Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 06.01.2022

په پکتیکا کې د ډبرو سکرو بخارۍ څلور تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو کلي کې د ډبرو سکرو بخارۍ د ګازو له امله څلور تنه وژل شوي دي. په وژل شوېو کې ظاهرخان او د هغه درې تنه ملګري چې مېلمانه وو شامل دي. د ظاهرخان د کورنۍ یوه غړي محمدخان د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د چهارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه رامنځته شوې ده. محمدخان وايي، ۳ میاشتې کېږي چې ظاهرخان له شل کلنۍ مسافرۍ وروسته کلي ته راستون شوی وو. نوموړی زیاتوي:" بخارۍ د ذغالو وه، څلور واړه د شپې د دوی د میلمنو خونې ته راغلي دي، په خونه... Читать дальше...

چین  په کندز کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشي

Pa.azadiradio.com 

د چین هېواد له لوري په کندز ولایت کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشل کیږي. په کندز کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاست رئیس مولوي شفیع الله جواد نن پنجشنبې( د مرغومې په ۱۶مه)  ازادي راډيو ته وویل، د چين هېواد له لوري دغه ولایت ته د ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو لپاره بشري مرستې را رسېدلې او د وېشلو بهېر یې پیل شوی دی. د ښاغلي جواد په خبره چې په دغو پنځه قلمه مرستو کې خوراکي او ژمنې توکي شامل دي او پر مستحقو کورنیو یې د وېشلو لړۍ دوام لري. د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د چین هېواد... Читать дальше...

امریکا او اروپا پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید د سختو عواقبو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو او اروپايي شریکانو یې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په صورت کې د سترو عواقبو خبرداري زیات کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چهارشنبې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ته په واشنګټن کې هرکلی ووایه. د دواړو په لېدنه کې مهمه مسئله له روسیې سره راتلونکې خبرې وې. بلېنکن وویل ده او بایربوک د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې ځواکونو د پنډېدو مسئلې پر وړاندې د ډیپلوماسۍ د پر مخ وړلو او د ټرینګلتیا د راکمولو  پر غوراوي ټېنګار وکړ.  د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...



د افغانستان کرکټ بورد په ۲۰۲۲ کال کې د کرکټ ۹ تورنمنتونه ترسره کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورد په ۲۰۲۲ کال کې د کرکټ څو کورني تورنمنتونه ترسره کوي. د کرکټ بورډ اداری له لوري په خپره شوې اعلامیې کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې به د وزیر محمد اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ، ملي شل اورېز جام سیالۍ، د زونونو په کچه درې-ورځنۍ سیالۍ، د جون او جولای په میاشتو کې د شپږېزه کرکټ لیګ، د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ او د معلولیت لرونکو لوبغاړو د ۵ زونونو ترمنځ په کونړ ولایت کې د کرکټ سیالۍ هغه ټورنمنتونه دي چې په دی کال کې به ترسره شي. Читать дальше...

د غزني مارڅلی، مورڅلی، مورچله، مرڅله او اوسنۍ 'مرسله' تاریخي حیثیت په څه کې دی؟

Pa.azadiradio.com 

د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې د مارڅلی، مورڅلی، مورچله، مرڅله او اوسنۍ مرسله تاریخي غونډۍ ده.   دغه غونډۍ د دواړو ولایتونو له لرې سیمو تر سترګو کیږي چې شنې اوبه ترې راګرځېدلې، دې اوبو ته د سردې بند وايي.  خو په بند کې ولاړې غونډۍ ته ولي تاریخي مرسله ویل کیږي، په اړه يې خلک بېلابېل نظرونه لري.  لیکوال، شاعر او فولکلوریسټ اسدالله بلهار جلالزی د تاریخپوهانو له خولې دغه غونډۍ ته په تاریخي لحاظ ګوري.  نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه غونډۍ زرګونه کلونه وړاندې د پخوانیو... Читать дальше...

د طالبانو له لوري په زور د خلکو د ويښتانو پرې کولو ویډیوګانو غبرګونونه راپارولي

Pa.azadiradio.com 

پر خواله رسنیو د طالب وسله والو له لورې په عام محضر کې د یو شمېر عامو خلکو ويښتانو پرې کولو ویډیوګانو خپرېدو غبرګونونه راپارولي دي. اوس تازه یوه ویډیو خپره شوې چې یو کس په ځمکه ناست، نخودي کالي یې پر تن دي د بل کس له خوا یې ویښتان پرې کیږي. ‎ناست کس زارۍ کوي خو ویډیو اخیستونکی شخص په پښتو خبرې کوي او ورته خاندې. د دې ویډیو په اړه د ټولنیزو رسنیو کارونکو ادعا کړې چې دا کسان طالبان دي او له یاد شخص سره یې په هرات ولایت کې داسې چلندکړی دی. خو د دغه شان ویډیو ګانو خپرېدو سره د یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنې او غبرګونونه راپارېدلي دي. Читать дальше...

د افغانستان له هوايي حریمه د ۴۰۰ تېریدونکو پروازونو کچه ۶۵ ته راکښته شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له هوايي حریمه په تېر نظام کې په ورځیني ډول شااوخوا ۴۰۰ عبوري پروازونه کیدل خو اوس دغه پروازونه ۶۵ ته راکښته شوي. د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویاند امام الدین احمدي نن پنجشبې( د مرغومې په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، هڅې روانې دي چې د افغانستان هوايي حریم کنټرول او مدیریت شي. هغه وايي، اوس مهال د طالبانو، قطر او ترکیې هېوادونو تخنیکي ټیمونه په دې اړه بحث کوي. احمدي وایي:" په ورځیني ډول ۶۵ پروازونه لرو خو په ملکي برخه کې موږ اړتیا لرو چې خدمات وړاندې کړو او موږ د دې خدماتو لپاره... Читать дальше...

د ټینس لومړی نمبر لوبغاړی د استرالیا په اوپن سیالیو کې له ګډونه بې برخي شو

Pa.azadiradio.com 

د نارینه وو په برخه کې د نړی د ټینس لومړی نمبر لوبغاړی نوواک جوکووېچ د استرالیا په اوپن سیالیو کې له ګډونه بې برخي شو. جوکووېچ د چهارشنبی په ورځ استرالیا ته لاړ ترڅو د ټینس په اوپن سیالیو کې په برخی اخیستلو سره له خپلی اتلولی دفاع وکړی، خو د هغه په ویزې کې د ستونزو له امله، استرالیا ده ته اجازه ور نه کړه چې د ملبون ښار ته دننه شي.  جوکووېچ چې ۹ ځله د استرالیا د ټینس اوپن سیالیو اتلولۍ یې ګټلي، د روغتیایی ادارو له لورې د ورکړل شوي جواز له مخې یې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین له کولو پرته په دغو سیالیو... Читать дальше...



فوټبال: له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله اسیایی لوبو ته چمتوالی نیسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره فوټسال ملی ټیم د اسیا مرکز په نوم اسیایی لوبو ته چمتوالی نیسي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټاکل شوي د اسیا مرکز د ۲۰۲۲ کال جام سیالیو لپاره له ۱۹ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله خپل تمرینونه په کابل کې ترسره کړي.  د اسیا مرکز جام د فوټسال سیالۍ د روان میلادي کال په فبروری میاشت کې د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې ترسره کیږی.  په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قرغیزستان له ۱۹ کلونو کم عمره د فوټسال ملي لوبډلي د لوبې ډګر ته ځي.

په قزاقستان کې پراخ لاریونونه؛ د روسیې هوايي ځواکونه دې هېواد ته رسیدلي 

Pa.azadiradio.com 

د مسکو په مشرۍ د ټولیز امنیت د تړون سازمان وايي، د قزاقستان د حکومت په غوښتنه د روسیې هوايي ځواکونه دې هېواد ته رسیدلي څو د تیلو د بیو له لوړېدو وروسته د رامنځته شوې بې سابقې ناکراریو پر مهال د وضعیت په باثباته کولو کې مرسته وکړي. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تقایېف په دې ناکراریو کې بهرني ترهګریز بانډونه ملامت بللې دي، خو د روانې ناکرارۍ سره یې د نړیوال تړاو کوم اسناد یا شواهد نه دي وړاندي کړي.  د ټولیز امنیت د تړون سازمان د پنجشنبې په ورځ دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې سرتیرو د منځنۍ اسیا... Читать дальше...

طالبان: د هلمند، کندهار او ارزګان سېلاب‌ځپلو سیمو ته مو مرستندویه ډلې استولي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي وايي، هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې یې سېلاب‌ځپلو سیمو ته مرستندویه ډلې استولې دي. دې ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو وروسته زیان اړوونکي سېلابونه راوتلي وو. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د وضعیت د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي. مجاهد وویل: "مرسته رسوونکو ډلو ځانونه سیمې ته رسولي دي. ان‌شاءالله د وضعیت د کنټرول په حال کې یو. که څه هم د تلفاتو کوم راپور نه‌شته، خو هغه کسان چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، د هلیکوپټرو په وسیله... Читать дальше...

زده‌کوونکې: طالبان دې د پرمختللي افغانستان لپاره نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

مرسل پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د لسم ټولګي زده کونکې وه. اوس نږدې ۱۱۱ ورځې کیږي چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او د ژوند دغه بې برخلیکه حالت یې اندېښنې ورځ تر بلې زیاتوي. هغه وایي د زده کړو کول یې شرعي او مشروع حق دی. مرسل وایي په تمه ده چې د طالبانو د دیني عالمانو د شورا ناسته دې ژر تر ژر ترسره شي چې د دې او زرګونو نورو افغان نجونو د ژوند برخلیک مالوم شي. هغه له طالبانو غواړي چې د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. مرسل ازادي راډیو ته وویل: "ښوونځي تړلي دي. Читать дальше...

د طالبانو له غبرګونه وېره؛ ځینو مېرمنو د شخصي او ټکسي موټرو چلول پرېښي

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر هغه افغانې مېرمنې چې د پخواني حکومت پرمهال یې موټرواني کوله وایي، د طالبانو له راتګ وروسته يې له وېرې اوس موټر نه چلوي. دا مېرمنې وايي، طالبانو پر دوی ساحه دومره تنګه کړې چې ښارونو ته پرته له محرمه تګ راتګ نه شي کولی او په وينا يې په دې فضا کې موټر چلول ورته خطرناک کار ښکاري. دوی وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو  وروسته د موټر چلولو پر مهال د طالبانو له غبرګون ویریږي. د دوی په وینا، له کلونو يې د موټر د چلولو د جواز په درلودلو سره د افغانستان په لويو ښارونو کې د خپل ارامه ژوند او خلکو... Читать дальше...

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور د همغږۍ شورا جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور د همغږۍ شورا جوړوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوېي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دی خونې پرېکړه کړې، څو د افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او دغه راز د سوداګرۍ برخه کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ شورا رامنځته کړي. په هغه ناسته کې چې د یادې خونې مشرتابه د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره درلوده، هغوی له حکومته غوښتي چې د بهرنې پانګونې د جلبولو لپاره دې د افغان سوداګرو او د ترکیي او متحده عربي... Читать дальше...

چارواکي: ۲۰۲۱ کې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر صادر شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنه د بانکي خدمتونو له پڅوالي او ناسم مالي سیسټم څخه شکایت کوي. د دغی ټولنې رییس نور احمد نوری نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د یو کارنده مالي سیستم نشتوالی او د بانکي خدمتونو په برخه کې د ستونزو دوام د دوی کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړی. پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانستان بانکونه له اقتصادي ستونزو سره مخ او د خلکو بې شمېره پیسې په کې بندې پاتې دي. د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس نور احمد نوري وایي، په ۲۰۲۱ کال کې یې وکړای... Читать дальше...

طالبان اړوند ادارو ته: د ورښتونو له امله زیانمنو ته مرستې ورسوئ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له خوا ګومارل شوي له پېښو سره د مبارزې کمېسیون پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) ناوخته په خپله لومړنۍ غونډه کې چې مشري یې د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخُند کوله، ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو شوېو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.  د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه کمېسیون مشر ملابرادر اخُند ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د طبیعي... Читать дальше...

د لغمان لپاره د طالبانو د امنیت رئیس په یوه ترافیکې پېښه کې مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د لغمان لپاره د طالبانو د ملي امنیت رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو. د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن پنجشنبه (د مرغومې په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې د مرکز مهترلام اړوند قرارګاه سیمه کې د دغه ولایت لپاره د ملي امنیت رئیس مولوي الفت هاشمي په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او ۴ ساتونکي یې ټپیان شوي دي. دا چې پېښه څنګه رامنځته شوې؟ څه نه دي ویل شوي. په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې دغلته په ترافیکي پېښه کې د دوی د یو لوړ پوړی چارواکي د مړینې خبر ورکول کېږي. Читать дальше...

شمالي کوریا: ازمویل شوی توغندی له غږ چټک او نور مانورونه کولی شي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) وویل، هغه توغندی چې یوه ورځ مخکې ازمویل شوی و، له غږ چټک و او ازموینې یې وښوده چې هغه د دې وړتیا لري چې پورته یا ښکته شي او نور مانورونه ترسره کړي. دا د شمالي کوریا له خوا د هایپرسونیک یا له غږ چټکو توغندیو دوهمه ازموینه وه چې دې هېواد پرون چهارشنبې (د مرغومي ۱۵مه) ترسره کړه. مخکینې یوه یې په سېپټمبر میاشت کې ترسره کړې وه. د راپور له مخې مخکې له دې چې دغه توغندی په ۷۰۰ کیلومترۍ کې ټاکلی هدف وولي، ۱۲۰ کیلومتره یې مانورونه ترسره کول. ... Читать дальше...

بایډن پر کانګرس د حملې د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د امریکا پر کانګرس د حملې د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا وکړي. بایډن دغه وینا په هاغه ځای کې کوي چې یوې پاریدلې ډلې تاوتریخوالي ته مخه کړې او هڅه یې کوله چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په انتخاباتو کې پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه د بریا د تایید مخه ونیسي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، بایډن به یو ځل د دغې تورې ورځې په جریان کې خپل وحشت په یاد راوړي. هغه به همدارنګه دا خبرداری هم ورکړي چې د متحدو ایالاتونو ډموکراسي د پخواني ولسمشر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

В Уфе продолжается музыкальный фестиваль "Денис Мацуев представляет: Диалог поколений"





Rss.plus
РЭС

«Россети Новосибирск» продолжает конструктивный диалог с бизнесом по вопросам подключения к электрическим сетям




В России могут появиться модульные убежища для защиты от ядерного оружия

Купить Диплом: Оперативное Оформление

Свыше 300 обращений поступает на горячую линию паллиативной помощи Подмосковья

Тая Скоморохова выпустила новый трек «Едем по району»




اسټن او بلېنکن له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه کانګرس ته توضیحات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن راتلونکې اوونۍ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه کانګرس ته توضیحات ورکړي. د راپورونو له مخې د سې شنبې په ورځ(د مرغومي ۱۵مه) به د لوېډ اسټن سربېره د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وینا وکړي. دا غونډې د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي. دا دوه وزیران په داسې وخت کې له کانګرس سره معلومات شریکوي چې دفاعي چارواکي د القاعده شبکې له لوري د لږو لاسته راوړنو خبره کوي. اسټن... Читать дальше...

روم کې د افغانستان سفارت: یوه شړل شوي افغان ډپلوماټ پرسفیر برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت وایي، وروسته تر دې یې د ایټالیا له پولیسو د مرستې غوښتنه وکړه چې یوه شړل شوي ډپلوماټ پر سفیر برید وکړ. سفارت په یوه بیان کې چې پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) یې خپور کړ وویل، د محمد فهیم کشاف په نوم پخوانی ډپلوماټ د سفارت ودانۍ ته یوه ورځ مخکې ننوتی و چې د طالبانو له لوري سفیر ټاکل شوی دی. په بیان کې وړاندې راغلي دي چې کشاف د سفارت د کار کوونکو مخته پر سفیر حمله وکړه، خو سفیر له ځانه دفاع وکړه او د ایټالیا پولیسو ته یې زنګ وواهه. په بیان کې ویل شوي دي چې د ایټالیا پولیسو کشاف له سفارته وایست. Читать дальше...

څنګه خپل موبایل او کمپیوټر خوندي ساتلی شو؟ 

Pa.azadiradio.com 

نن سبا ډېر خلک موبایل او کمپیوټر کاروي او ځوانان بیخي ډېر، خو ایا هغه وسایل چې دوی یې ډېر کاروي څومره خوندي دي؟ له کومو لارو د موبایل او کمپیوټر مواد د نورو تر لاسونو رسېږي؟ څه ډول دا تخنیکي وسایل خوندي ساتلی شو؟ د ځوان فکر په دې خپرونه کې مو د افغان ـ امریکايي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له پخواني استاد عمر فاروق هزاربوز او د درک په نوم د یوې تخنیکي کمپنۍ مشر اغا ملوک سهار سره بحث کړی دی. د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

طالبان: له هوایي ډګرونو الوتنې موقتي ځنډېدلي، خو درول شوي نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي چې د ورښتونو له امله د افغانستان له هوایي ډګرونو الوتنې موقتي ځنډېدلې دي، خو توقف یې نه دی کړی. د ملکي هوایي چلند د ادارې د الوتنو د خوندیتوب او سټنډرډ د برخې رییس غلام جیلاني وفا ازادي راډیو ته وویل چې دا موقتي ځنډ د سې شنې (د مرغومي ۱۴مه) او چهارشنبې (د مرغومي ۱۵مه) په ورځو کې راغلی دی. وفا زیاته کړه: "د کابل له هوایي ډګره او د افغانستان له هېڅ هوایي ډګر څخه الوتنو د واورې په خاطر توقف نه دی کړی. د کابل له هوایي ډګره دوه ساعته د واورې له امله پروازونه تم شوي وو، کنسل شوي نه و، ځنډیدلي... Читать дальше...

بېلاروس په مینسک کې د پولنډ شارژدافیر احضار کړی

Pa.azadiradio.com 

پولنډ وایي، بېلاروس په مینسک کې د پولنډ شارژدافیر احضار کړی دی چې وارسا ته له بېلاروس څخه د یوه پولنډي ډپلوماټ د ایستلو خبر ورسوي. د پولنډ حکومت په یوه بیان کې چې پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) یې خپور کړ وویل چې د بهرنیو چارو وزارت دا تاییدوي چې مینسک د بېلاروس په سرحدي ښار بریسټ کې د پولنډ له کونسله غوښتي دي چې د دوی له خاورې ووځي. د پولنډ او بېلاروس ترمنځ د کډوالو پرسر کړکېچ زیات شوی دی، د اروپایي ټولنې غړی پولنډ وایي چې بېلاروس کډوال هڅوي چې پولنډ ته داخل شي او د بېلاروس دیکتاتور الکساندر... Читать дальше...

امریکا په اوکراین کې د روسیې احتمالي مداخلې ته ژوره اندیښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدایالاتونو په اوکراین کې د روسیې احتمالي مداخلې ته یو ځل بیا ژوره اندیښنه څرګنده کړه. په واشنګټن کې پرون چهارشنبه(د مرغومي ۱۵مه) د جرمني له بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک سره ګډې خبرې غونډې ته د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل: "که روسیه د دې ټولو سربېره بیاهم د کړکېچ لاره غوره کړي موږ به په چټکۍ سره ځواب ورکړو. متحد ایالاتونو، جرمني، زموږ متحدانو، شریکانو د ناټو، اروپایي ټولنې او جي اووه په شمول ټولو په ښکاره روسيې ته ویلي دي چې پر اوکراین به یې تېری... Читать дальше...



Москва

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Ты кого здесь уму-разуму учить собрался? Берега не путай», — Киркоров получил претензию от Тимати




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин: 1 июня начнется фестиваль «Лето в Москве. Все на улицу!»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России