د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د وژنو او شکنجې موارد مستند کړي
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پخواني نظام د سقوط پرمهال د طالبانو له خوا د بې محاکمې وژنو او شکنجې موارد یې مستند کړي دي. دې سازمان په یوه راپور کې چې نن خپور شو ویلي، طالبانو پر کابل د ولکې ټينګولو په ورځو کې قومي او مذهبي اقلیتونه، د پخواني دولت سرتېري او هغه کسان چې دوی د دولت پلویان بلل د انتقامي حملو په ترڅ کې وژلي او شکنجه کړي یې دي. د بښنې د نړیوال سازمان سکرتر جنرالې اګنیس کالامارد په یوه خبري بیان کې وايي، د طالبانو د دې ناسمې ادعا برعکس چې ګنې د واک انتقال له کومې ستونزې... Читать дальше...