د سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال برنټ اپېلانډ کابل ته تللی
د سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال برنټ اپېلانډ کابل ته تللی او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدلي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې. د اعلامیې له مخې سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال ښاغلي اپېلانډ د سرې میاشتې ټولنې له سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي سره کتلي او له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې په روغتیايي برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده. اعلامیه زیاتوي سره صلیب کمېټې دې چارواکي ویلي چې په ۲۰۲۲کال کې د افغاني سرې میاشتې ۴۶ ثابتو کلینیکونو ته د اړتیا وړ هر ډول درمل ورکوي او له... Читать дальше...