Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 16.12.2021

کمېټه: افغانستان کې د خبریالانو د وژنو قضیې کمې خو تاوتریخوالي سره لا هم مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ۲۰۲۱ میلادي کال د افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بللی، په دې هېواد کې د خبریالانو د دفاع بنسټونه وایي، په دې کال کې ۶ خبریالان وژل شوي او لسګونه نور د تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.  د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې مسول او د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل، اوس چې پر افغانستان طالبان واکمن دي که څه هم د خبریالانو د وژنو قضیې کمې او ان صفر شوي، خو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي قضیې لا هم شته. هاشمي زیاته کړه... Читать дальше...

پخوانۍ ژبه توروالي د ورکېدو له ګواښه ژغورل شوې

Mashaalradio.com 

څه موده وړاندې په سوات کې پخوانۍ ژبه توروالي د ورکېدو په حال کې وه، خو د یوې ځايي ټولنې د پام له وجې اوس دا ژبه د بحرین په څلورو سکولونو کې ښوول کېږي او په دې توګه یې د ورکېدو مخه نیول شوې. دا ژبه په بحرین او شاوخوا سیمو کې ویل کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

امریکا افغانستان کې د ۲۰کلن حضور د ارزونې کمېسیون بودجه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس پرون هغه کلنۍ دفاعي بودجه تصویب کړه چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکل کېږي. د دغه کمېسیون ټاکل د ۷۶۸ میلیارډ ډالرو دفاعي بودجې یوه برخه ده چې سنا جرګې د ۸۹ مثبتو د لسو مخالفو رایو سره پرون تصویب کړه. له دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا استازیو جرګې دغه بودجه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن توشیح ته اړتیا لري، تصویب کړې وه. د افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون به له دواړو ګوندونو، جمهوري پالو او ډموکراټانو جوړ ۱۶ غړي لري او د... Читать дальше...



حامد کرزی: طالبان په زور کابل ته نه دی نیولی، بلنه ورکړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، طالبانو په زور کابل نه دی نیولی بلکې ورته بلنه ورکړل شوې وه چې ښارته ننوځي ترڅو په دې ښار کې د ګډوډیو او لوټ او تالان مخه ونیول شي. ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له اسوشیټېډ پرېس اژانس سره په تازه مرکه کې چې پرون خپره شوې کړي او ویلي یې دي، وروسته له هغې چې پخوانی ولسمشر اشرف غني ناببره او په پټه له افغانستانه ووت، ده طالبانو ته چې د کابل ښار تر دروازو پورې رسیدلي و، بلنه ورکړه چې ښار ته ننوځي. کرزی چې په کابل کې له خپلې مېرمنې او وړو ماشومانو سره اوسي، دا... Читать дальше...

د افغانستان بازارونو کې یو ډالر په ۱۰۴ افغانۍ بدلیږي

Pa.azadiradio.com 

نن پنجشنبه(د لېندۍ ۲۵مه) د کابل د شهزاده سرای د صرافانو په مارکیټ کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې یو څه نوره هم قوي شوې ده. د کابل د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي نن ازادي راډیو ته وویل، له سهار راهیسې، یو ډالر په ۱۰۳ او۱۰۴ افغانۍ تبادله کېده. ښاغلي حضرت زي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو دوه مهم دلایل یا کړل: " یو خو په ټولو ولایتونو کې پر افغانیو راکړه ورکړه کېده او بل د اسعارو د قاچاق وړونکو پر وړاندې د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات هم ګټور وو." طالبانو وړمه ورځ اعلان... Читать дальше...

د افغان جګړې د ارزونې کمېسیون ته د امریکا کانګرس بودجه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس پرون هغه کلنۍ دفاعي بودجه تصویب کړه چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکل کېږي.  د دغه کمېسیون ټاکل د ۷۶۸ میلیارډ ډالرو دفاعي بودجې یوه برخه ده چې سنا جرګې د ۸۹ مثبتو د لسو مخالفو رایو سره پرون تصویب کړه.  له دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا استازیو جرګې دغه بودجه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن توشیح ته اړتیا لري، تصویب کړې وه.  د افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون به له دواړو ګوندونو، جمهوریپالو او ډموکراټانو څخه جوړ ۱۶ غړي لري... Читать дальше...

د افغانستان د هوایي ځواک ښځینه غړو له نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر ښځینه غړې له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له ناټو او امریکا د مرستې غوښتنه کوي. دوی ازادي راډیو ته په رالېږلو پیغامونو کې د ځان او د خپلو کورنیو د ژوند په اړه د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي: "نه د تېښتې کوم ځای لرو، نه له دې هېواده تښتېدلی شو او نه په کې اوسېدای شو." دوی دغه راز ویلي، هماغه راز چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سپورټ لوبغاړو، هنرمندانو او نورو ته غېږ پرانېسته، دوی ته دې هم پناه ورکړي. د افغانستان د هوايي ځواک پخوانیو ښځینه غړیو همدا راز ویلي... Читать дальше...

راپور: نړۍ کې تر ټولو زیات خبریالان افغانستان کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په نړۍ کې د بندي خبریالانو په کالني راپور کې ویلي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال په ۳۷ هېوادونو کې ۲۹۳ خبریالان بندیان وو چې دا په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ډېر شمېر دی. د دې کمېټې د معلوماتو پر اساس، په ۲۰۲۱ میلادي کال په نړۍ کې ۴۲ خبریالان وژل شوي چې تر ټولو ډېر یې په افغانستان کې وژل شوي دي. د دې راپور پر اساس، په تېرو شلو کلونو کې هم تر ټولو ډېر خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.



طالبانو د ۶۹ محکمو لپاره رئيسان وټاکل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ۶۹ محکمو لپاره رئيسان وټاکل. د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا رئیسان د سترې محکمې له لوري ټاکل شوي دي. طالبانو وروسته له دې محکمو ته نوي رئیسان وګومارل چې یو شمېر خلکو په محکمو کې د کارونو پر پڅوالي، د طالبانو له لورې دقاضیانو د بیا بیا تبدیلېدو او په کار د نه پوهېدو په اړه شکایتونه وکړل.

ملګرو ملتونو په ایران کې مېشت افغانانو سره د کوریا د مرستو هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ او د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا 'یونېسف' په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د جنوبي کوریا د دوه نیم میلیونه ډالره مرستې هرکلی وکړ. په تهران کې د جنوبي کوریا سفیر یون کاهیون د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو له دواړو ادارو یو این ایچ سي ار او یونېسف سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره دوه نیم میلیونه ډالره مرسته کېږي. له دې سره په تېرو اوو کلونو کې په ایران کې له دېره افغان کډوالو سره د جنوبي کوریا مرستې ۳۰ ملییون ډالرو ته رسېږي.

روغتیايي مسوولین: افغانستان کې لا د' اومېکرون' پېښه نه ده ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه پورې یې د کرونا په نوې بڼه، اومېکرون د چا د اخته کېدو کومه پېښه نه ده ثبت کړې. خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو تر ټولو د مهم روغتون مسوولان وايي چې تردې دمه د اومېکرون د ازمېښت کیټونه نه لري. د افغان – جاپان روغتون مسوولان وايي، نه یوازې د اومېکرون د ټېسټ الې نه لري، بلکې د اکسیجن او نورو وسایلو د کموالي له کبله په بحراني حالت کې د لسګونو مراجعه کوونکو ستونزې حل کولی نه شي.

د پاکستان لپاره د امریکا سفیر د ترهګرو پر ضد پر اقداماتو ټېنګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لپاره د امریکا نومول شوي سفير ډونالډ بلوم د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې په پاکستان کې به د ترهګرو ډلو لکه القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، جېش محمد او لشکر طیبه پر ضد د پرېکنده اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړي. ده په عین حال کې وویل، امریکا او پاکستان د القاعده، داعش او پاکستاني طالبانو پر ضد ګډ کار کوي، خو دی هڅه کوي چې پاکستان د لشکر طیبه او جېش محمد پرضد هم اقداماتو ته وهڅوي. د امریکا او پاکستان اړیکې په ځانګړي ډل له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته نورې هم سړې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان: هاګ محکمه دې افغانستان کې جنګي جنایتونه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان له هاګ محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه وڅېړي. د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت په وروستیو میاشتو او د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې، په افغانستان کې ډېر جنګي جنایتونه شوي چې باید د جرمونو د یوې نړیوالې محکمې له لوري وڅېړل شي. دې ټولنې په یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) یې خپور کړ، طالبان، د امریکا پوځ او د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې موده کې ملکي وګړو ته د زیان رسولو مسوول بللي دي. Читать дальше...

وېسټ: افغانستان سره د کرونا ضد یو میلیونه ډوزه واکسین مرسته کوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، متحد ایالاتونه د کوواکس پروګرام له لارې د افغانستان خلکو ته د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي. ټام وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې له دې سره به افغانستان ته د امریکا له لوري د واکسین مرسته ۴ میلیونه او ۳۰۰ زره ډوزو ته ورسېږي. د ښاغلي وېسټ په وینا د دې واکسین ترڅنګ امریکا افغانستان ته ۴۷۴ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو د فعال کورنۍ: ادریس خټک چېرته دی؟

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو مطرح فعال ادریس خټک په پاکستان کې له څو کلونو راهیسې د هغو کسانو لپاره کمپاین کاوه چې په جبري ډول بې درکه کېږي، خو دی په خپله د بې درکۍ ښکار شو.  ۵۸ کلن ادریس خټک له ۲۰۱۹ میلادي کاله، له هغه مهاله بې درکه شو چې د پاکستان استخباراتي مامورینو په رڼا ورځ یوه موټر ته وخیژاوه او نامعلوم ځای ته یې یووړ.  تر اوو میاشتو پورې د خټک کورنۍ نه پوهېده چې نوموړی چېرې دی او ولې نیول شوی دی.  وروسته د پاکستان پوځ په یوه نادر اعتراف کې ومنله چې ادریس خټک یې نیولی او د خیانت تور یې پرې لګولی دی. Читать дальше...

د افغانستان لپاره په بریتانیا کې لویې خیریه موسسې بسپنې راټولوي

Pa.azadiradio.com 

په بریتانیا کې لویو خیریه موسسو په افغانستان کې له ۸ ملیونه وګړو سره، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، په ګډه د مرستې ټولولو هڅه پیل کړه.  دوی وايي، له خلکو څخه د پیسو په راټولولو به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره یوه وړه کړکۍ پرانیزي.  د بریتانیا لویې مرستندویې موسسې وايي چې په روان ژمي کې په افغانستان کې د یو میلیون افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.  په دې موسسو کې چې د 'DEC' په نوم یادېږي، د بریتانیا د نړیوالې ژغورنې کمېټه، د بریتانیا سورصلیب، سېف دې چلډرن او کافوډ شاملې دي. Читать дальше...

والسټریټ ژورنال: د طالبانو واکمنېدو سره افغان ښځې د پلرونو او وروڼو فشار سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

والسټریټ ژورنال د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی "د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغان ښځې د پلرونو او وروڼو له پخواني فشار سره مخ شوې دي". ورځپاڼې د دې لیکنې په پیل کې د مرجانې امیري په نوم د کورنیو چارو وزارت د یوې پخوانۍ کارکوونکې چې د طالبانو په راتګ‌یې خپله دنده له لاسه ورکړې، عکس خپور کړی او په اړه‌یې لیکي، کله چې مرجانې امیري د ښځو د حقونو لپاره د سپټمبر میاشت کې په کابل کې یو لاریون کې ګډون وکړ، نو طالبانو هغه په لغتو ووهله او ګواښ‌یې ورته وکړ چې په سر به‌یې په مردکي وولي. Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган о «Выжить в Дубае»: «Понимал, приеду — буду жрать тараканов, а у меня диета. Опять стану жирным!»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


WTA

Россиянка Людмила Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Джип сбил насмерть девушку на пешеходном переходе в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России