Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 26.12.2021

د اومېکرون له کبله په نړۍ کې یو ځل بیا د کرونا پېښې زیاتې شوې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا د نوې بڼې اومېکرون له کبله په نړۍ کې یو وار بیا د کرونا پېښې د پام وړ زیاتې شوې او حکومتونه یې د تدابیرو زیاتولو ته اړ ایستلي دي. په فرانسې کې پر کرونا د اخته شوېو کسانو ورځنی شمېر یو لک وښود او ایټالیا وویل چې له درېيو پر له پسې ورځو راهیسې هره ورځ د کرونا ویروس ۵۵ زره پېښې ثبتوي. د شنبې په ورځ(د مرغومي ۴مه) په فرانسه کې د کرونا په اومېکرون بڼه د اخته شوېو کسانو شمېر تر یو لکو واوښت. په بریتانیا کې د کرونا د دې نوې بڼې د اخته شوېو کسانو شمېر د ورځې تر یو لکو ۲۲ زره لوړ ثبت شوی دی. Читать дальше...

د کاناډا صدراعظم: لویدېځ هېوادونه باید د چین خلاف یوه جبهه ولري

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جاسټن ټروډو وايي، لوېدېځ هېوادونه باید د چین خلاف یوه جبهه ولري چې له سوداګري ګټو د چین د ناوړه استفادې مخه ونیسي. ټروډو په یوه مرکه کې چې پرون شنبې(د مرغومي ۴مه) خپره شوه وویل، لوېدیځ هېوادونه په داسې حال کې په چین کې د اقتصادي فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي چې د دغه هېواد له لوري ورسره لوبې کېږي. د کاناډا صدراعظم ګلوبل ټلوېزیون ته همدا راز وویل، لوېدیځوال په خپل منځ کې په سیالۍ بوخت دي او چین په ځیرکۍ په ازاد بازار کې د دوی تېر ایستلو ته دوام ورکوي.

د بهرني ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان ته د چین پر لېوالتیا نړیوالې تبصرې

Pa.azadiradio.com 

ډپلوماټ خپرونه ډپلوماټ خپرونې د لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د چین پر لېوالتیاوو او له طالبانو سره د دغه هېواد د تماسونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.  د لیکنې لیکواله میرسي کوو وايي، وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، چین لومړنی هېواد و چې له افغانستان سره یې د ۲۰۰ میلیونه ین په ارزښت د بشري مرستې ژمنه وکړه او طالبانو چې له اقتصادي ناورین سره مخامخ شوي، سمدستي د پیکېنګ د دې مرستې هرکلی وکړ. پر دې سربېره چین په وروستیو کې د افغانستان په عدلیې وزارت کې د یوې ودانۍ د جوړېدو پیسې... Читать дальше...



د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، افغانانو ته د ارامۍ غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، افغانانو ته د ملاتړ او ارامۍ غوښتنه وکړه.   پاپ فرانسس پرون په واتیکان کې  د کرسمس ورځې په مناسبت په خپله دودیزه وینا کې وویل: "ګرانه عیسی، منځني ختیځ او ټولې نړۍ ته سوله او کراري راولې. د هغه چا ملاتړ وکړئ چې له خپلو هېوادونو کډه شوېو کسانو ته بشري مرستې برابروي. د افغانستان خلکو ته ارامي ورکړې چې د څه باندې ۴۰ کلونو په جګړو کې زیاتره یې له خپل هېواده وتلي دي." د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته نړیوالو بنسټونو او مرستندویو ادارو... Читать дальше...

داعش په کابل کې د پنجشنبې ورځې د چاودنې مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د پنجشنبې ورځې د چاودنې مسوولیت ومانه.   د رویټرز خبري اژانس د پروني راپور له مخې، دغه چاودنه د پاسپورټ ریاست دروازې ته نږدې وشوه.   طالبانو ویلي وو چې یوه انتحاري غوښتل د پاسپورټ ریاست ته ننوځي چې تر ننوتلو مخکې په نښه شو.   د طالبانو په وینا په دې پېښه کې حمله کوونکی ووژل شو، خو بل چا ته زیان نه دی اوښتی.  داعش ډلې پرون شنبه په هغه پیغام کې چې په ټلګرام کې یې خپور کړی، د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ۸۰۰ افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې روزلي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) وايي، د خپلو روزنیزو پروګرامونو له لارې یې په افغانستان کې نږدې ۸۰۰ مېرمنې په بېلابېلو مسلکي برخو کې روزلي دي.   د دې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغو مېرمنو له خیاطۍ څخه رانیولې د موبایلونو تر جوړولو پورې مسلکونه زده کړي دي.   د کډوالۍ نړیوال سازمان ژمنه کړې چې په افغانستان کې به ښځو او نجونو ته په بېلابېلو برخو کې د کار و بار فرصتونه برابر کړي.

کرکټ؛ تر ۱۹ کلنو کم­ عمره افغان لوبډله سبا دوشنبه هند سره مخ کیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم­ عمره لوبډله سبا دوشنبه د هند له ټیم سره مسابقه وکړي.   د اسیايي جام دغه مسابقه چې د افغانستان درېیمه هغه کېږي، په دوبۍ کې د افغانستان پر وخت د سهار لس بجې پیلېږي.  د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم ­عمره لوبډلې له کوربه هېواد، متحده عرب اماراتو پرونۍ مسابقه د ۱۴۱ منډو په توپیر وګټله، خو خپله لومړۍ مسابقه یې پاکستان ته بایللې ده.   د اسیايي جام مسابقې چې اته هېوادونه په کې ګډون لري او تر را روانې جمعې چې د ډسمبر میاشتې ۳۱مه کېږي دوام کوي.   د افغانستان لوبډله... Читать дальше...

طالبان: د کرېډټ کارډونو له مالیې یو نیم میلیارډ افغانۍ عواید ټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د موبایلونو د کرېډټ کارډونو د ۱۰ فیصده مالیې له درکه تر یو نیم میلیارډ افغانیو زیات عواید راټول شوي دي.   د دغه وزارت ویاند، عنایت اله الکوزي پرون شنبه (د مرغومي ۴مه)ازادي راډیو ته وویل، دا عواید په تېرو څه باندې ۴ میاشتو کې ترلاسه شوي: "پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ راهیسې یو میلیارد او ۵۴۳ میلیونه او څلور لکه افغانۍ د سیم کارډونو د لس سلنې مالیې له درکه ترلاسه شوي دي."  له ۱۳۹۴ لمریز کال راهیسې په افغانستان کې د موبایلونو پر کریډټ کارډونو ۱۰ سلنه مالیه وضعه شوې ده. Читать дальше...

هند د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تقویتي ډوز ورکول پیلوي

Pa.azadiradio.com 

هند په پام کې لري په راروانه جنورۍ میاشت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تقویتي ډوز ورکول پیل کړي.   د دغه هېواد صدراعظم ناریندرا مودي پرون شنبه(د مرغومي ۴مه) وویل چې د جنورۍ له لسمې به دغه تقویتي ستن روغتیايي کار کوونکو او هغو کسانو ته ولګول شي چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې پر لومړۍ کرښه کار کوي. ښاغلي مودي زیاته کړه چې د جنورۍ له درېیمې نېټې به په هند کې د کرونا ضد واکسین هغو کسانو ته هم لګول کېږي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي.   د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو... Читать дальше...

د سعودي په مشرۍ ائتلاف یمن کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون شنبه(د مرغومي ۴مه) په ګاونډي هېواد یمن کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.   دا عملیات وروسته له هغې پیلېږي چې له یمن څخه په توغول شوي توغندي په سعودي عربستان کې دوه کسان ووژل.  دا په وروستیو درېیو کلونو کې د حوثي یاغیانو له خوا چې ایران یې ملاتړ کوي، د خپل ډول له مخې لومړي قتلونه دي.   حوثي یاغیانو خبرداری ورکړی، که د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف خپل تجاوز- ونه دروي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.   یمن کې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده چې په نړیواله... Читать дальше...

سل ورځې ووتلې، لاهم ډېری ولایتونو کې نجونې له ۶م پورته د زده کړو اجازه نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

نن سلمه ورځ ده چې له یو څو محدودو ولایتونو پرته په نور افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړل شوې. د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوه ښوونځي پخوانۍ مدیره قمر نیازۍ چې اوس د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي وايي، د طالبانو دغه بندیز زیاتې نجونې چې اوس پر کورونو ناستې دي، نه‌هیلي کړي دي. اغلې نیازۍ زیاتوي: "بېخي زیاتې متاثره دي. داسې خواتورې دي. داسې حالت لري چې د بیان وړ نه دي. ځکه زموږ په سیمه کې له اووم څخه تر دوولسم پورې یوه زده کوونکې هم ښوونځي ته نه ده تللې. استادان... Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: Учащиеся Гурульбинской школы восхитились мастерством жонглирования, игрой с хула-хупами, иллюзионистами цирка Бурятии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


ATP

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России