اروپا کې زرګونو کسانو د کرونا محدویتونو پر ضد لاریونونه کړي
لسګونو زرو تنو د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې د کرونا وېروس د مخنیوي لپاره د لګولو شوېو محدودیتونو پرضد مظاهرې وکړې. تر ۴۰ زره ډېر کسان پرون شنبې د اترېش په پلازمېنه ویانا کې د اعتراض په دود راټول شول. دا پر له پسې درېیمه شنبه ده چې هغوی د کرونا وبا له کبله د بندیزونو پرضد مظاهره کوي. په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د ډېلټا بڼې له خپرېدو وروسته بندیزونه ډېر شوي دي. د جرمني په څو ښارونو کې هم لسګونو زرو کسانو مظاهرې وکړې. په جرمني او ځینو نورو هېوادونو کې یوازې هغه کسان رسټورانونو، کلتوري... Читать дальше...