ایران کې عیسوي بندیانو ته د کرېسمس په مناسبت ۱۰ ورځې رخصتي ورکړل شوه
د ایران قضايي چارواکو عیسوي بندیانو ته اجازه ورکړې چې د کرېسمس په مناسبت له خپلو کورنیو سره ۱۰ ورځې تېرې کړي. دا د عیسوي اقلیت په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت یو نادر عمل ګڼل کېږي. د میزان انلاین وېبپاڼې چې د ایران له قضا سره تړاو لري، لیکلي چې دا پرېکړه د ۲۰۲۲ کال د پیل او کرېسمس له امله نیول شوې. وېب.پاڼې زیاته کړې چې د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني اژهاي په ټول هېواد کې چارواکو ته لارښوونه کړې چې عیسوي بندیانو ته دا ډول رخصتي ورکړي. خو څرګنده نهده چې دا ۱۰ ورځې به کله پیل شي او څومره بندیان به له دغه فرمان څخه ګټه واخلي. Читать дальше...