را روانه یکشنبه پیل او تر سې شنبې پورې روانې وي.  د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، دغو خبرو کې به په افغانستان کې د بشري بحران د کمېدو او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پر لارو بحث وشي.  د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې، انیکن هویت-فلدت (Anniken Huitfeldt) نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د دې کتنو هدف د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل نه دي. Читать дальше...

ګوترېش: په کار نه ده افغانان د طالبانو د غلطو کړنو له کبله مجازات شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د لوږې له کبله د مړینو د خطر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ. انتونیو ګوترېش پرون پنجشنبه د دې سازمان د سرمنشي په توګه د خپلې دوهمې دورې د پیل په مناسبت له اسوشېټېډ پریس اژانس ته په مرکه کې وویل، په کار نه ده افغانان د طالبانو د غلطو کړنو له کبله په ډله ییز ډول مجازات شي. د ګوترېش په خبره دا ډېره مهمه ده چې له افغانستان سره بشري مرستې لا زیاتې شي، ځکه افغانان په داسې وضعیت کې دي چې د لوږې له کبله یې ژوند ته د مرګ خطر پېښ دی. انتونيو ګوترېش په خپلو خبرو کې... Читать дальше...

ایران، چین او روسیې خپل درېیم پوځي سمندري تمرینونه پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

ایران، چین او روسیې نن د هند په سمندر کې خپل درېیم پوځي سمندري تمرینونه پیل کړل.   دا تمرینونه داسې مهال پیلېږي چې درې واړه هېوادونه د امریکا له متحدو ایالاتونو سره د سیمې په سطحه له تقابل سره مخامخ دي.   د ایران د سمندري ځواکونو ویاند مصطفی تاج الدیني د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د دوی وسله والو ځواکونو او سپاه پاسداران انقلاب نن 'د ۲۰۲۲م زیږدیز کال د امنیتي- سمندري کمربند" په نوم پوځي تمرینونو کې له وړو کښتو او څرخي الوتکو سره برخه واخیسته.   په دغو تمرینونو کې بېلابېل تاکتیکونه... Читать дальше...

ګڼو هېوادونو کې د کرونا د زیاتېدو له کبله محدودیتونه سخت شول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله محدودیتونه سخت شول.   د پاکستان چارواکو نن جمعه د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس اووه زره شپږسوه اته اویا مثبتو پېښو خبر ورکړ چې دا د کرونا وبا له پیله بې ساری لوړ شمېر دی. په دې موده کې د ۲۳ کسانو مړینه هم ثبت شوې ده.   د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه هېواد تازه محدودیتونه اعلان کړل چې له مخې یې په ښارونو او ولسوالیو کې په سرپټو ځایونو کې غذاخوړل منع شوي دي.  په اروپا کې پولنډ... Читать дальше...

یونېسف ادارې خوست کې پر  بې وزلو او یتیمو ماشومانو مرستې وویشلې

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې پر۴۰۰ یتیمو، بې وزله او هغو ماشومانو باندې چې د کورنۍ سرپرستي يې ښځې او ماشومان پر غاړه لري، د ۹ قلمه بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته ووېشل شوه. یادې مرستې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په مالي لګښت برابرې شوې وې. د جنوري په ۲۰مه د ودان موسسې یو تن مسوول عبدالمتین خېبر ازادي راډیو ته وویل، په دې بکسونو کې هر ماشوم لپاره موزې، جرابې،  پتلون، بنینونه، زیردریشۍ، د غاړې دستمالونه،  خولۍ، جمپرونه او نور ژمني توکي په کې دي. عبدالمتین خېبر زیاته کړه: "موږ د څلور سوه بې وزله،... Читать дальше...



۲۰ اورېز جام؛ د افغان کرکټ لوبډلې حریفان مشخص شول

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شلو اوورونو  په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې حریفان مشخص شول.   د کرکټ نړیوالې شورا د نن ورځې د اعلامیې له مخې، افغانستان به د نړیوال جام په اول ګروپ کې له اسټرالیا، انګلستان او نیوزلنډ سره مسابقه وکړي.   په پام کې ده افغانستان د غوراوي پړاو له دوو ټیمونو سره هم مسابقه وکړي چې وروسته به مشخص  شي.   د ۲۰۲۲ کال د کرکټ د شلو اوورونو نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر میاشتې له ۱۶مې د نوومبر تر ۱۳مې  په اسټرالیا کې کېږي.    افغانستان د شلو اورونو په نړیوال جدول کې اووم مقام لري.

انتوني بلېنکن به سرګي لاوروف سره د کړکېچ د کمولو لپاره وګوري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن جمعه (د سلواغې ۱) په جنیوا کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د کړکېچ د کمولو لپاره وګوري.  دا کتنه داسې مهال کېږي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په صورت کې د سختو عواقبو خبرداری ورکړل شوی دی.   په دې وروستیو اونیو کې په ډپلوماټیک ډګر کې تر کړکېچ وروسته د امریکا او روسیې د جګپوړو ډپلوماټانو ترمنځ په سویس کې خبرې شوي، خو په ختیځه اروپا کې د امنیتي مسالو په اړه د لویدیځ د ډپلوماټانو او مسکو ترمنځ د ژور واټن پر کمېدو بریالۍ نه شوې.   انتوني... Читать дальше...

۴بېلاروسي چارواکي د راین ایر الوتکې د اجباري ناستې په توطیې تورن شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو عدلیې وزارت د بېلاروس څلور حکومتي چارواکي په ۲۰۲۱م زیږدیز کال د یوه مخالف خبریال د نیولو لپاره په مېنسک کې د راین ایر هوايي شرکت د یوې الوتکې د اجباري ناستې په توطیه تورن کړل.   په تورنو کسانو کې دوه د بېلاروس د هوایي چلند د ادارې او دوه نور هم د بېلاروس د دولتي امنیت د خدماتو افسران دي.   د بېلاروس دغه څلور چارواکي تورن دي چې د دوی د سازش په پایله کې د بېلاروس امنیتي ادارو یو مخالف  خبریال ونیوه.   پرون د نیویارک په فدرالي محکمه کې په ثبت شوي اتهام­لیک کې څارنوالانو... Читать дальше...

معتادین:طالبان مو ډبوي؛ عالمان: د معتادینو ځورول د اسلامي ارزښتونو خلاف دي

Pa.azadiradio.com 

ځينې معتادین ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت نظاميان ناوړه چلند ورسره کوي.دې معتادینو ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو نظاميان په ښار کې د ګرځېدو پر مهال هغوی ځوروي او ډبوي. فقير محمد له څلورو کالو راهيسې نشه کوي او ډېری وختونه له کورنۍ څخه لېرې په کنډوالو کې شپې سبا کوي.   فقير محمد او اغامحمد چې د کابل ښار د باغ علي مردان په يوه څنډه کې د يوه دېوال پيتاوي ته یې پښې غځولي، د ټولنې د ناسم چلند په اړه شکايت کوي او وايي چې پخوا پولیسو ځورولو، خو اوس مو طالبان وهي او ډبوي. فقیر محمد وايي: "اوس... Читать дальше...

طالبان: ترکیې او قطر سره د ۵ هوايي ډګرونو د چارو په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په تړاو یوې عمومي هوکړې ته نېږدې شوي دي. د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه کابل کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د طالبانو، ترکیې او قطر ګډو پلاويو ترمنځ ناستې او بحثونه وشول. ښاغلي احمدي دا هم وویل چې ترکیه او قطر به د ماشینرۍ او سکن برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي: "د پنځه هوایي... Читать дальше...

فعالان: نشه‌يي توکو سره د بنسټيزې مبارزې لپاره دې د کوکنارو کښت بند کړل شي

Pa.azadiradio.com 

د کابل او فراه له زندانونو څخه د سلګونو معتادینو تر رخصتېدو وروسته اوس د طالبانو حکومت د کندهار او هرات ولایتونو له ښارونو څخه سلګونه معتادین راټول کړي او په زندان کې يې ساتلي دي. مدني فعالان د معتادینو راټولول د نشه يي موادو غوښتنې کمولو لپاره ګټور کار بولي او د دې تر څنګ له حکومته غواړي چې د دې معتادینو درملنه په معیاري ډول وکړي. د هرات ولايت دوه مدني فعالان فيروز احمد بهزاد او عبدالرازق یوسفي وايي، که افغانستان کې د کوکنارو کښت بند نه کړل شي او د دې ترڅنګ د نشه يي موادو د قاچاقو مخه و نه... Читать дальше...

نیوزویک مجله: د طالبانو له واکمنۍ سره وېره شته چې پر افغانستان بهرنۍ مرستې ودرېږي

Pa.azadiradio.com 

نیوزویک مجله نیوزویک مجلې د امریکا د متحد ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن خبرې رااخیستې دي چې د چهارشنبې په ورځ یې د خپلې ولسمشرۍ د کالیزې په ورځ څرګنده کړه چې له افغانستانه د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په خاطر بښنه نه غواړي. نیوزویک لیکي چې  د دې سربېره ولسمشر بایډن د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې پر رامنځته شویو بدلونونو خواشېني څرګنده کړه.  نیوزویک مجلې بیا د ولسمشر بایډن دا خبره رااخیستې ده چې وایي، که چېرته امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شوي وای نو باید د شل... Читать дальше...

د اتریش پارلمان د کرونا ضد واکسین د جبري کیدو لایحه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د اتریش پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې له راتلونکې میاشتې څخه د لویانو لپاره د کرونا ویروس ضد واکسین جبري کېږي.  له دې سره به اتریش لومړنی اروپايي هېواد وي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف له اعتراضونو سره-سره واکسین جبري کوي.  د اتریش د وګړو په سلو کې ۷۲ تراوسه پورې په بشپړ ډول د کرونا پر وړاندې واکسین شوي. د اروپايي ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې هم د واکسین شوېو وګړو اوسط په سلو کې شااوخوا اویا دی.  په اتریش کې د کرونا د مخنیوي لپاره د واکسین د تطبیق په هدف د حکومت د تدابیرو پر... Читать дальше...

د مالدووا پارلمان په دې هېواد کې د بېړني حالت اعلان تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې له ګازپروم شرکت سره د ګاز د بیې پر سر له لانجې وروسته د مالدووا پارلمان په دې هېواد کې د شپېتو ورځو لپاره د بېړني حالت اعلان تصویب کړ.   د مالدووا صدراعظمې ناتالیا ګاوريلیتا پرون پنجشنبې پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، وروسته له دې چې د روسیې د ګاز د صادراتو ستر شرکت ګازپروم د ګاز د بیو د پرې کولو طرح رد کړه، یوه نوي رژیم ته اړتیا لیدل کېږي.  له دې څرګندونو وروسته پرون ناوخته د مالدووا د ګاز شرکت وویل، ګازپروم ته یې د جنوري میاشتې پیسې مخکې له مخکې ورکړې دي.  مېرمن ګاوریلیتا وویل، بېړنی... Читать дальше...

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو خپله سیالي پاکستان ته وبایلله

Pa.azadiradio.com 

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو پرون د دې کټکورۍ د یو- ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې خپله دوهمه سیالي پاکستان ته وبایلله.  لوبه پاکستان پیل کړه، په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۳۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.  افغان لوبډلې پنځوس اوورونه پوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.  افغان لوبډلې د دې لوبو په لړۍ کې د سې شنبې په ورځ پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو په توپیرماتې ورکړه او درېیمه لوبه به یې سبا له زیمبابوې سره وي.  د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په... Читать дальше...

طالبان: ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۵۷ نوي مثبتو موارد ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون، د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ۱۵۷ نوېو مثبتو مواردو د ثبت خبر ورکوي.  د روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له ۱۲۷۵ نمونو څخه چې له هېوادوالو مو اخیستي وې، ۱۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۳۳ کسان بېرته روغ شوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مړینه نه لرو."  د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرنو له مخې تردې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې نژدې یو لک او شپېته زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې څخه ۷۳۸۶ کسان مړه شوي، خو د... Читать дальше...

د جرمني پولیسو ۹تنه غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پولیسو هغه ۹تنه افغان ځوانان نیولي دي چې په یوه لارۍ کې په غیرقانوني ډول دې هېواد ته ننوتي وو.  د جرمني د شتوتګارت ښار پولیسو په یو بیان کې وايي، د لارې ډرېور د چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې د لویې لارې په اوږدو کې په یوه دمه ځای کې درېدلی او د دې کسانو غږ یې اورېدلی، د جنوبي ښار وورتهایم پولیسو ته یې خبر ورکړ.  پولیس وايي، له ټرکه یې ټول نهه افغانان چې عمرونه یې د ۱۲- ۱۶ کلونو ترمنځ دي او ټول پناه غوښتونکي وو، روغ رمټ وموندل.  د راپورونو له مخې دا ځوانان په شتوتګارت ښار کې د تنکیو ځوانانو د ساتنې یو مرکز ته بوول شوي دي. Читать дальше...

طالبان: اروپايي ټولنې رسماً کابل کې خپل سفارت پرانیست 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانیستو خبر ورکوي.  د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې د اروپايي ټولنې له استازو سره له پرله پسې لیدنو کتنو او تفاهم وروسته دې ټولنې په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت رسماً پرانیست او عملي کار یې په کې پیل کړ.  باختر دولتي خبري اژانس هم په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانېستو خبر تایید کړی دی.  که څه هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پر رسمي ټویټر په دې اړه څه نه دي ویل شوي... Читать дальше...

بایډن پوتین ته: د اوکراین سرحد ته د روسيې هر راز پوځي حرکت به 'یرغل' وګڼل شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون پنجشنبه (د مرغومي ۳۰مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ده ولسمشر ولادیمیرپوتین ته په ډاګه کړې چې د اوکراین د سرحد پر لور د روسیې هر راز پوځي خوځښت به پر دې هېواد 'یرغل' وګڼي. ښاغلي بایډن زیاته کړه چې ولسمشر پوتین ته د ده خبرې واضحې وې: "ما له ولسمشر پوتین سره سپینې خبرې وکړې. هغه په دې پوهېږي چې که د روسیې هر ډول تجهیز شوې قطعې د اوکراین د پولې خوا ته وخوځېږي یرغل به وګڼل شي او سختو او منظمو اقتصادي اقداماتو به ځواب ورکړل شي. په دې اړه مو له خپلو متحدانو سره... Читать дальше...

د سره صلیب کمېټه: بشري بحران چې څومره زور اخلي زیان یې کمزورو خلکو ته ډېر اوړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ICRC څانګه وايي، دا خیریه ټولنه اوس له وخت سره سیالي کوي، په دې معنی چې د افغانستان په سخت ژمي کې خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره کم وخت لري. سره صلیب چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې هم په افغانستان کې کار ته دوام ورکړی، پر خپل ټویټر په یو بیان کې لیکلي، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې د تېر کال پرتله په سلو کې ۳۰ زیاتوالی ښيي. د سره صلیب نړیوالې کمیته دې بیان کې لیکي چې له نورو خیریه ټولنو سره په ګډه به خپلې هڅې پیاوړې کړي، خو زیاتوي چې... Читать дальше...



Москва

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

Стали известны подробности развода Алсу




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Сюзанн Ленглен

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Первые покупатели получили ключи от SWM G01F



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России