د انارو حاصل په ارزګان کې کم شوی
په ارزګان کې باغ لرونکي وایي، په تېرو دوو کلونو کې په دې ولایت کې د انارو حاصل د وچکالۍ له امله کم شوی دی. دوی همدارنګه شکایت کوي چې انار یې ښه بازار نهلري او د مرستې غوښتنه کوي.
په ارزګان کې باغ لرونکي وایي، په تېرو دوو کلونو کې په دې ولایت کې د انارو حاصل د وچکالۍ له امله کم شوی دی. دوی همدارنګه شکایت کوي چې انار یې ښه بازار نهلري او د مرستې غوښتنه کوي.
روسیه هڅه کوي چې د افغانستان د پخواني پرځول شوي حکومت یو شمېر کمانډو ځواکونه د اوکراین د جګړې لپاره استخدام کړي. فارین پالیسي امریکایۍ مجله په خپل تازه راپور کې وایي چې روسیه د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر کمانډویانو د استخدام په حال کې ده. د راپور لیکواله استرالیایي خبریاله لین اوډانیل وایي، د پخواني نظام د پوځ یو شمېر کمانډویانو ورته ویلي چې د روسیې له پوځ سره د یوځای کېدو په خاطر اړیکې ورسره نیول شوي دي. راپور کې د یوه پخواني افغان کمانډو په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی راغلي،... Читать дальше...
د اوکراین چارواکي وایي چې روسیې د اوکراین پر ښاري سیمو بریدونو ته دوام ورکړی او په خیرسون کې یې ځواکونه د سختې جګړې لپاره تیاری نیسي. اوکرایني چارواکي وایي، روسیې د اوکراین پر ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی چې په نتیجه کې یې ولسي خلک وژل شوي او ودانۍ او تاسیسات ویجاړ شوي دي. اوکراین نن بیا د روسیې د میزایلو او ډرون الوتکو د حملو پر وړاندې د خپلې هوایي مدافعې ضد سیسټمونو د پیاوړي کېدو پر غوښتنې ټینګار وکړ. د اوکراین د ولسمشر د دفتر رییس اندرې یارماک په کییف کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې د ملي... Читать дальше...
نن یو شمېر ایرانیان د مهسا امیني د څلوېښتۍ د پوره کېدو په پار د هغې پر قبر راټول شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د چارواکو له خوا د ځپونکو اقدامات سربېره په ټول هېواد کې اعتراضونه روان دي. فعالانو ویلي، نن د اکټوبر ۲۶مه په لسګونو ښځو او نارینه وو د مهسا امیني په پلرني ټاټوبي کردستان کې په هغه هدیره کې راټول شوي وو چېرې چې د مهسا مړی خښ شوی دی. د هه نګاو په نوم د بشري حقونو یوې ډلې داسې عکسونه خپاره کړي چې په کې د سقز په ښار کې د امنیتي سرتېرو زیاتوالی لیدل کېږي چې د راپورنو پر بنسټ دغه ښار ته د خلکو د ننوتلو مخه نیسي. Читать дальше...
د ازادي راډیو د راه فردا څانګې د راپور پر بنسټ د ایران د سپاه پاسداران مامورانو د فردا راډیو د خبریال رضا حقیقت نژاد جسد تهران ته له رسېدو وروسته تښتولی او نامعلوم ځای ته يې وړی دی. د فردا راډیو راپور ورکړی چې د حقیقت نژاد په ټاټوبي کې د هغه د خښېدو اجازه ورکړل شوې وه. رضا حقیقت نژاد تېره اونۍ په جرمني کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ. ایراني چارواکو په رسمي ډول تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو نړیوال اداره وايي چې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې په افغانستان کې د وړو یا کوچینو سوداګریو ۶۵ سلنه کارکوونکي له دندو لرې شوي دي. سعیده غزنيواله هغه ښځه ده چې د افغاني جامو د ډیزاین او ګنډلو کاروبار یې درلود. نوموړې وايي، د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ مخکې يې له کوچني سوداګریز کاروبار د کلي ښځې هم ګټه وړله، خو په خبره یې، اوس يې هغه پخوانی خوند نه دی پاتې. سعیدې ازادي راډيو ته وویل، د وړو یا کوچینو سوداګریو سوداګر د کورنیو او بهرنیو سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاتوي: "زموږ اقتصادي وضعيت هم خراب شوى. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ورو توپ اچونکی راشدخان یوځل بیا د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکی یا بالر وپېژندل شو. د کرکټ نړیوالې شورا یا 'ای سي سي' نن چهارشبنه د اکټوبر ۲۶مه د خپلې تازه درجه بندۍ پر اساس دغه خبر ورکړی دی. تر راشدخان مخکې د استرالیا بالر سیمېر جوش هزلوډ د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو د غوره بالرانو په سر کې و. راشدخان د نړۍ په مشهورو لیګونو ای پي ایل، بیګ باش او نورو کې هم لوبېږي چې اوسمهال د افغان لوبډلې په ترکیب کې استرالیا کې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون لري. ټاکل... Читать дальше...
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو د حکومت لخوا رامنځته شوي محدودیتونه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو، خپلواکو رسنیو، زده کړو، روغتیا او د نادولتي موسساتو په برخه کې د تېر ۲۰ کلونو لاسته راوړنې ګواښي. په دې راپور کې راغلي، د امریکا د حکومت له ژمنې سره، چې ویلي یې دي، له ګواښونو سره مخ افغانان به ژغوري او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، له یو میلیارد ډالرو ډېرې مرستې یې کړي، خو د سیګار په... Читать дальше...
د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د شدید باران له کبله لغوه شوه. د افغانستان کرکټ بورد پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د یادو سیالیو د اصولو له مخې دواړو لوبډلو ته یوه-یوه نمره ورکړل شوه. دا په روان شل اوریز جام کې د افغانستان دویمه لوبه وه. افغانستان د راتلونکې جمعې ورځ له ایرلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. افغان لوبډلې د انګلنډ پر وړاندې خپله لومړي بایللې وه.
له زدکړو یو شمېر محرومې کړای شوې افغان زده کوونکې وايي، د ښوونځيو د تړل کېدو له امله يې هغه کارونو ته مخه کړې چې په اړه یې فکر نه و کړی. دنیا چې دا مهال ۱۶ کلنه ده، یو کال مخکې د کابل ښار په یوه ښونځي کې د لسم ټولګي زدکونکې وه. د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځيو په تړل کېدو سره، اوس دنیا د غالیو اوبدلو په یوه کار خونه کې کار کوي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دا یې نه غوښتل، خو اوس غواړي په یو ډول بوخته او له یوازیتوب ووځي. هغه زیاتوي: "له کومه وخته چې ښوونځي بند شوي دي، زموږ په ذهن يې ډېر بد اغېز کړی. Читать дальше...
د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه په کينيا کې د پاکستان يو مشهور خبريال ارشد شریف وویشتل شو. د کينيا پوليس دعوه کوي چې هغه يې په غلطۍ وژلی دی خو د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان بې له کوم ثبوت وړاندې کولو هغه يوه هدفي وژنه بللې ده. پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.
د اکتوبر پر ۲۶مه په مېلبرن کې په لومړۍ سیالۍ کې ایرلینډ په ۲۰م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې. په ځواب کې انګلستان تر ۱۵م اوور پورې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۵ منډې کړې وې خو د باران له وجې لوبه وځنډېده.
هندوان هر کال د اکتوبر په وروستيو ورځو کې "ديوالي" لمانځي. د خوشحالۍ د دې مذهبي رسم پر مهال هغوی خپل کورونه او مندرونه په رڼاګانو سينګاروي او خواږه پخوي. مشال راډيو په کراچۍ کې د ديوالي رسم په اړه ويډيويي راپور لري.
د افغانستان او نیوزلنډ د کرېکټ لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د باران له کبله ځنډېدلې ده. د کرېکټ د معلوماتو انلاین وېبپاڼې ( Cricinfo ) لیکلي، که باران په همدې کچه روان وي، ممکن د لوبې د اورونو شمېر به راکم شي. لوبه د افغانستان په وخت د غرمې ۱۲ نیمو بجو ته پلان شوې وه. د لوبې پچه هم لا نه ده اچول شوې. که څه هم باران لږه شېبه و درېد او د لوبغالي د وچېدو کار پيل شو، خو له لږ ځنډ وروسته بېرته باران پیل او پیچ بېرته په ټکور وپوښل شو. دا په دې نړیوال جام کې د افغانستان دویمه رسمي لوبه ده، افغانستان لومړۍ رسمي لوبه انګلستان ته بایللې ده. Читать дальше...
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د اکتوبر پر ۲۶مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د پلټنو وفاقي ادارې او استخباراتي ادارو درې کسيزه ډله يې جوړه کړې چې د پلټنو لپاره سمدستي کينيا ته ځي.
اوکرایني چارواکي وایي، روسیې د اوکراین پر ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی چې په نتیجه کې یې ولسي خلک وژل شوي او ودانۍ او تاسیسات ویجاړشوي دي. د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز نن سهار وختي وویل، یوه ورځ مخکې د روسیې لهخوا د هستوګنې په څه باندې ۴۰ سیمو بریدونه شوي دي. په هغه راپور کې چې د لوی درستیز لهخوا نن خپور شوی، ویل شوي چې روسیې د هوایي حملو، راکټونو او میزایلو په ذریعه دغه حملې ترسره کړي او په هغو کې د اوکراین مشخص ځایونه په نښه شوي دي. د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د یوې امیندوارې ښځې په ګډون لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. Читать дальше...
متحده ایالات وايي د نویو افغاني بانکنوټونو د چاپ لپاره افغانستان بانک ته د پیسو د انتقال اجازه ورکول له افغانانو سره يوه مرسته ده. د افغانستان د نویو بانک نوټونو د چاپېدو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم دوی د دغو پیسو د انتقال په برخه کې مرسته کوي، خو دا کار یوازې د افغانانو د ښېګڼې لپاره کوي او د طالبانو او امریکا پر اړیکو اغېز نهلري. د دې وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ ناوخته په یوې خبري غونډه کې وویل: "د پیسو د دوه ځله لېږد لړۍ له څو میاشتو راهیسې روانه ده،... Читать дальше...
خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د وزیراعظمۍ له څوکۍ تر ګوښه کېدو وروسته د حکومت ضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی او ټینګار کوي چې تر وخت مخکې دې انتخابات وشي. خو وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې عام انتخابات په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.
د هند د شا وخوا ۳،۰۰۰ ابادي لرونکي یوه کلي کې ۱،۰۰۰ کسان د یوټيوب ویډګانې جوړوي. دغه کلي پر یو ټيوب یو چېنل جوړ کړی او ډېری اوسېدونکي یې یا اداکاري کوي، یا ویډیوګانې جوړوي او یا سندرې وايي. د کلي ځينې کسان پر یوټيوب خپل چېنلونه هم لري. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
سونک د اکتوبر پر ۲۵مه د اوکراین له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سره تر هغې وروسته ټېلېفوني خبرې وکړې چې د بریتانیې باچا چارلس ورته د جکومت جوړولو بلنه ورکړه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن روسیې ته په اوکراین کې د تکتیکي اټومي وسلو د احتمالي کارولو په اړه خبرداری ورکړی. نوموړي ویلي یې دي چې دا به د روسیې خورا لویه تېروتنه وي. امریکا دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې روسیې ادعا وکړه چې اوکراین په خپل قلمرو کې د ککړ بم په نوم د یوه ډول اټومي وسلې کارولو ته د تیارۍ په حال کې دی. اوکراین د مسکو دا ادعا رد کړې ده.
د ایران قضا وايي چې پر بندیوانې فرانسوۍ جوړې د تورونو د قضیې په اړوند یو شمېر نور کسان هم توقیف شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې چارواکي غواړي د دې قضیې په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي. د ایران د قضا ویاند مسعود ستایشي پرون خبریالانو ته وویل، د نویو کسانو توقیف د دې قضیې په اړه مهم اطلاعات روښانه کړي دي. دفرانسې د ښوونکو د ټولنې چارواکې سیسلي کوهلر او ملګری یې ژاک پاریس په تېره مې میاشت کې ایران ته په رخصتۍ تللي وو، چې د کارګرانو د ټولنې د اعتراضونو د پارولو په تور ونیول شول. دوی په جاسوسۍ او د ایران د ملي امنیت په ګواښلو تورن شول.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی: "د زدهکړو لپاره د افغانو نجونو اراده قوي ده ان چې بمونه يې هم له منځه نهشي وړی." د مطلب په پیل کې وایو؛ چې ممکن زوړنه مات شي خو شور او ولولې نه. په مطلب کې هغه کسانو ته په خطاب کې چې د افغانو ښځو قاتلان بلل شوي ویل شوي، د ښځو په وجود کې هغه پولاد دي چې له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدول شوي دي. ورځپاڼې د سپټمبر په ۳۰مه کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز حملې ته اشاره کړې، چېرته چې د ورځپاڼې په لیکنه نژدې څلور سوه تنه ځوانان چې ډېره برخه... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع پخوانی وزیر، اش کارټر د ۶۸ کلونو په عمر مړ شو. هغه د پخواني ولسمشر، بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال هم د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. د هغه کورنۍ پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چی اش کارټر د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه. کارټر چې د اوباما د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې دنده ترسره کوله، هغه پوځي ستراتیژي رهبري کوله چې له سوریې او عراق د اسلامي دولت ډلې د ایستلو سبب شوه.
د سوډان په زرګونو وګړو په دغه هېواد کې د پوځي کودتا د لومړۍ کلیزې په مناسبت، پرون سې شنبه د پلازمېنې خرطوم پر لارو او سړکونو لاریون وکړ. د تېر کال پوځي کودتا په سوډان کې د لنډمهالي ډیموکراتیک انتقال د زوال سبب شوه. پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، مظاهره چیانو په داسې حال کې چې بیرغونه او ډولونه یې له ځانونو سره لېږدول، شعارونه ورکول. د دوی ګڼ شمېر یې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راټول شول، چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. تر اوسه د تاوتریخوالي راپور نهدی ورکړل شوی. د شبکو د یوه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости