انتوني فاوچي: ښايي د کرونا اومېکرون بڼه د ډېلتا پرتله کمزوري اعراض ولري
د امریکا د روغتیا مسؤل چارواکي وايي، لومړنۍ نښې ښيي چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه ښايي د پخوانۍ ډېلتا بڼې پرتله کمزوري اعراض ولري. د سپینې ماڼۍ لوی صحي سلاکار ډاکتر انتوني فاوچي پرون وویل چې ساینسپوهان د اومېکرون د شدت په اړه له پرېکړې مخکې باید نور معلومات او وخت ولري. ښاغلي فاوچي له سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، داسې نهښکاري چې اومېکرون به د ډېلتا پرتله ډېر شدید علایم او اعراض ولري، خو ده زیاته کړه چې په دې اړه له هرې پرېکړې مخکې باید محتاط واوسو. له جنوبي افریقا... Читать дальше...