Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2022

Новости за 08.01.2022

د رزمي سیالیو افغان اتل 'اخندزاده' به خپل روسي سیال سره ولوبېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د رزمي سیالیو افغان اتل نصرت الله اخُندزاده له روسي سیال سره لوبه ترسره کړي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکي چې نصرت الله اخُندزاده د همدې میلادي میاشتې په پای کې له خپل روسي سیال سره په روسیه کې د لوبې ډګر ته ننوځي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د EFC سازمان له خوا د همدې میاشتې په ۲۹ مه نېټه ترسره کېږي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اخُندزاده په خپل مسلکي ریکارډ کې ۴ بریاوې او ۲ ماتې لري او د هغه سیال چې د... Читать дальше...

سیاره دشتي: د خپل میړه د قتل په اړه کره معلومات لرم

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت د جبهې د پخواني ویاند فهیم دشتي میرمن وایی چی د خپل میړه د قتل د څرنګوالي په اړه کره معلومات لري، خو وروسته به یی له رسنیو سره شریک کړي. میرمن دشتي چې له خپلو درې بچیانو سره دا مهال په البانیا کې ژوند کوي ټاکل شوې چې په کاناډا کې پناه واخلي. خبریال او د سیاسی مسایلو تحلیلګر، فهیم دشتي، چې د اګست په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت له جبهې سره یوځاي شو، پر پنجشیر د طالبانو د یرغل په لومړنیو ورځو کې په قتل ورسید. حسیبې اټکپال په دې راپور کې له سیاره دشتي... Читать дальше...

د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنۍ یوځل بیا د عدالت تأمین وغوښت

Pa.azadiradio.com 

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک له خوا د یوې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د نسکورولو د دوهمې کالیزې په مناسبت د دې پېښې د قربانیانو کورنیو یو ځل بیا د عدالت د تامین غوښتنه کړې. د اوکراین 'پي.اېس.۷۵۲' ډوله الوتکه دوه کاله مخکې د مرغومې په اتلسمه نېټه د تهران له نړیوال هوايي ډګره تر پورته کېدو لږه شېبه وروسته د ایران د سپاه پاسدارن ځواک په دوو توغندیو رانسکوره شوه او په کې ټول ۱۷۶ سپاره کسان ووژل شول. د ایران حکومت درې ورځې د الوتکې په نسکورولو خوله پټه کړې وه، خو وروسته یې ومنله چې دا مسافر وړونکې... Читать дальше...



د افریقا د فوټبال جام به ۶۰ سلنه نندارچیان ولري

Pa.azadiradio.com 

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د افریقا د فوټبال جام چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي، شااوخوا ۶۰ سلنه نندارچیان به ولري. د کامرون هېواد د فوټبال فدراسیون او د افريقا فوټبال کنفډرېشن له یوې هوکړې وروسته پرېکړه وکړه چې د افریقایي ملتونو کپ به د کوربه ټیمونو په استثنا چې اتیا سلنه نندارچیان به ولري نور لوبو ته به د نندارچیانو کچه له ۶۰ سلنو زیاته نه وي. دغه فدراسیونونو دا پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې ده. د دې جام لومړۍ لوبه به د بورکینا فاسو او کوربه هېواد کامرون ترمنځ د راتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ وشي.

طالبان: په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره تر خبرو اترو وروسته د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو د چارو د پیل خبر وکړ. د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، دا مهال په افغانستان کې امنیتي ستونزې نشته او د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره شرایط برابر دي. د نوموړي په خبره، د شنبې په ورځ یې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وفا حاجي ياف او مل پلاوي... Читать дальше...

هرات کې د جوجیټسو سیالۍ؛ کوربه ولایت لومړی مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د جوجیټسو فدراسیون ولایتي اوپن (خلاص) ټورنمنټ په میرویس صادق جمنازیوم کې ترسره شو.  د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د عامه اړیکو مسوول وحید ازاد نن شنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د هرات ولایت په کوربه توب، د هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو ترمنځ د۸۰ ورزشکارانو په ګډون تېره ورځ سهار پیل او ماښام ناوخته پای ته ورسېد. د ښاغلي ازاد په خبره، د سیالیو په پای کې هرات ولایت لومړی، فراه دوهم او بادغیس او غور ولایتونو په ترتیب سره درېیم او څلورم مقامونه خپل کړل. Читать дальше...

طالبان: کابل کې ۳روغتونونه،۹۶درملتونونه او ۵۷ لابراتوارونه جوازونه نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دې وزارت د ارزونې ملي کمېټې ۱۲ ټیمونو د کابل په ۱۸ ناحیو کې ۱۶۰۷ روغتیايي مرکزونه ارزولي دي.  د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کابل کې ۱۱۶ کتن ځایونه له جواز او له کوم معیار پرته فعالیت کوي.  دغه شان ۱۱۰ خصوصي درملتونونه او ۳ روغتونونه د فعالیت جواز نه لري. له ۵۷۶  درملتونونو څخه د دغه وزارت له خوا ارزول شوي ۹۶ درملتونونه جواز نه لري. په همدې ډول ۶ تشخصیه لابراتوارونه هم له کوم معیار پرته فعالیت کوي. Читать дальше...



افغان کرکټر مزمل شېرزاد د ایرلنډ په استازیتوب نړیوال جام کې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

یو ځوان افغان کرکټر مزمل شېرزاد به راتلونکې اوونۍ د ایرلنډ په استازیتوب نړیوال جام کې ولوبېږي. د ایرلنډ کرکټ تازه په نړیوال جام کې خپل لوبېدونکي لوبغاړي اعلان کړي چې د تیز بالر مزمل شیرزاد نوم هم په کې راغلی. د نولس کلنو نه کم عمره نړیوال جام کې د ایرلنډ اوله لوبه راتلونکې شنبه د یوګاناډا په وړاندې ده. مزمل شېرزاد چې د جلال اباد اوسیدونکی و، په څوارلس کلنۍ کې له ډېرو سختیو وروسته ایرلنډ ته ورسېد. د ایرلند کرکټ چارواکو هغه ستایلی چې له سختیو سره-سره یې ښه کرکټ نندارې ته وړاندې کړ او په خپلې وړتیا تر نړیوال جام ورسېد. Читать дальше...

د کونړ ځینې شلتن مېشتي: له سیند او چینو اوبه راوړو، هغه هم صحي نه وي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسیدونکي په خپله سيمه کې د څښلو پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، ښځې او ماشومان يې له سیند او چینو څخه په ساعتونو مزلونو وروسته اوبه راوړي چې هغه هم صحي نه وي. دوی زیاتوي، تېرو شلو کالو کې ورته هېڅ پام نه دی شوی، نو ځکه يې د څښلو پاکو اوبو په ګډون ټولې ستونزې ناحل پاتې دي. د دې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ۱۲ کلن محمد اسماعیل وايي: "دلته هره ورځ د ښځو او ماشومانو اوږده کتارونه جوړ وي، چا منګي پرسر ايښې وي او چا هم دیګچي او یا يې په لاسي کراچیو کې ټاپکې او بوشکې اچولې وې، خوړونو او یا هم سیند ته اوبو پسې روان وي. Читать дальше...

د ښځو خوځښت: د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو او ملګروملتونو چوپتیا 'شرم' ده

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو پر وړاندې یو شمېر تازه محدودیتونه ولګول، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) یو شمېر ښځې په کابل کې په یوه کور کې سره راټولې شوي او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې خپل چوپتیا ماته کړي. د افغانستان د مقتدرو ښځو خوځښت وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو چوپتیا د شرم وړ خبره ده. دغه خوځښت د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وایي، ژر تر ژره دې د پوهنتونونو او ښوونځیو برخلیک معلوم شي او افغان نجونو او ښځو ته دې، د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي. Читать дальше...

ناورین سره مخ ماشومان؛مېرمن: د خوار ځواکي ماشوم د شېدو لپاره مې جامې پلورلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په میرویس روغتون مېرمن پلوشه وايي، زوی یې د خوارځواکۍ له امله په بستر پروت دی. دوه میاشتې وړاندې یې بل زوی چې په خوارځواکۍ اخته و، ومړ.    پلوشه وايي، په روغتون کې یې د زوی درملنه له امکان لېرې ده او ډاکټرانو ترې غوښتي چې په خپلو شخصي امکاناتو یې غم وخوري. د دې په خبره، کوم درمل او خوراک چې ډاکټرانو یې زوی ته د ورکولو توصیه ورکړې، د پیرلو توان یې نه لري: "دا کوچنی چې پیدا شو، تر درې شپو یې د مور شېدې خوړې، وروسته شېدې وچې شوې. نور یې بیا ورته له بازار شېدې راوړې، وس مو نه درلود. کوچنی مې وپړسېد، دلته مې بستر کړ. Читать дальше...

لغمان کې د یوه کور چت پرېوتی، یوه ماشومه یې مړه کړې او ۵ یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشومه مړه او ۵ تنه ټپیان شوي دي. د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن شنبه (د مرغومې په ۱۸مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه دغه ولایت د مرکز مهترلام په ګلدار اباد سیمه کې د یوه کور د کوټې چت پریوتی چې له امله یې یوه ۵ کلنه نجلۍ مړه شوې او د کورنۍ ۵تنه نور غړي چې ښځې او نارینه په کې شامل دي، ټپیان شوي دي. صلاح الدین ذاهد د دې پېښې لامل موسمي بارانونه بولي، کوم چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې اوري او لا هم دوام لري. د لغمان... Читать дальше...

انټرنېټ او په وړاندې یې محدودیتونه

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو په دې اوونیز بحث کې د افغانستان،پاکستان او ایران پر انټرنيټ خبرې شوي دي. په دغو هېوادونو کې انټرنېټ څنګه کارول کېږي؟ ایا محدودیتونه یې په وړاندې شته که څنګه؟ په همدې او د انټرنېټ له کاروونې سره په څو نورو تړلیو مسلو دا بحث دلته کتلی شئ.

د ټاپي پروژې پر چټکتیا خبرې؛ د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن کابل ته راغلی. که څه هم په کابل کې د دغه پلاوي د لیدنو او خبرو جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد پلاوي دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړي دي. په دغه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې په کې ویل شوي چې راغلي پلاوي سره د یاد هېواد ټاپي پروژې مشر هم مل دی. د خبرځای په حواله، د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال... Читать дальше...

میدان وردګ کې پر بې وزله بزګرانو د اصلاح شوېو غنمو تخم ووېشل شو

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګو ولایت کې سلګونه بې وزله بزګرانو ته د اصلاح شوېو غنمو تخم ووېشل شو. د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مسعین عمري رسنیو ته استول شوي خپرپاڼه کې ویلي چې یاد بهیر دوه ورځې وړاندې پیل شوی و او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده. د ښاغلي عمري د معلوماتو له مخې، دغه اصلاح شوي تخمونه د 'اېف.ای.او' او یو شمېر نور ملاتړو بنسټونه له خوا شااوخوا زر بې وزله بزګرانو ته ورکړل شول. نوموړي ویلي، هر بزګر ته يوه ۵۰ کیلو ګرامه بورۍ ورکړل شوې ده. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد بهیر به نور ولایتونو ته هم ډېر ژر وغځول شي.

ارزګان کې پر ۳ زرو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د سرې میاشتې ولايتي دفتر له خوا په مرکز ترينکوټ کې له درې زرو هغه اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې چې د تېرو جګړو او وچکالۍ پر مهال زیامن شوي وو.  په دغو مرستو کې ۷ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي. د سرې مياشتې ټولنې ولايتي مسول صديق الله مفتون وايي، د مرستو د وېش پرمهال يې شفافيت ته پاملرنه کړې او په خبره يې اړمنې کورنۍ يې په نښه کړي دي.  مفتون زیاتوي، دغه ولایت کې سل فيصده بشري ناورين رامنځته شوی او له نړيوالو موسساتو  غوښتنه کوي چې  له خلکو سره مرستې وکړي او ژوند یې ور وژغوري. ... Читать дальше...

ملګري ملتونه: طالبانو دې د ستونزو حل لپاره نړیوالو سره د خبرو لار غوره کړي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي په افغانستان کې د روان بشري ناورین حل لار، د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت ترمنځ په دوه اړخیز ډیالوګ کې ویني. ښاغلي ګراندي واشنګټن پوسټ سره خپله نوې مرکه کې ویلي، یو باثباته هېواد چې وشي کولی د خپلو خلکو ملاتړ وکړي، یوازې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي. دی وايي: "کله چې زه کابل کې وم، زموږ د ټولو پیغام طالبانو ته همدا و چې که غواړئ پیسې مو خوشې شي، که غواړئ دا هېواد یو ځل بیا بنسټیز ملاتړ ترلاسه کړي، باید له نړیوالې ټولنې سره یو ځای ګام پورته کړئ. Читать дальше...

امریکا: قزاقستان ولې د روسیې په مشرۍله امنیتي سازمانه مرسته غوښتي؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن د قزاقستان د دې غوښتنې په اړه پوښتنې لري چې د روسیې په مشرۍ یې له امنیتي سازمانه د اعتراض کوونکو د مخنیوي لپاره ولې د مرستې غوښتنه کړې ده.  انتوني بلینکن زیاته کړه، ښکاره ده چې د قزاقستان چارواکي دا ظرفیت لري چې له دې اعتراضونو سره مناسب چلند وکړي، داسې چې د اعتراضونو پر مهال په قانوني ډول هم د لاریون کوونکو د حقونه درناوی وشي او هم نظم مراعات شي.  قزاقستان تېره اوونۍ د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو د امنیتي تړون له غړیو هېوادونو چې روسیه،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

Новосибирский блогер Дава и Ольга Бузова снова могут быть вместе





Rss.plus
#123ru.net

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина




Московские рестораны приглашают попробовать блюда из рыбы в рамках фестиваля «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Команда из Домодедова вышла в финал Школьной лиги Международного инженерного чемпионата

Кто может заменить США в качестве мирового полицейского

29 мая в истории Асбеста




نړۍ کې د کرونا وبا ثبت شوې مثبتې شمېرې تر ۳۰۰ میلیونه واوښتې

Pa.azadiradio.com 

د جانز هاپکېنز پوهنتون د جمعې (د مرغومي ۱۷مه) د ورځې د شمېرو له مخې په نړۍ کې د کرونا وبا ثبت شوې مثبتې شمېرې تر درې سوه میلیونه واوښتې.  د کرونا په اومېکرون بڼې چې ژر خپریږي په لسګونو هېوادونو کې ګڼ کسان اخته شوي دي، خو هغه کسان چې واکسین یې کړی دی او په اومېکرون اخته شوي دي په هغوی کې د کرونا سختې نښې نه لیدل کېږي او د دې بڼې د مړینې کچه هم کمه ده.  د دې سربیره روغتیایي متخصصان خبرداری ورکوي، که ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شي، په نړۍ کې به روغتیایي خدمات ټکني کړي.  د کرونا ثبت شوې مثبتې شمېرې... Читать дальше...

طالبان فرهنګیانو او شاعرانو ته: افغانان یووالي او ورورۍ ته راوبلئ

Pa.azadiradio.com 

د جنوري په ۷مه د خوست د طالبانو  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نووښت مشاعره او د ترنم دستوره جوړه شوې وه. دې مشاعره کې چې د شاعرانو او فرهنګیانو سربیره د طالبانو د حکومت لوړپوړو کسانو هم برخه درلوده، له شاعرانو وغوښتل شول چې ولسونو ته د یووالي او ورورګلورۍ پیغامونه ورکړي. د طالبانو د قطر د مذاکراتي ټیم غړي انس حقاني خپلو خبرو کې  فرهنګیانو او شاعرانو ته وویل، په لیکونو او شعرونو کې مو ولسونو ته ډاډ ورکړئ، هغوی د هېواد رغونې او یووالي ته راوبلئ. فرهنګپال او شاعر نورشاه نوراني وویل، ادبي ناستې... Читать дальше...

کندز کې د وران شوېو پلونو او پلچکونو د جوړول چارې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم په کندز کې جګړه پای رسېدلې، خو لا هم د جګړو نښې د دې ولایت په هره سیمه کې له ورایه ښکاري. د جګړو پر مهال پر مرکز سربېره د دې ولایت ۹ ولسوالیو کې زیات شمېر پلونه، پلچکونه او سړکونه پر بمونو الوځول شوي وو، خو اوس د کندز سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې  د وران شوېو پلونو او پلچکونو د بیارغونۍ چارې پیل کړي او دغه کار د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس سیمې د شمس الدین په نوم یو اوسېدونکی وايي، د جګړو پر مهال پلونه ویجاړ شوي وو، خو په وینا یې طالبانو یو شمېر پلچکونه بېرته رغولي دي. Читать дальше...

د سوېډن کمېټه وايي د ننګرهار په سپین غر کې یې یو ښوونځی بیاورغاوه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سوېډن کمېټه وايي، د ننګرهار په سپین ­غر ولسوالۍ کې یې یو منځنی ښوونځی بیاورغاوه. د دې کمېټې د پروګرامونو د تطبیق مرستیال رئیس، ډاکټر محسن هاشمي، ازادي راډیو ته وویل، د دغه ښوونځي د بیارغونې چارې تېر میلادي کال پیل شوې وې: "د دغه ښوونځي پر ترمیم شااوخوا ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د سویډن انکشافي ادارې له خوا تمویل او د سویډن کمېټې له خوا تطبیق شوی دی." په افغانستان کې د سوېډن کمېټه چې له څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان فعالیت کوي، وايي تر اوسه یې په دغه هېواد کې زر ښوونځي یا جوړ کړي، یا یې بیارغولي دي.

د بدخشان په وردوج کې پر ۵۰۰ کورنیو، د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ وچکالۍ او جګړه ­ځپلو کورنیو، د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.  دغې ادارې پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، په دغو مرستو کې ۸ بېلابېل خوراکي توکي شامل وو. په افغانستان کې ګڼې نورې مرستندویې ادارې هم د ژمي له راتګ سره، پر اړو او بې وزلو کورنیو د مرستو په وېش بوختې دي.  ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د نفوسو نیمايي برخه د بې وزلۍ له کبله عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بښنې سازمان: افغان مېرمنو سره د پیوستون لپاره خپل غږ ملګری کړئ

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو له اعتراضونو سره یو وار بیا د پیوستون غوښتنه وکړه. دغه سازمان پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) په خپل ټویټر کې د ښځینه معترضانو د یوې ویډیو تر څنګ لیکلي، افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. دغه سازمان په یوه انلاین کمپاین کې له خلکو غوښتنه کړې چې له افغان ښځو سره د پیوستون لپاره خپل غږ ملګری کړي. پرون هم په کابل کې یو شمېر ښځې په یوه کور کې په اعتراضي ډول راټولې شوې وې؛ د دوی په استازیتوب یوې وویل... Читать дальше...



Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: трасса из Солнцева до Варшавского шоссе откроется в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Шевчук

Поэт Влад Маленко заявил, что творчество Шевчука потеряло патриотизм




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В МИД РФ вызывали посла Мексики из-за отказов россиянам во въезде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России