کندهار کې ۱۷ مجهول الهویه جسدونه خاورو ته وسپارل شول
په کندهار ولایت کې پرون ۱۷ مجهول الهویه جسدونه خاورو ته وسپارل شول. په کندهار کې د طالبانو چارواکي وایي، د دوی تر بیا واکمنېدو دمخه په جنګ جګړو او ټرافیکي پېښو کې د ۶۰ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه په میرویس روغتون کې پاتې دي چې اوس یې دوی خاورو ته سپاري. د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر شمس صمیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو څلورو میاشتو کې د همدې وژل شوېو کسانو د کورنیو موندلو له پاره اعلانونه ترسره شوي دي، مګر کورنۍ یې نه دي پيدا شوي. په کندهار کې د طالبانو اړوند ادارو په ګډه د يادو جسدونو د خښولو پروسه پیل کړې. Читать дальше...