Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 27.01.2022

مصطفی حدید په جرمني کې له خپل پخواني فوټبال کلپ سره یوځای شو

Pa.azadiradio.com 

افغان فوټبال لوبغاړی مصطفی حدید په جرمني کې له خپل پخواني فوټبال کلپ سره یوځای شو.  مصطفی حدید چې په ۲۰۰۹کال کې د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره یو ځای شو، په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته کډوال شو او هلته یي د جرمني د فوټبال لیګونو په څو مطرح کلپونو کې د فوټبال ډګر په بېلابېلو موقعیتونو کې لوبې وکړې.  حدید په وروستیو کلونو کې د التونا۹۳ په نوم له فوټبال کلپه له وتلو وروسته د افغانستان ملي ټیم لپاره په څو کورنیو او بهرنیو سیالیو کې لوبه وکړه.  د فوټبال دغې وتلې څېرې په لومړیو کې د فوټبال ډګر په... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن له سرېلانکا سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نن د نړیوال جام په کوارتر فاینل کې له سرېلانکا سره مخ کېږي.  د افغانستان کرکټ بورد ویاند فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل، دغه لوبه د کربین په انټیګوا کې د کابل په وخت نن ماښام په پنځه نیمو بجو پیلېږي. د ښاغلی هوتک په خبره د افغانستان د کرکټ لوبډله یادې لوبې ته پوره چمتوالی لري.  افغان لوبډلې تر دې دمه د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ګروپي دور دوه ټیمونه پاپوا نیوګينې او زیمبابوې ته ماتې ورکړي خو پاکستان ته یې بایللې ده. نننۍ لوبه د کوارټر فاینل... Читать дальше...

سرچینې: روانه اوونۍ د تېر نظام د ۳ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هدفي وژنو په دوام دا اوونۍ د پنځه کسانو چې درې یې د پخوانیو ځواکونو سرتېري وو وژل کېدل یې تائید شوي دي. د عبدالرزاق بلوڅ چې د جدي میاشتې په ۲۹ نېټه په کابل ښار کې یې له کوره تښتول شوی و د شنبې په ورځ  یې کورنۍ د انسان تښتونکو له لوري د هغه د وژل کېدو خبر ورکړ. عبدالرزاق بلوڅ په پاکستان کې سیاسي فعال و چې له اووه کلونو راپدېخوا یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه. سیاسي فعاله او د عبدالرزاق بلوڅ همکاره او ملګرې سدره بلوڅ د ښاغلي بلوڅ د وژل کېدو د خبر... Читать дальше...



د پاکستان سوپر لیګ نن پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سوپرلیګ لومړۍ لوبه نن د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمو بجو د کراچۍ کېنګز او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ د کراچۍ ښار په ملي سټوډیوم کې ترسره کېږي.  په سږني PSL کې افغان ستوري محمد نبي عیساخېل، راشد خان، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګوربز او نور احمد لکڼوال هم اخیستل شوي دي.  محمدنبي به د کراچي کېنګز، راشد به د لاهور قلندرز، ځاځی به د پېښور زلمیو، ګوربز به د اسلام اباد یونایټیډ او لکڼوال به د کوټه ګلډيېټرز لوبډلو لپاره لوبېږي.  د شل اووریزو سیالیو دا لړۍ یوه میاشت- د فبروري تر ۲۷مې پورې دوام کوي او اوه لوبډلې په کې لوبیږي. Читать дальше...

راپور: مرستندویې موسسې افغانستان ته پیسې نه شي لېږدولی

Pa.azadiradio.com 

په یوه نوي راپور کې څرګنده شوې چې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر افغانستان د لوېدیځو هېوادونو د اقتصادي بندیزونو له کبله مرستندویې موسسې افغانستان ته پیسې نه شي انتقالولی.  د راپور له مخې، له دې امله ملیونونه افغانان د بیړنیو مرستو له ترلاسه کولو محروم شوي دي.  په دې راپور کې چې د ناروې د کډوالو شورا خپور کړی، راغلي چې ناممکنه ده هغو ملیونونو کسانو ته مرستې ورسول شي چې اړتیا ورته لري مګر دا چې د امریکا د خزانې وزارت او نورې مرستندویې ټولنې فوري اقدام وکړي او بانکونو ته د پیسو د انتقال اجازه ورکړي.

هرات کې مېرمنې: طالبان له شرعي محرم پرته د ګرځېدو پرمهال پوښتنې ګروېږنې کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ښځې د طالبانو له حاکمیت وروسته د کار او تک راتک په برخه کې له سختو شرایطو سره مخ دي او دې چارې اندېښنې هم راپورته کړي. د هرات ولایت اوسیدونکې عفت حسیني وايي، د محرم پرته طالبانو د تالاشۍ پرمهال ترې پوښتنې کړي دي. نوموړې چې د یو شخصي بنسټ کار کوونکې ده، له کوره د کار تر ځایه په درېیو ښاري ټکسیو کې تک راتک کوي او په وینا یې چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له چیک پاینټونو اندېښنه لري. نوموړې وايي: "دا زما لپاره چې ۲۵ کاله عمر لرم یو شوک دی، زه درې کاله کېږي چې په دې تولنه کې... Читать дальше...

شمالي کوریا ۲ مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا دوه مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي چې په دې سره د هغو وسلو شمېر چې دې هېواد روانه میاشت ازمویلي، شپږو ته ورسېد.  د جنوبي کوریا پوځ پرون چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) دا لنډ واټن ویشتونکي توغندي یاد کړل چې په خبره یې تر شل کیلو مترو پورې لوړ شوي او د ۱۹۰ کیلو مترو واټن له وهلو وروسته په ختیځ یا د جاپان په سمندرګې را پریوتي دي.  پر شمالي کوریا د بندیزونو له مخې دا هېواد د اټمي وسلو او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو له ازموینو منع کړای شوی دی، خو یو شمېر کارپوهان وایي، پیونګ یانګ... Читать дальше...

د امریکا ساحلي ګارډ: ښايي د فلوریډا سواحلو کې ۳۹ کډوال وژل شوي وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ساحلي ګارډ وایي، د دې وېره شته چې د فلورېډا سواحلو ته نژدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې به چې غیر قانوني کډوال یې لېږدول، تر ۳۹ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. ساحلي ګارډ ته وړمه ورځ وروسته له هغې خبرداری ورکړل شو چې یوې تجارتي کښتۍ یو کس چې د ډوبې شوې کښتۍ په یوې ټوټې پورې نښتی و، ژوندی وموند. دغه ژغورل شوي کس ویلي، په کښتۍ کې نور ۳۹ تنه سپاره وو او هېڅ یوه هم د ژغورنې واسکټې نه درلودې. د ساحلي ګارډ یوې افسرې جو ان بورډیان Jo-Ann Burdian خبریالانو ته وویل، دغې کښتۍ د جنوري... Читать дальше...



له کابله قطر ته په چارتر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان لاړل

Pa.azadiradio.com 

امریکایي 'اېن.بي.سي' ټلوېزیون د ځینو سرچینو په حواله وایي چې له څو میاشتني ځنډ وروسته د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت په یوه چارټر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان قطر ته ولېږدول شول.  د راپور له مخې دا خبره د امریکا د کانګرس یوه چارواکي او له دغې موضوع باخبرو دوو نورو کسانو کړې او ویلې یې دي چې دغه چارټر الوتکه د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا چمتو شوې او پیسې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورکړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس روانه اوونۍ وویل، د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخامخ دی او له هېوادونو غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دې هېواد کې د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د پیسو ټولو اړینو لېږد رالېږد ته اجازه ورکړي.  ګوترېش دغه څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، وکړې او زیاته یې کړه چې افغانان اوس مرستو ته اړتیا لري.  دی وايي: "د اخلاقي مسؤلیت په توګه او د سیمه ییز، نړیوال امنیت او سوکالۍ لپاره موږ نه شو کولی دوی 'افغانان' پرېږدو. Читать дальше...

د اوسلو تر ناستې وروسته له طالبانو د اروپايي ټولنې او امریکايي اساسي غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه او امریکا د ناروې تر ناستې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دننه دې ټول بشري او د ښځو حقونه خوندي کړي. دې خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته "جنورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه" خپره شوې په کې راغلي چې طالبان به د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل کوي. په اعلامیه کې راغلي: "له طالبانو څخه غوښتل شوي چې د بشري حقونو د سرغړونو، خطرونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره لا زیات کار وکړي، خپل سرې نیونې 'د ښځو د حقونو د فعالانو وروستي نیول کېدل... Читать дальше...

طالبان: سراج الدین حقاني امریکا او نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دوی وزیر سراج الدین حقاني امریکا او نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی کړی. دا خبره یاد وزارت نن په خپل ټوېټر لیکلې. په ټويټ کې چې نن انګریزي او پرون پښتو باندې شوی ادعا شوې چې له الجزیرې ټلوېزیون سره د سراج الدین حقاني د خبرو په استناد ځینو رسنیو ناسم راپورونه خپاره کړي چې که طالبان په رسمیت ونه پېژندل شي امریکا او نړیوالې ټولنې ته به ګواښ پېښ کړي. په دغه ټويټ کې زیاته شوې چې حقاني هېڅ ګواښوونکې کلمه نه ده کارولې. د ټويت دوهمه برخه کې راغلي چې طالبان د دوحې... Читать дальше...

له لاریون او اعتراض سره باید څنګه تعامل وشي؟

Pa.azadiradio.com 

د اګسټ په ۱۵مه چې طالبان کابل ته دننه شول، تېرجمهوري حکومت ړنګ شو او حکومتي سېستم له پښو وغورځېد، له همدې امله د خلکو اقتصادي او نورې ورځنۍ ستونزې ډېرې شوې. همدې ستونزو او د طالبانو د حکومت له خوا ځینو محدودیتونو خلک سړکونو ته را وایستل او هغوی د لاریونونو او غونډو له لارې د خپلو حقونو او د ستونزو د حل غوښتونکي شول. په دې خپرونه کې د همدې لاریونونو او اعتراضونو په اړه خبرې کوو چې څه ډول تعامل باید ورسره وشي؟ څه ډول کېدای شي چې دا لاریونونه او اعتراضونه په ښه ډول مدیریت شي چې د ستونزو د حل په... Читать дальше...

د کندز د قلعه زال اوسېدونکي: پُل نړیدلی کښتیو کې تګ د سر په بیه تمامېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د عمومي پُل خرابوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د ځایي اوسېدونکو په خبره اوس خلک د کښتیو په وسیله قلعه زال او اقتپې ته تګ را تګ کوي، خو د اوبو د زیاتوالي او سیلابونو په موسم کې په کښتیو کې تګ را تګ د دوی د سر په بیه تمامېږي. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن خدای نور ازادي راډیو ته وویل: "کابو ۶ کاله وړاندې د دغې ولسوالۍ پُل د جګړو پر مهال پر بمونو الوځول شوی و، خلک اوس په کښتیو کې ځي راځي، دې مسالې د ۸۰ کلیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. سل افغانۍ... Читать дальше...

امریکا: افغان ډپلوماټان دې واشنګټن کې د افغانستان سفارت بند کړي

Pa.azadiradio.com 

العربیه ټلوېزیون وايي، د امریکا حکومت په خپل هېواد کې افغان ډپلوماټانو ته خبر ورکړی چې دوی په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او همدا راز په نیویارک او لاس انجلس کې کونسلګرۍ بند کړي.  العربیه ادعا کوي چې له موضوع خبرو سرچینو دا هم ورته ویلي چې امریکا د افغان ډپلوماټانو ډپلوماټیک مصونیت هم اخلي.  تراوسه پورې د امریکا حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو په امریکا کې افغان ډپلوماټانو چې د افغانستان د پخواني حکومت استازیتوب کوي، پرون وویل چې بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.  د امریکا غږ انګلیسي څانګې... Читать дальше...

ناروې: طالبانو سره د غونډې معنی دا نه ده چې دوی په رسمیت پېژنو

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هوینفیلډ په اوسلو کې د طالبانو له استازو سره د امریکا، اروپايي اتحادیې د استازو له درې ورځنیو خبرو وروسته وویل، هېواد یې د دې ډول خبرو لار هواره کړه او د دې معنی دا نه ده چې ناروې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.  دې وویل، ناروې له کلونو راهیسې له طالبانو سره خبرې کوي.  د اوسلو له خبرو وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوسلو خبرې د یو شمېر افغاني موسسو په غوښتنه او د لوېدیځو متحدانو په مشوره وشوې.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن سریلانکا سره مخ کیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نن په نړیوال جام کې له سریلانکا سره مخ کېږي. د دوی لوبه د کوارټر فاینل یا یو څلورم وروستي دور له سیالیو ده چې ګټونکی یې نیمه پایلوبې ته وځي. لوبه د کربین په انټیګوا کې ده چې د کابل په وخت نن ماښام په پنځه نیمو پیلېږي. افغان لوبډلې تردې دمه د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ګروپي دور دوه سیال ټیمونه 'پي.اېن.جي پاپوا نیو ګينې' او زیمبابوې مات کړي، خو پر پاکستان یې بایللې. هاخوا نن د پاکستان د کرکټ غوره لیګ پیلېږي. ګڼ مشهوره افغان لوبغاړي لکه راشد... Читать дальше...

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ چې یوه میاشت وړاندې فضا ته استول شوی و، له ځمکې کابو یو میلیون او ۶ لکه کیلومتره لېرې د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد.  د ناسا د څېړونکو په وینا، دا ټیلسکوپ د خپل کوچني انجن په مرسته په وروستیو پنځو دقیقو کې په هغه ځای کې دېره شو چې د لمر په مدار کې د حرکت لپاره د جاذبې لازم تعادل لري.  دا ټیلسکوپ د امریکا په بالتیمور کې د دې ماموریت د کنټرول د مرکز د انجینرانو له لوري هدایت کېږي. دوی وايي، دې مرکز ته یو شمېر راډیويي پیغامونه رسېدلي چې له هغو څخه څرګندېږي چې... Читать дальше...

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ متحده عربي اماراتو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ راتلونکې اوونۍ متحده عربي اماراتو ته په دوه ورځني سفر لاړ شي.  دا سفر چې تاریخي بلل شوی، د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو وروسته کېږي.  د ولسمشر هرتزوګ دفتر په یوه بیان کې ویلي چې متحده عربي اماراتو ته د ولسمشر هرتزوګ سفر به د دوو هېوادونو ترمنځ یو نوی تاریخي باب پرانېزي.  په پام کې ده چې د اسراییل ولسمشر د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د کتنو ترڅنګ په دوبۍ کې یو نندارتون هم وګوري.  د اسراییل او متحده عربي اماراتو ترمنځ کابو ۱۶ میاشتې پخوا اړیکې ټینګې شوې.


Музыкальные новости
Певица

Певица Рита Дакота заявила, что лицо покрылось прыщами после совета косметолога





Rss.plus
Чемпионат

В Екатеринбурге Росгвардия обеспечила правопорядок на переходном матче Чемпионата России по футболу




В Москве родители называют детей древнегреческими и славянскими именами

Песков назвал вердикт Трампу в США попыткой устранения политических соперников

Белоусов заявил о необходимости наращивать усилия в военной сфере с Таджикистаном

Запад пытается спровоцировать Россию на ядерный удар




جرمني په دې غور کوي چې پر'ټیلګرام' اپلېکېشن بندیز ولګوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني حکومت په دې غور کوي چې د ټیلګرام پر پیغام رسوونکي اپلېکېشن بندیز ولګوي.  د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له ټیلګرام څخه په ځلونو د کرونا ضد واکسین په اړه د دسیسې د تیورۍ د خپروونکي چاینل او ان د وژلو د ګواښونو په توګه کار اخیستل شوی دی.  د فرانس پرېس پر اساس، ټیلګرام اپلېکېشن د کووېډ- ۱۹ د مخنیوي لپاره د جرمني د حکومت له پالیسۍ سره په مخالفت کې د یو شمېر تاوتریخجنو اعتراضونو په ترتیبولو کې هم مهم رول لرلی دی.  د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر وړاندیز کړی، که ټیلګرام د... Читать дальше...

هند کې ځینې کسان پاریدلي وو چې د رېلګاډي ډبو ته یې اور ورته کړ

Pa.azadiradio.com 

د هند په ختیځ کې یو شمېر پارېدلیو خلکو پرون چهارشنبې(د سلواغې ۶مه) په کاري فرصتونو کې د عدالت د نه رعایتېدو په اعتراض کې د رېلګاډي ډبو ته اور ورته کړ.  پولیسو له ډنډو او اوښکې بهیوونکي ګاز څخه په کار اخیستو اعتراض کوونکي تیت پرک کړل.  د روانې اوونۍ له پیله په بیهار ایالت کې د دې ادعا په خاطر چې د رېل په دولتي برخه کې د کارموندنې ازموینه عادلانه نه ده اخیستل شوې، له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه کېږي.  په هند کې له ډېرو کلونو راهیسې بې روزګاري یوه لویه ستونزه ده او د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې،... Читать дальше...

ایران ۱۷ تنه په دې شک نیولي چې د ټوکو لپاره یې ویډیوګانې جوړولې

Pa.azadiradio.com 

د ایران پولیس وايي، ۱۷ تنه یې په دې شک نیولي چې د ټوکو او سرګرمیو لپاره یې ویډیوګانې جوړولې.  دې ویډیوګانو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې زیات شهرت ترلاسه کړی وو، د ایران د پولیسو په وینا د تهران په واټونو کې وحشت خپراوه.  د تهران د پولیسو قوماندان جنرال حسین رحیمي پرون چهارشنبې(د سلواغې ۶مه) دولتي ورځپاڼې 'ایران' ته وویل، هغه کسان چې نیول شوي په پټو کمرو یې د تهران په واټونو کې له خلکو ارام اخیستی وو.  په دغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ځینې کسان مثبت او ځینې په غوسه نظر څرګندوي.

اوکراین سره د روسیې ترینګلتیا؛ مسکو: د پوتین پرضد بندیزونه به دردوونکي وي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې بریتانیا او امریکا ویلي چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي ښايي د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین بندیز ولګوي، کریملین وايي، دا کار به ولسمشر پوتین ته نه بلکې ډپلوماټیکو اړیکو ته زیان واړوي. د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف پرون چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) په مسکو کې وویل، د ولادیمیر پوتین پر ضد بندیزونه به دردوونکي وي، خو له سیاسي نظره ویجاړوونکي نه وي. پېسکوف همدا راز وویل، له قانوني پلوه د روسیې جګپوړي مشران له روسیې بهر د شتمنۍ او بانکي حساب له لرلو منع شوي دي. پېسکوف دا خبرې... Читать дальше...

ګوترېش: هغه شرطونه دې لېرې شي چې د افغانستان پر اقتصاد او مرستو فشار راولي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، افغانستان په یوه داسې بد حالت کې دی چې میلیونونه خلک له سختې لوږې کړېږي، تعلیم او ټولنیز خدمات د سقوط په درشل کې دي او د پیسو نشتوالي د محتاجو کسانو د پېرود وس یې محدود کړی دی.  سرمنشي انتونیو ګوتریش تېره شپه د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل: "موږ باید هغه مقررات او شرطونه ایسته کړو چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد، بلکې زموږ له لوري ژوند ژغورونکي عملیات تر فشار لاندې راولي. په اوس وخت کې چې سخته اړتیا ده، دا مقررات باید په جدي ډول بیا وکتل شي."  سرمنشي... Читать дальше...

ډیپلوماټ: ډیورنډ کرښې د افغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچنې کړې

Pa.azadiradio.com 

ډیپلوماټ خپرونه ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو لیکنه خپره کړې ده او لیکي، د طالبانو له بریالیتوب سره به د دغو دو هېوادو ترمنځ جنجالونه ختم نه شي. د دې مقالې په پیل کې راغلې دي چې د ډیورنډ کرښې د افغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچنې کړي دي، ځکه چې اسلام اباد دا کرښه په رسمیت پېژني، خو کابل یې ورسره نه مني. د ډیپلوماټ په باور، سره له دې چې طالبان د اګسټ په میاشت کې د اسلام اباد په ملاتړ واک ته ورسېدل، خو دوی د ډیورنډ د کرښې په برخه کې د تېرو حکومتونو په څېر دریځ خپل کړی دی. پخوا... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Михаил Кутушов

Компания ICDMC приняла участие в торжественном открытии выставки “Тульское качество”




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


WTA

Повернення Калініної до топ-50 та втрачені позиції Світоліної. Оновлені тенісні рейтинги WTA та ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

В Польше заявили о зловещем плане Киева



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России