Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 16.01.2022

په اوکراین کې سر نننه د رسمي ژبې قانون عملي کیږي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې سر له نن یکشنبه د ژبې په اړه هغه قانون عملي کېږي چې له مخې یې ټولو چاپي رسنیو غواړي په اوکرایني ژبه چې رسمي ده خپرونې وکړي. د دې کار هدف د اوکراین په عمومي حوزه کې د روسۍ ژبې د کارونې د مخې ډب کول دي. دغه قانون په ۲۰۱۹م کال کې تایید شوی و، خو په روسۍ ژبه یې نشرات نه وو منع کړي، بلکې سپارښتنه یې کړې وه چې په موازي ډول دې په اوکراینۍ ژبه هم مطالب چاپ شي. دغه کار د چاپي رسنیو لپاره چې مارکیټ یې په خرابېدو دی، یو ګټور انتخاب نه ګڼل کېږي. د دې نوي قانون ملاتړي وايي چې دا قانون یې... Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيې چې په افغانستان کې د څلورویشتو ساعتونو پرمهال د کرونا ویروس اته دېرش مثبتې پېښې ثبت شوي دي.  د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر، نن ازادي راډیو ته وویل: "د هېواد په کچه د پرون وروستۍ شمېرې دا دي چې د ۸۲۹ سمپلونو له جملې ۳۸ یې مثبتې پېښې وې. یو تن هم مړ شوی. ۲۹ نور کسان پرون روغ شوي. د مثبتو پېښو له جملې ۲۹ یې په کابل، اته په هلمند او یوه هم په لغمان کې ثبت شوې ده. یو تن په کابل کې مړ شوی دی."  د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا وبا له پیله په افغانستان کې د کرونا... Читать дальше...

د طالبانو واکمني؛ نظرپوښتنه: ۹۵سلنه خبریالان معلومات نه‌شي خپرولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶مه) د خپلې هغې نظرپوښتنې پایلې اعلان کړې چې په کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ خبریالانو سره خبرې شوې وې.  د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ چې انلاین ډول ترسره شوې، څه باندې ۹۵ سلنه پوښتل شوېو خبریالانو ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول معلومات نه شي خپرولی. دغه نظر پوښتنه کې نېږدې ۹۰ سلنه پوښتلو شوېو خبریالانو ویلي چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د مشخص قانون د نشتوالي له امله د معلوماتو د راټولولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...



خوست کې طالب چارواکي: د عواید په راټولولو کې ۵۱ سلنه ډېروالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې طالب چارواکي وايي چې د تېر پرتله د دې ولایت حکومتي عواید لوړ شوي دي. دوی حکومتي مامورینو سره د مالیه ورکوونکو  همکارۍ ستايي او وايي،  نظام هغه مهال خپلو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کولی شي چې مالیات په خپل وخت او شفافه بڼه راټول شي. چارواکو یادې څرګندونې د جنوري په ۱۶ مه په دې ولایت کې د مالیاتو د اوونۍ د نمانځنې پرمهال وکړې. د خوست مستوفي مولوي محمدشریف ازادي راډیو ته وویل، د روان لمریز کال په تېره ربع کې ۵۱ سلنه اظافي عواید راټول شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "په درېیمه ربع کې څه هم... Читать дальше...

کابل کې د اجباري حجاب او ځینو محدودیتونو پر وړاندې د مېرمنو لاریون

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځو نن یکشنبه(د مرغومي ۲۶مه) په کابل کې د دوی په خبره د طالبانو له خوا پر دوی د قوانینیو د سختېدو او لګېدلو محدودیتونو په غبرګون لاریون وکړ. دوی وايي، دا لاریون یې د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې پر دوی د ګرځېدو برخه کې د ځینو محدویتونو، اجباري حجاب او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې کړی دی. د دې لاریون له مسوولینو تمنا زریاب پریاني ازادي راډیو ته وویل: " که څه هم زموږ غوښتنې تر ډېره تکراري وې، خو موږ په ټینګار سره وغوښتل چې پر افغان مېرمنو دې د حجاب او د سفر برخه کې وضع... Читать дальше...

روسی لوبغاړی حبیب نور محمدوف په کرونا ویرویس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د ازادو سیالیو روسی لوبغاړی حبیب نور محمدوف د کرونا په ویرویس اخته شوی دی.   یوې روسي رسنۍ اعلان کړی چې حبیب اوس د سنګارپور په یوه هوټل کې قرنطین دی.   ټاکل شوې وه چې د ازادو سیالیو دا اتل په یوه نړیوال ټورنمېنټ کې ګډون وکړي، خو سنګاپور ته له ورتګ سره هلته په کرونا اخته شو او په دې بریالی نه شو چې په یادو سیالیو کې ولوبېږي.

غزني کې د سکي سیالۍ پای ته ورسیدې

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې د سکي سیالیو لومړی دور پای ته ورسېد.  د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې، د سکي ۱۲ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.  ښاغلی قاري زاده وايي، په دې سیالیو کې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو.  نوموړي زیاته کړه چې د ځوانانو په کټګورۍ کې محمد یاسر عزیزي لومړی، سیرت غزنوي دوهم او ناصر اصغري درېیم مقامونه ترلاسه کړل.  د تنکیو ځوانانو په کټګوري کې منصور عزیزي اول، ساحل اصفي دوهم او ادریس عزیزي درېیم مقامونه وګټل. Читать дальше...

هرات کې د سوک وهنۍ سیالۍ؛ طارق رضايي لومړی مقام وګاټه

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.  د هرات د بدني روزنې او ورزش ادارې فني مدیر ضیاالحق ضیا نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ چې نن سهار پیل شوې او له غرمې وروسته پای ته ورسېدې، ۷۵ لوبغاړو په کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په کټګورۍ کې ګډون کړی وو.  ښاغلی ضیا د دې سیالیو هدف د سوک وهنې په برخه کې د ځوانانو د مهارتونو لوړول بولي.  د دې سیالیو په پای کې د لومړي مقام ګټونکي طارق رضايي، د دوهم مقام ګټونکي نوید احمدي او د درېیم مقام ګټونکي نورالله ته مډال او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.



لغمان کې یوه کورنۍ: طالبانو زموږ ۲ غړي په ډزو وویشتل؛ طالبان: 'سهواً' لګیدلي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان په مرکز مهترلام کې د پرونۍ پېښې قرباني کورنۍ وايي، طالبانو یې د کورنۍ دوه تنه په ډزو وېشتلي، خو لا یې د دوی پوښتنه هم نه ده کړې.  د دې پېښې په ویډیو کې لیدل کېږي چې په کې یوه مور او لور په وینو لړلې روغتون ته لېږدول کېږي.  په ویډیو کې ادعا کېږي چې پر دې دواړو ښځو یوه طالب وسله‌وال په پاسپورټ مدیریت کې دننه هغه مهال چې دوی بایومټریک ته کتار کې ولاړې وې، ډزې وکړې.  دا دواړه مور او لور اوس د لغمان په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.  د قرباني کورنۍ یو غړی او د پېښې عیني شاهد عبدالرزاق... Читать дальше...

په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي چې له مخې یې ټولو چاپي رسنیو غواړي په اوکراینۍ ژبه چې رسمي ده خپرونې وکړي.   د دې کار هدف د اوکراین په عمومي حوزه کې د روسۍ ژبې د کارونې د مخې ډب کول دي. دغه قانون په ۲۰۱۹م زیږدیز کال کې تایید شوی و، خو په روسۍ ژبه یې نشرات نه وو منع کړي، بلکې سپارښتنه یې کړې وه چې په موازي ډول دې په اوکراینۍ ژبه هم مطالب چاپ شي.   دغه کار د چاپي رسنیو لپاره چې مارکیټ یې په خرابېدو دی، یو ګټور انتخاب نه ګڼل کېږي.   د دې نوي قانون ملاتړي وايي چې... Читать дальше...

کابل کې چاودنه شوې، یو ماشوم یې وژلی دی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوې چاودنې یو ماشوم وژلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا چاودنه نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند بتخاک څلور لاري سره نږدې شوې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند عقیل جان عزام رسنیو ته په استولي پیغام کې دا پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي. د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

ټکساس کې د پاکستانۍ عافیې صدیقي د پلوي له لوري برمته شوي خلک خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د ټکساس والي ګریګ اباټ ویلي، د یوه عبادتځي دننه برمته شوي ټول کسان روغ رمټ خوشې شوي دي.   اباټ پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره د عبادت کوونکو په حواله لیکلي او زیاته کړې ده چې دا لانجه پای ته رسېدلې ده.   د راپورونو له مخې یوه کس څلور کسان د یهودانو په عبادت ځای کې برمته کړي وو او په بدل کې یې د هغې پاکستانۍ ښځې د خوشې کېدو غوښتنه کوله چې له القاعده سره د اړیکو تور پرې پورې دی.   د کولیویل د پولیسو مشر میخایل مېلر خبریالانو ته ویلي،  برمته کوونکی مړ شوی دی.   د مېلر په وینا د فدارلي پولیسو د... Читать дальше...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د سختې بې وزلۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د سختې بې وزلۍ د زیاتېدو په باب خبرداری ورکړ.  انتونیو ګوتیریش پرون په ټویټر کې لیکلي، که نړیواله ټولنه نورې کوټلې هڅې ونه کړي، په افغانستان کې به تقریباً هر نارینه، ښځه او ماشوم له سختې بې وزلۍ سره مخامخ شي.   ګوتیریش لیکلي چې د اقتصادي او ټولنیز زوال د مخنیوي لپاره باید همدا اوس لاس په کار شو او داسې لارې چارې پیدا کړو چې د میلیونونو افغانانو د نور کړاو مخنیوی وشي.   د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته په خبرو کې د ځینو شرایطو... Читать дальше...

کرونا ويروس؛ هند په ۵ ایالاتونو کې پر کمپایني غونډو بندیز تمدید کړ

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ويروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله د هند د ټاکنو کمېسیون په پنځو ایالاتونو کې پر سیاسي لاریونونو او کمپایني غونډو بندیز تمدید کړ.   په همدې حال کې چې چین په پلازمېنه پیکنګ کې د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې اومېکرن د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړ.  په هند کې په تمدید شوي بندیز کې په سرپټو ځایونو کې د سیاسي ګوندونو پر هغو مناسبتونو او غونډو بندیز شامل نه دی چې تر ۳۰۰ لږ کسان په کې راغونډېږي.  دغه بندیز به د جنورۍ تر ۲۲مې روان وي.   په پنځو ایالاتونو کې به د اسامبلۍ لپاره ټاکنې په اوو پړاوونو... Читать дальше...

جوزجان کې د ښځنیه سوداګرو فعالیتونه بیا پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د ښځنیه سوداګرو د فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکوي.  د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر معلم تورخي نن ازادي راډيو ته وویل، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د ښځینه سوداګرو کارونه په ټپه درېدلي وو، خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې دا فعالیتونه بیا پیل شوي چې اوس د دې سوداګرو تولیدات او محصولات د جوزجان او نورو ولایتونو په بازارونو کې پلورل کیږي.  ښاغلی تورخی وايي، له ۱۵۰ ډېرې مېرمنې په ۱۹ بېلابېلو ټولنو کې سوداګریز فعالېتونه کوي او لسګونه نورې ښځې... Читать дальше...

افغانستان ته د ایران واردت ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته افغانستان ته د ایران واردت ډېر شوي دي.  د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سیاسي بدلونونو په سوداګریزو چارو په ځانګړي توګه په وارداتو منفي تاثیر کړی و، خو په وروستیو څو اوونیو کې له ایرانه د افغان سوداګرو واردات عادي حالت ته راګرځېدلي دي.  که څه هم ښاغلي الکوزي له ایرانه افغانستان ته د واردات کره ارقام و نه ښودل، خو ويې ویل چې افغان سوداګر تر ډېره د تولیداتو لپاره... Читать дальше...

د امریکا د ټکساس یوه عبادتځي کې برمته شوي کسان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ټکساس ایالت د یهودانو په یوه عبادتځای یا کنیسې کې ټول برمته شوي کسان روغ رمټ خوشې شول. راپورونه وايي، یوه سړي د برمته کړیو کسانو د خلاصون په بدل کې د یوې پاکستانۍ ښځې چې شک دی له القاعده شبکې سره اړیکې لري، د خوشې کېدو غوښتنه کوله. برمته ګر په پیل کې ۴ تنه یرغمل کړي وو. د ټکساس والي ګریګ اباټ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا لانجه پای ته رسېدلې او ټول برمته شوي کسان روغ رمټ دي. د پېښې د سیمې د پولیسو قوماندان په یوه خبري غونډه کې وویل چې برمته ګر وژل شوی دی.

د متقي په مشرۍ طالب پلاوي عشق اباد کې د ترکمنستان له چارواکو سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکمنستان کې د هغه هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخیزو، سیاسي، ډپلوماټیکو، اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو او اقتصادي پروژو خبرې وکړې. د امیرخان متقي په مشرۍ یوه پلاوي د جمعې په ورځ ترکمنستان ته سفر وکړ.  د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ وویل چې دوی په افغانستان د ترکمنستان د اقتصادي پروژو لپاره زمینه برابروي او ملاتړ یې کوي.   د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ویلي و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین وفا حاجییف په... Читать дальше...

طالبان: هیله من یو چې نوي کال کې به د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي پرانېستل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو او له شپږم ټولګې پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو څه د پاڅه ۵ میاشتې تېرېږي، خو تازه د طالبانو حکومت هیله ښيي چې د نوي لمریز کال د پیل سره سم به، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستل شي. طالبان له دې امله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوي چې ګواکې نوې تګلاره ورته جوړوي، خو اوس یې د پوهنې وزارت چارواکي هیله ښيي چې د نوي ښوونیز کال تر پایه به دا طرحه بشپړه شي. د طالبانو د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...


Музыкальные новости
Uriah Heep

Uriah Heep. Come Back To Me





Rss.plus
Владимир Путин

Путин запретил списывать пенсии детей-инвалидов при взыскании долгов




Едет сам. Первый беспилотный трамвай накатал по Москве 100 километров

Проект "Чемпионата" назвали лучшим digital-проектом в медиа

Преференции для женщин и детей: в Москве обсудили инициативы депутатов в области сохранения семьи

В Университете Правительства Москвы прошла конференция, посвященная проектному менеджменту в государственном управлении




کندز کې طالب چارواکي: روان کال ۳۰ ټُنه شات تولید شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې په روان کال کې ۳۰ ټُنه شات تولید شوي او دغه راز په دغه ولایت کې د شاتو مچیو د پالنې او روزنې کار او بار هم د ودې په حال کې دی. د دې ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست طالب چارواکي وايي، دې ولایت کې څه باندې ۴۰۰ د شاتو مچیو فارمونه موجود دي او سلګونو کسانو ته په کې د کار زمېنه هم برابره شوې ده. د دغې ادارې رئیس مولوي امان الله حسن ازادي راډيو ته وویل: "روان کال کې د کندز ولایت په کچه ۳۰ زره کیلو شات تولید شوي، مجموعاً ۳۰ ټُنه کېږي. وخت نا وخت زموږ مسلکي کار کوونکي د مچیو... Читать дальше...

کندهار کې د زونونو په کچه د فوټبال لوبې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، هڅه کوي څو د هغو لوبغاړو تشه ډکه کړي چې په وروستیو بدلونونو کې له هېواده بهر وتلي دي. د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې د فوټبال دا لوبې د افغانستان د اتلانو لیګ وروستي پړاو ته د لوبغاړو د ښې اماده ګۍ په هدف ترسره کېږي چې د ماشومانو او ځوانانو په ګډون سلګونه نندارچیان لري. دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د زون په کچه د فوټبال لوبې لومړنۍ سیالۍ دي چې د یووالي نوم ورکول شوی دی. د څلورو زونونو څخه میوند اتلان، توپان هریرود، شاهین اسمايي او د... Читать дальше...

طالبان: د نوي لمریزکال په پیل کې به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، هیله لري چې د نوي لمریزکال په پیل کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.  ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی: "په ډېرو سیمو کې په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې دوام لري، خو په ځینو سیمو کې د اقتصادي ستونزو او یا د لایحو له کبله چې باید عملي شي، ښوونځي بند دي. موږ په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، کار ته اړتیا لرو." مجاهد همدا راز ویلي چې افغانستان په اوس وخت کې د بشري ځواک له کموالي سره مخامخ نه دی. Читать дальше...

قزاقستان: په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان حکومت وايي چې د دغه هېواد په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۹ امنیتي ځواکونه دي.  د قزاقستان وروستي اعتراضونه د روسیې د پوځي ځواکونو په مرسته وځپل شول او د قزاقستان حکومت ادعا وکړه چې دا اعتراضونه په بهر پورې د تړلیو وسله والو ډلو له لوري د تاوتریخوالي سبب شول.  په قزاقستان کې د ګازو د بیې د دوه برابره کېدو په اعتراض کې سوله ییزې مظاهرې پیل شوې خو ډېر ژر تاوتریخوالی په کې رامنځته شو.  د قزاقستان حکومت په دغو اعتراضونو کې وژل شوي مظاهره چیان ترهګر بللي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د هالنډ پر وړاندې لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د هالنډ پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان کړه. د بورډ په اعلامیه کې راغلي چې د جنوري له ۲۱مې پيلیدونکو درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره غوراوي کمېټې اتلس لوبغاړي غوره کړل. د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دې لوبډله کې د وتلیو لوبغاړو راشد خان، مجیب الرحمن او ګلبدین په څېر څو ځوان لوبغاړي هم شامل شوي. په دې ډله کې د ریاض حسن، عظمت الله عمرزي، شاهدالله کمال او فضل الحق فاروقي نومونه د یادولو دي. دا لوبغاړي د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوه اوونیو تمریني کمپ وروسته انتخاب شوي. Читать дальше...

د بښنې سازمان : طالبانو د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېست

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو پرون شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېست. د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي په ټویټر لیکلي چې طالبانو پرون د هغو ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست چې مظاهرو ته وتلې وې. د "افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ" مشرې زهرا محمدي پرون ماښام (شنبه، د جنوري ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل: "پرونۍ مظاهره د هرات د ښځینه و د زندان د مدیرې عالیې د خوشې کولو په خاطر پلان شوې وه چې له څلورو میاشتو راهیسې لادرکه ده او... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил фестиваль "Москва – на волне. Рыбная неделя"



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Вольфганг Амадей Моцарт

Шуфутинский – по 8000, Моцарт – 800. Какие звезды и почем выступят в Ульяновске в июне




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Уимблдон

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


ЦСКА

Почта России помогла детям-подопечным благотворительных фондов встретиться с футболистами ЦСКА



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России