Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 11.10.2022

ايران کې د مهسا اميني د وژنې ضد مظاهرې څلورمه اوونۍ کې داخلېږي

Mashaalradio.com 

په ايران کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني د وژنې ضد مظاهرې په څلورمه اوونۍ کې داخلېږي. په دې مظاهرو کې سلګونه مزدورانو هم ګډون کړی دی. بلخوا د بشری حقونو ډلې واييچې امنيتي ځواکونو لسګونه مظاهرچيان وژلي دي. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور

اوکرايني چارواکي: روسيې پر کييف او نورو ښارونو بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د تېرې ورځې د هوایي بریدونو وروسته چې لږ تر لږه ۱۹ کسان په‌کې ووژل شول، روسیې د کییف په ګډون د اوکراین پر څو ښارونو نن هم توغندویي بریدونو ته دوام ورکړ. کریملین دغه بریدونه د دې لپاره زیات کړي چې د هغه پله د ویجاړېدو غچ واخلي چې د کریمیا ټاپو وزمه د روسیې له خاورې سره نښلوي او د تېرې جمعې د ورځې په چاودنه کې یې یوه برخه ونړېده. د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین پر څو ښارونو نن سهار شاوخوا شل توغندي راپرېوتي دي. د اوکراین د جنوبي زاپوریژیا سیمې چارواکو... Читать дальше...

په سوات کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره شوې ده

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات کې ناکراري ډېره شوی ده، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي چې باید د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت د بدامنۍ مخه ونیسي. خو صوبايي جکومت د امنیت ذمه واري پر وفاقي حکومت اچولې ده.



پر ايراني ځواکونو د معترضانو د ځپلو تورونه راپورته شوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو ډلو د ایران پر دولتي امنیتي ځواکونو تور لګولی چې د دې هېواد په کرد مېشتو سیمو کې یې د معترضانو د ځپلو لپاره پوره پوځي عملیات کړي. په هغو ویډیوګانو کې چې پرون د کردستان له سنندج ښاره پر ټولنیزو شبکو خپاره شول، امنیتي مامورین لیدل کېږي چې پر معترضانو مخامخ ډزې کوي. په همدې ورځ د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د ایران امنیتي ځواکونه پر خلکو د اوښکې بهوونکي ګاز او د هغوی پر کورونو د مرمیو ډزې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر په ۱۶مه نېټه د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا... Читать дальше...

توماس ويسټ: افغانان دې په يوه خوله نړيوالو ته خپلې اړتياوې ور مخته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، یوه ډله افغانان د افغانستان د راتلونکې په اړه د ملي ډیالوګ د رامنځ ته کولو غوښتونکي دي. هغه پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ترکیې په انقره کې یې د ډاکټرانو، د افغانستان د پخواني حکومت د وزارتونو د یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو په ګډون له یو شمېر افغانانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي. ښاغلي ویسټ ویلي چې، پر هزاره ګانو د حملې، د ده په خبره د ځوانانو او ښځو د خواشینونکو تلفاتو او په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره د یوې فضا د نشتوالي په اړه یې اندېښنې اورېدلي دي. Читать дальше...

نن د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته د ۱۴ غړو هېوادونو د غوراوي ټاکنې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به د بشري حقونو د شورا د څوارلس چوکیو د ګټلو لپاره د چهارشنبې په شپه اتلس هېوادونو ته رایه ورکړي. د اتلس کاندید هېوادونو له ډلې به د بشري حقونو شوار ته د څوارلس هېوادنو استازي بریالي شي او له ۲۰۲۳ نه تر ۲۰۲۵ پورې به دغه په یادې شورا کې چوکۍ ترلاسه کړي. د دې ۱۴ چوکیو له ډلې څلور یې د اسیا پاسفیک شپږو هېوادونو"افغانستان، قرغیزستان، جنوبي کوریا، بنګله‌دېش، مالدیف او ویتنام" ته ځانګړې شوي دي چې ملګرو ملتونو په عمومي مجمعه کې به ورته رایه ورکول کېږي. په ملګرو ملتونو سازمان... Читать дальше...

تمه ده د ترکيې ولسمشر سبا له ولاديمير پوتين سره وګوري

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سبا د اکتوبر ۱۲مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې په اسیا کې د متقابلو اړیکو او اعتماد جوړونې د کنفرانس په څنډه کې له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري. ترکي چارواکو له خبري اژانسونو سره په خبرو کې دا لیدنه تأیید کړې ده. له دې مخکې د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي و، چې دواړه مشران به په استانه کې وګوري. اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړیتوب لري د روسیې او اوکراین په جګړه کې د یو منځګړي په توګه عمل کوي. انقرې که څه هم پر اوکراین د برید له کبله... Читать дальше...

روسيې نن پر اوکراين د توغندويي بريدونو نوې څپه پيل کړه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د غونډې په درشل کې روسیې نن پر اوکراین د توغندويي حملو نوې څپه پیل کړه. اوکرایني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار مهال شل راکټونه راپرېوتل. د اوکراین د جنوبي سیمې زاپوریژیا چارواکو د ۱۲ توغندیو لګېدل تأیید کړي دي. همدا راز پلازمېنې کییف ته نژدې او نورو ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي. روسیې پرون د اکتوبر په لسمه نېټه هم د اوکراین پر پلازمېنه کییف او څو نورو ښارونو راکټي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې ۱۹ کسان ووژل شول. روسیې ویلي دا حملې یې د هغې چاودنې په... Читать дальше...



روسیې د اوکراین پلازمېنه او نور ښارونه په نښه کړي

Mashaalradio.com 

د روسیې له خوا د اوکراین د پلازمېنې په ګډون پر یو شمېر ښارونو بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ځینې داسې ودانۍ هم لګېدلي چې عام خلک ژوند پکې کوي. د روسیې په بریدونو کې تر هغه وروسته زیاتوالی راغلی چې د روسیې او کرایمیا ترمينځ پله باندې چاودنه وشوه. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا بریدونه پر هغه پله د چاودنې غبرګون بللي دي. روسیې د اوکراین کرایمیا سیمه په ۲۰۱۴م کې نیولې وه. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور وګورئ

کونړ کې د پخواني نظام دوه پوځيان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ ولایت کې دوه تنه چې ویل کېږي د پخواني نظام پوځیان وو، وژل شوي دي. یوه امنیتي چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوه کسان چې د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکي وو او د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ ته مېلمه تللي وو، د کور له مالک سره یو ځای وژل شوي دي. د کونړ د مرکزي روغتون سرپرست ډاکټر مطیع الله ازادي راډیو ته وویل، له نرنګ ولسوالۍ څخه دوه جسدونه ور وړل شوي دي. نوموړي وويل: "د یوه هویت معلوم دی چې د شلتن د درې اوسېدونکی دی، د هغه ځای خلک هم راغلي وو، خو دا بل یو معلوم نه‌دی چې د کوم ځای دی. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان دې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش یوځل بیا د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ټولو نجونوپرمخ ښوونځي بېرته پرانېزي.  نن د اکټوبر یولسمه د ماشومو نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو له خوا نومول شوې دغه ورځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر په یولسمه په نړۍ کې ونمانځل شوه. دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې له نجونو ملاتړ زیات شي او هم د جنسیتي ناانډولۍ په اړه چې نجونې د خپل جنسیت په خاطر په نړیواله کچه ورسره مخامخ دي، عامه پوهاوی زیات شي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی... Читать дальше...

افغان خبریال 'عرفان‌الله' ترکیې ته په لار مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د یوه افغان خبریال عرفان‌الله کورنۍ مني چې هغه ترکیې ته په لار مړ شوی دی. افغان خبریال عرفا‌ن‌الله چې وړاندې یې په افغانستان کې د ژوندون په نوم خصوصي تلوېزیون سره کار کاوه، په غیرقانوني توګه د کډوالۍ په لارو هدف ته له رسېدو مخکې ومړ. د هغې د کورنۍ غړي وايي، د عرفا‌ن‌الله له مرګه درې میاشتې وروسته، تازه خبر شوي. د دوی په خبره، عرفان‌الله غوښتل په غیرقانوني لارو له ایران ترکیې ته ولاړ شي چې په لاره مړ شو. د عرفان‌الله د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، هغه... Читать дальше...

چارواکي: په لغمان کې د چاودنې له امله ۲ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په لغمان کې د طالبانو په یوه رنجر موټر د چاودنې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او څلور ټپیان دي. د لغمان ولایت له امنیه قوماندانۍ رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، پېښه د علینګار ولسوالۍ د نورلام په سیمه کي د سړک غاړي ماين چاودني له امله شوې. وژل شوي او ټپیان ټول د طالبانو غړي دي چې دوی یې امنیتي ځواکونه بولي.

د ماشومو نجونو نړیواله ورځ؛ حمیده: ښوونځي ته په تګ مې کورنۍ وږې پاتې کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د اکټوبر ۱۱ مه د ماشومو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګري ملتونه هر کال دا ورځ نمانځي. د دې ورځې د ټاکلو هدف نجونو ماشومانو تعلیم ته پاملرنه او وده ښودل شوې ده. د افغانستان په سویل ختیځ غزني کې نهه کلنه حمیده د مور او پلار مشره لور او د خپلې ۶ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده. د هغې لاسونه د بوټونو په رنګ تور شوي، ښوونځی يې پریښی او د سړک په څنډه له سهاره تر ماښام بوټان رنګوي. نوموړې لا ماشومه ده، خو د ژوند چارو دومره سترې کړی چې ژاړي او خپله کیسه کوي. حمیده وايي: "د ورځې پنځوس یا سل روپۍ پیدا کوم. Читать дальше...

صادراتو کې زیاتوالی؛ افغانان د رومیانو او پیازو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې په کور دننه د تازه سبو په ځانګړي ډول رومیانو او پیازو بیې لوړې شوي، خو سوداګر يې هره ورځ ګاونډي هېواد پاکستان ته صادروي. په داسې حال کې چې ګاونډي هېواد پاکستان ته له افغانستانه د سبو په ځانګړي ډول د رومیانو او پیازو صادرات ډېر شوي یو شمېر افغانان یې په کور دننه د بیوو لوړوالي اندېښمن کړي. دوی وايي، پاکستان ته د رومیانو او پیازو صادراتو د افغانستان په مارکېټ ناوړه اغېزه کړې او اوسمهال یو من رومیان د کابل په بازارونو کې په ۴ سوه افغانۍ پېري په داسې حال کې چې تېر کال دا بیه ۸۰ افغانۍ وه. Читать дальше...

ملګرو ملتونو یوځل بیا افغان نجونو ته د زده کړو د اجازې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش یوځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. ښاغلي ګوټرش د نجونو د نړیوالې ورځې نمانځنې ته د اشارې په ترڅ کې پر ټوېټر لیکلي چې دی په افغانستان کې له تعلیم څخه د نجونو د بې برخې کولو د دوام له کبله سخت اندېښمن دی. هغه ویلي چې له تعلیم څخه د نجونو د محرومولو زیان هم په خپله افغان نجونو ته رسېږي او هم افغانستان ته چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی، خو وایي پر طرزالعمل یې کار روان دی.

خلک: له دوو میاشتو راهیسې د کونړ په ځینو سیمو کې برښنا پرې شوې

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوو میاشتې راهیسې په مرکز اسعداباد او نږدې سیمو کې برښنا پرې شوې. د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او نږدې پرتو ولسوالیو وټه‌پور او پېچ درې ځینې کلي چې د مناګي برښنا کوټ ورغلي برښنا روښانه کول، له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې تیاره دي. د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي، نه پوهېږي چې بنسټیزه ستونزه څه ‌ده، خو د دوی په خبره له کله چې برښنا پرې شوې، بېلابېلو ستونزو لاس و ګرېوان دي. د کونړ یو اوسېدونکی ضیاالرحمن سپین غر وویل: "په ښار کې هټیوال جنراتورونه چالانوي، چاپېریال ککړ شوی، لوګي او شور دی. Читать дальше...

یوې نړیوالې ادارې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیون لیټره ډیزلو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، سږکال یې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیون لیټره ډیزلو مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د دې کمېټې څانګې نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه ډیزل د برښنا د تولید فابریکو ته ورکړل شوي چې په نتیجه کې یې په دې هېواد کې له ۳.۸ میلیونو زیات وګړي له برښنا څخه برخمن شوي او هم د روغتونونو په څېر حیاتي تاسیسات توانېدلي چې خپل خدمات سر ته ورسوي. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په خبره افغانستان په کال کې د خپلې اړتیاوړ ۱۶۰۰ میګاواټه برښنا، یوازې ۲۲ سلنه یې په داخل کې تولیدوي او نوره له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

هند افغانستان ته د روغتیایي مرستو یوه بله کڅوړه لېږلې

Pa.azadiradio.com 

هند افغانستان ته د روغتیایي مرستو د دیارلسمې کڅوړې یا بستې ته د لېږدولو خبر ورکوي. د هغې خبرپاڼې له مخې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت نن خپره کړې، په دغو نویو مرستوکې درمل، د جراحۍ وسایل او د ډاکترانو او نورو روغتیایي کارکوونکو د اړتیا وړ مواد او وسایل شامل دي. د خبرپاڼې له مخې د ملګرو ملتونو په همکارۍ دغه مرستې په کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون ته ورکړل شوې دي. د هند د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې تراوسه یې له افغانستان سره ۴۵ ټنه د اړتیا وړ روغتیايي مواد او وسایلو مرسته کړې چې د کوېډ۱۹ ضد پنځه سوه زره ډوزه واکسین هم په کې شامل دي.


Музыкальные новости
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)





Rss.plus
Динамо

Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2




Huawei представила IDS на 26-м Всемирном энергетическом конгрессе

Губернатор Владимир Мазур и гендиректор выставки "Россия" вручили 11-миллионному посетителю сертификат на путешествие в Томск

Стасу Михайлову 27 апреля исполняется 55 лет

УИС Дагестана присоединилась к Всероссийской акции «Георгиевская ленточка»




عمران خان: د غږيزو ټوټو موضوع په عدالت کې چېلېنجوو

Mashaalradio.com 

د واکمن مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې عمران خان ته په ځواب کې ليکلي چې هم تاسو (عمران خان) به ويل چې د پاکستان استخباراتي ادارې د نړۍ تر ټولو تکړه ادارې دي چې ورته هرڅه معلوم وي او باید معلوم هم وي.

بایډن: د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د ګڼو توغندویي بریدونو په غبرګون کې ژمنه کړې چې د اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکړي او دې هېواد ته به د هوایي مدافعې ضد پرمختللي سیسټمونه ورکړي. د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د روسیې د خونړیو هوایي بریدونو د لویې څپې په پایله کې له کییف سره د دوامداره ملاتړ د ژمنې ترڅنګ ویلي چې روسیه به د هغه څه لپاره حساب ورکړي چې نوموړي جنګي جنایتونه او ظلمونه وبلل. بایډن د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په ټیلفوني خبرو کې د پلازمېنې کییف په ګډون د... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: افغانستان به تل د نړۍ د پاملرنې مرکز نه‌وي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، افغانستان ډېر کم وخت لري او که ترې ګټه وانه خلي، کېدای شي فرصت له لاسه ورکړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د دې هېواد لپاره د نړیوالو اوسنی تحمل یو فرصت بولي او په خبره یې، که ترې استفاده ونه شي، ډېر وخت به دوام ونه کړي. اروپايي ټولنې پرون په خپله رسمي وېبپاڼه د ښاغلي نیکلاسن له قوله لیکلي، سمه ده چې افغانستان د اسیا زړه ‌دی، خو تل به د نړۍ د توجه مرکز نه‌وي. اروپايي ټولنې پرون د نیکلاسن د سفر... Читать дальше...

امريکايان هر کال پر پېټه کدو ۵۰۰ ميليونه ډالر مصرفوي

Mashaalradio.com 

پېټه کدو یا حلوه کدو په امریکا کې یو زوړ تاریخ لري. ځينې خلک په خپلو کورونو کې د دې کر کوي او د مني په موسم کې یې استعمال زیات شي. د یوې سروې ترمخه امریکایان هر کال ۵۰۰ ميلیونه ډالره د پېټه کدو او له دې د جوړو شویو شیانو په اخېستلو مصرفوي. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیویي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد یې وړاندې کوي.

د تعليم نړيواله مبارزه ملاله يوسفزۍ پاکستان ته تللې

Mashaalradio.com 

تر ژوبلېدو او پاکستان پرېښودو وروسته دا دوهم ځل دی چې ملاله پاکستان ته تللې ده. که څه هم دا ځل د نوموړي د سفر مقصد د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي او مرستې راغونډول دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې هغه به وروسته نورو کومو سيمو ته ځي او له چا سره به ملاقاتونه کوي.

د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ؛ زابل کې جومات د نجونو زده کړو لپاره وقف شوی

Pa.azadiradio.com 

د اکټوبر ۱۱مه د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده. که له یوې خوا دامهال په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځی تړلي، خو له بلي خوا په زابل کې د یوه کلي اوسېدونکو د خپل کلي جومات د نجونو د زده کړو لپاره وقف کړی څو راتلونکي کې ښځینه ډاکترې ورته وروزي. د زابل د کاکړو ولسوالۍچې هېڅ ښځینه ډاکتره نه لري د سیمې اوسېدونکي یې وايي، په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ډېر کله یې ناروغان د ښځینه ډاکترې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...



Москва

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва взяла Гран-при премии «Умный город» за цифровизацию горхозяйства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Тимати высмеял Джигана: "Не собьется, будет уже круто"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин: Развиваем систему здравоохранения



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России