Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 15.10.2022

د برازیل په یوه هوایي ډګر کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

د برازیل د ساوپاولو ښار د هوايي ډګر یوه برخه، تقریباً د افغان پناه غوښتونکو په لنډمهاله کور بدله شوې ده. دغه افغانان پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته تېر کال له افغانستانه وتلي دي.

مثلث؛ اټومي ګواښ په سیمه او نړۍ کې څومره جدي دی؟

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې له لورې د اټومي وسلو احتمالي استعمال ته اندیښنې په داسې وخت کې په زیاتیدو دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اکتوبر په ۱۳ د پاکستان د اټومي وسلو خوندیتوب ته اندیښنه ښکاره کړه. په نړیواله کچه د اټومي وسلو تهدید تر څه بریده دی؟ دلته په دې اړه بحث کتلی شئ

د ترهګرۍ ضد ادارې "نیکټا" بیا فعالولو ضرورت ولې پېښ شو؟

Mashaalradio.com 

د وزیر اعظم له دفتره په جاري شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د نورو پرېکړو تر څنګ د ترهګرۍ پر ضد د قامي ادارې نيکټا د بیا فعاليت پرېکړه د قامي امنيت د کميټۍ په هغه غونډه کې وشوه چې مشري يې وزیر اعظم شهباز شریف کوله او پکې د پوځي مشرانو تر څنګ د څلورو واړو صوبو حکومتي او امنيتي چارواکو هم ګډون وکړو.



د سولې او عدالت خوځښت اعلانېدل؛ اتمر د تېر نظام سقوط کې درې اړخه پړه وبلل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې او عدالت خوځښت د تغییر په شعار نن خپل موجودیت اعلان کړ. دغه خوځښت پر خبرو اترو او مفاهمې تینګار وکړ. د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د دې حرکت په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې د دوحې تړون عملی شوی نه دی او د جمهوري نظام په سقوط کې د جمهوري نظام مشران، طالبان او بهرنیان ملامت وو. هغه وویل: "زموږ په نظر دا مسوولیت پر درو خواوو لوېږي؛ اول د جمهوریت پر سیاسي او دولتي مشرانو، د دوی فساد د دوی خودخواهي او د دوی بې اتفاقي باعث د سقوط سو. له بده مرغه زه هم په دې جمع کې شمېرل کېږم. Читать дальше...

پر رسنیو د محدودیتونو دوام؛ د طلوع او طلوع نیوز ۹ کارکوونکو دندې پرېښي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو ۲ میاشتو کې د طلوع او طلوع نیوز ۹ کارکوونکو خپلې دندې پرېښي دي. د طلوع تلوېزیون یو له پخوانو کارکوونکو غفور صبوري دی. هغه چې د ۲۰۰۵ کال راهیسې د دې رسنۍ سره په بېلابېلو برخو کې د روان کال د اګسټ میاشتې پورې کار کړی وايي، په ورستیو کې د څو نورو همکارانو سره لومړی اړ شو چې دنده پرېږدي، خو وروسته یې هېواد هم پرېښود. د صبوري په خبره، پر رسنیو د طالبانو له خوا ورځ تر بلې محدودیتونو دوی اړ کړل چې خپلې دندې پرېږدي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "په تېر یو کال کې د ماسک په سر په خبریالانو فشارونه،... Читать дальше...

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت خپل موجودیت اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د لسګونه پخوانیو سیاستوالو او چارواکو په ګډون «د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت» نن د موجودیت اعلان وکړ. د دغه حرکت په مشرتابه کې د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، معصوم ستانکزی او ځینې نور سیاستوال ځای لري. د حرکت پرانیست غونډه په انلاین توګه جوړه شوې وه. د غونډې ویاند دین محمد مبارز راشدي وویل چې دوی د سیاسي مذاکراتو له لارې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل په لټه کې دي. راشدي همدارنګه د طالبانو په تېره څه باندې یو کلنه واکمنۍ کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو یادونه وکړه.

د ژمي په راتګ سره سختو اقتصادي ستونزو افغانان اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ژمي په راتک سره سختو اقتصادي ستونزو خلک اندېښمن کړي. یو شمېر خلکو له ازادي راډيو سره په خبرو ویلي، بې کاري، او زیاتې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د سږ کال په ژمي کې د سون توکو د اخیستلو توان ونه لري. د دوی له ډلې یو هم د کندز ولایت اوسېدنکی خالد دی. هغه وايي، د زیاتو اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای په سږني ژمي کې کور ته سون توکي واخلي. نوموړي وویل: ژمۍ رارسېدلی دی، اقتصادي مشکلات زیات شوي، پيسې نه شته چې ذغال واخلو. تقربیاً کال کېږي چې اقتصاد ستونزې مو بیخي ډېرې شوي، سخت مو وضعیت خراب دی. Читать дальше...

کاناډا د افغانستان لپاره نوی استازی ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

ډېوېډ سپرول د افغانستان لپاره د کاناډا نوی استازی ټاکل شوی. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې پرون د ښاغلي سپرول د ټاکلو اعلامیه ورکړې. د راپورونو له مخې سپرول په دوحه کې له طالبانو سره وروستیو څو اوونیو کې خبرې هم کړي. هغه پخوا په افغانستان کې د کاناډا سفیر هم پاتې شوی. د کاناډا فدرالي حکومت د مرستندویه ادارو تر فشار لاندې دی چې افغانستان ته د مرستو د لېږلو په برخه کې سخت قوانین نرم کړي. تمه کېږي چې ډېوېډ سپرول په دې برخه کې رول ولوبوي.



بلاول: د بایډن د څرګندونو په تړاو د امریکا سفیر احضاروو

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي، د هېواد اټومې وسلې خوندي دي او د نړيوالې ادارې له معيارونو سره سم دي. نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې د امريکا ولسمشر جو بايډن د اکتوبر پر ۱۳مه په يو وينا کې ويلي ول چې د پاکستان اټومې وسلې غيرمنظې دي.

طالبان: د نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانېستلو کار روان دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند په ترکیه کې د علماوو یوې غونډې ته ژمنه کړې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانېستلو کار روان دی. د علماو او مدارسو د اتحادیې اوومه غونډه د ترکیې په دیاربکر کې نن جوړه شوې. مجاهد دې غونډې ته ویلي چې د دوی حکومت نجونو ته د نصاب په سمونې،د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو په چمتو کولو او د جلا ښوونیز سیستم په جوړولو بوخت دی. د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته لکونه نجونې له زده کړو محرومې کړي. د دوی ویاند مجاهد په وار وار د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنې ورکړي، خو لا هم د یوه کال په تېرېدو دا ژمنې نه دي عملي شوي.

طالبانو د امریکا له لوري وروستیو بندیزونو ته بیا غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې طالبانو لا هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستې، په مېرمنو د کار او سفر محدویتونه پر خپل ځای دي، طالبانو د متحده ایالاتو له لوري د طالب پر مشرانو د سفر بندیزونه ته غبرګون ښودلی. مریم د شپږم ټولکي زده کونکې وه، خو نوموړې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د زده کړې له حقه محرومه شوې. مریم وايي، د طالبانو پر حکومت نړیوال فشارونه کولای په افغانستان کې زرګونه نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانېزي. هغې ازادي راډیو ته وویل: "دا یوازې زما پیغام نه دی بلکې دا د زرګونه افغان نجونو پیغام دی چې ښوونځي دې پرانیستل شي. Читать дальше...

زرګونو زده کوونکو د کابل پوهنتون د داخلې لپاره ازموينه ورکړې

Mashaalradio.com 

په کابل کې په لوی شمېر کې نجونو او مېرمنو د کابل پوهنتون د داخلې لپاره ازموينه ورکړې ده. د ازموېنې پر وخت طالبانو سخت امنیتي ګامونه پورته کړي ول. نجونو ویل چې ازموينې ته خوشحاله دي خو د امنیت په خاطر وارخطا هم دي، ځکه تر دې ازموینې دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید شوی وو. نور تفصیل د فرانس پرېس اژانس په ویډیو کې وګورئ

امریکا اوکراین ته د ۷۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نورې وسلې لېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې اوکراین ته به د ۷۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نورې وسلې ولېږي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت پنټاګون پرون اعلان وکړ چې د مرستې کڅوړه کې د هایمرس ګرځنده توغندیو سیسټمونه، مهمات، زغره وال ګاډي او طبي تجهیزات شامل دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي چې متحده ایالات اوس هم د اوکراین د خلکو سره دی چې په زړورتیا د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ دفاع کوي. د بلېنکن په وینا، د جوبایډن د ولسمشرۍ له پیل راهیسې له اوکراین سره د... Читать дальше...

ترکیه کې د چاودنې له امله ۴۰ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال کې د سکرو په یوه کان کې پرون ماښام د چاودنې له امله لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي. مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ښودل شوی وو. د رسنیو د معلوماتو له مخې، له چاودنې شاوخوا ۱۵ ساعته وروسته د سرې میاشتې او د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په دغه کان کې بند پاتې ۱۵ کسان وژغوري او په کان کې اور لګېدنه لا هم روانه ده. د تورې بحیرې په سواحلو کې د بارتین ولایت په اماسرا سیمه کې له دغه کان څخه ۵۸ تنه ژغورل شوي دي. Читать дальше...

د بلوچستان او قبایلي سیمو زده کوونکي له پنجاب حکومته د وړیا تعلیم د دوام غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

د پنجاب په ټولو سرکاري پوهنتونونو کې د قبایلي زده کونکیو یوه مخصوصه کوټه (ټاکلې برخه) ده. په ۲۰۱۴م کال کې د پنجاب د هغه وخت اعلا وزیر شهباز شریف چې دا وخت وزیراعظم دی اعلان وکړ چې قبایلي ضلعو کې د پوځي عمیاتو له وجې دوی د پنجاب په پوهنتونونو کې د قبایلي ضلعو د زده کونکیو کوټه زیاتوي.

کندهار کې د فوټسال کپ سیالۍ؛ نورزاد لوبډلې اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د ځوانانو راډيو د فوټسال کپ سيالۍ د کندهار په کوربتوب بشپړې شوې. د ځوانانو راډيو اتم پړاو سيالۍ په کندهار ولایت کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې د دې ولایت د فوټبال فدراسيون، سپورټ امريت، حکومتي مسوولانو او څه باندې درې زره ننداره کووونکو ګډون کړی وو. دا لوبې د ځوانانو راډيو له خوا د فوټسال کمېټې او د فوټبال فدراسيون په همکارۍ د سالمې تفریح، يووالي، ورورولۍ او د فوټسال د ودې په موخه د کندهار ولایت د عينو مېنې وطن لوبځای کې ترسره شوې. دوه غوره لوبډلو نورزاد او ان اف سي په زړه پورې سيالۍ... Читать дальше...

په بلوچستان کې د یو پخواني چیف جسټس په ګډون پنځه کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

پرون (د اکتوبر پر ۱۴ مه) د بلوچستان های کورټ پخوانی چیف جسټس محمد نور مُسکانزی په خپله سيمه خاران کې وسله والو په ډزو وژلی دی. پېښه هغه وخت وشوه چې کله نوموړی خپل کور ته څېرمه په يو جومات کې د ماخستن پر لمونځ ولاړ وو. په دې حمله کې يو تن ژوبل شوی هم دی.

بایډن د افغانستان په ګډون ځینو هېوادونو سره مرستې ځنډوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي، د افغانستان په ګډون به له ځینو هېوادونو سره تر هغه غیربشري او غیرسوداګریزې مرستې ونه کړي چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې لازم ګامونه پورته نه کړي. د  جمهوري نظام پر مهال افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د انساني قاچاق د مخنیوي نړیوال کنوانسیون غړیتوب حاصل کړ، خو تر ننه لا هم دا هېواد د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې تر سختو پوښتنو لاندې دی. تازه د امریکا جمهور رییس جوبایډن په یوه یادښت کې یادونه کړې چې له افغانستان سره تر هغه غیربشري او غیرسوداګریزې مرستې ځنډوي،... Читать дальше...

پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې

Mashaalradio.com 

د خيبرپښتونخوا پر سوات او ځينو نورو سيمو سربېره په کراچۍ او اسلام اباد کې زرګونو کسانو د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد مظاهرې کړې دي. په مظاهرو کې د سیمې سياسي او ولسي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د سوات په ګډون کې د خيبر پښتونخوا په ټولو سيمو کې امنيت باوري کړل شي. ويډيويي راپور: نياز علي ايډيټ: ځلاند يوسفزی


Музыкальные новости
Виктор Цой

У могил Горшка и Виктора Цоя на Богословском кладбище появилась защита от вандалов





Rss.plus
Желдорреммаш

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года




Концерт «Стихи войны и мира. Баллада о своих»

В Чурапчинском районе вынесен приговор члену ОПГ за покушение на сбыт наркотиков

Расписание пригородных поездов изменится с 1 мая в связи с работами на перегоне «Дорохово – Можайск»

Владимир Ефимов: Девятый дом по программе реновации построен в Перове




افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص درجه بندۍ په ۱۰۹م ځای کې راغلی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص په درجه بندۍ کې له ۱۲۱ هېوادونو په ۱۰۹م ځای کې راغلی. یوه مېرمن د څلورو اولادونو مور ده او خاوند یې کال وړاندې د تور زیړي له امله مړ شو او اوس د خپلې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده. هغه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې اوسېږي، خو د ټولنیزو حساسیتونو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي. نوموړې وايي، د سر د پټېدو لپاره چت او د خېټې د مړولو لپاره ډوډۍ نه‌لري. د ازادي راډیو خبریال له هغې د اوسني ژوند او حال په اړه وپوښتل. هغې په ځواپ کې وویل: "تېرېږي خوار و زار، کله ولږه، کله نهار او کله مړه. Читать дальше...

د امریکا پراختیايي پروګرام په افغانستان کې ۳۰ پروژې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پراختیايي پروګرام وايي چې په افغانستان کې یې د اړو کسانو لپاره ۳۰ پروژې پیل کړي دي. د هغه راپور له مخې چې پرون خپور شو، ویل شوي، د دې لپاره چې په افغانستان کې ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ډېرې مرستې به په دې برخو کې وي. په دې راپورکې نه دي ویل شوي چې د امریکا پراختیايي پروګرام د یادو پروژو لپاره څومره پیسې ځانګړي کړي دي. دا پروګرام وايي چې په افغانستان کې کابو ۲۳ میلیونه وګړي غذايي امنیت نه لري او تر نومبر پورې به نږدې ۶ میلیونه افغانان له بېړني بشري وضعیت سره مخامخ شي.

په بلخ او غزني کې له بېوزلو کورنیو مرستې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په بلخ او غزني ولایتونو کې پر سلګونو بېوزلو کورنیو د مرستو د وېشلو خبر ورکوي. دغې ټولنې پرون په څو ټوېټونو کې ویلي چې د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې یې ۸۰۰ بېځایه شويو، بېوزله او وچکالۍ ځپلو کورنيو ته مرستې رسولي دي. دې ټولنې همدارنګه ویلي چې د غزني ولایت په مرکز او ګیلان ولسوالۍ کې یې پر زرو سېلاب ځپلو کورنيو مرستې ووېشلې. د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، دغه مرستې د ترکیې له خوا شوې او هرې کورنۍ ته ۷۵ کیلوګرامه اوړه او یوه بسته ژمني توکي ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو سند تصویب شو

Pa.azadiradio.com 

د شانګهای د همکارۍ سازمان یو شمېر غړیو په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو سند تصویب کړ. د هندي رسنیو د راپور له مخې، په شانګهای تړون کې له سیمه ییز تروریزم سره د مبارزې جوړښت په نوم یوې ادارې پرون جمعه په دې هدف په نوي ډیلي کې غونډه وکړه. د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي چې دا سند د هغو تروریستي تنظیمونو پر وړاندې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، تصویب شوی دی. د هندي رسنیو پر اساس، د نوي دیلي په پرونۍ غونډه کې د چین او هند استازو هم برخه لرله.

امریکا: سعودي دې د تېلو د تولید کمښت په اړه شوې پرېکړه وځنډوي

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکا ورڅخه غوښتي و چې د تېلو د تولید د کمېدو لپاره د اوپیک د غړیو هېوادونو پرېکړه دې یوه میاشت وځنډېږي. سعودي عربستان دا اعلامیه وروسته له دې خپره کې چې واشنګټن وویل د سعودي عربستان پرېکړه به بې عواقبو نه وي. خو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د سعودي د یوه چارواکي په قول، چې نوم یې نه دی یاد کړی، ویلي چې امریکا دا غوښتنه د خپل هېواد د کانګرس د منځپړاوه انتخاباتو په خاطر کړې وه. اوپیک او متحدو هېوادونو یې د اکتوبر په ۵ مه پرېکړه... Читать дальше...

چارواکي: زرګونه روسي سرتېري بېلاروس ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس یو جګپوړی چارواکی وایي، په نږدې ورځو کې به د روسیې په زرګونو سرتېري دې هېواد ته دننه شي چې یوه سیمه ییزه ګډه پوځي ډله جوړه کړي. د بېلاروس د پوځ د لوی درستیز مرستیال ویکتار تومار پرون جمعې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یوه ګډې پوځي ډلې د جوړو پر سر یوه موافقه نهایي شوې او روسیه به یې د ملا تېر حیثیت لري. پرون د ورځې په پیل کې د بېلاروس واکمن الکساندر لوکه شینکا ویلي و چې د بېلاروس اویازره سرتېري به د روسیې له لسو زرو تر پنځلسو زرو سرتېرو سره په دغه ګډه پوځي ډله کې شامل وي. بېلاروس د اوکراین په جګړه کې د روسیې کلک ملاتړ کړی دی.



Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о начале работы сезонных ярмарок выходного дня



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Владимир Высоцкий

Что Золотухин рассказывал про некрасивые тайны Таганки и почему Высоцкий его не простил




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


WTA

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Арина Соболенко

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России